د فردي ازادي په باره کې جدي بحثونه له منځنیو پیړیو وروسته په اروپا کې پیل شول او وجه یې دا وه چې اروپایانو د دغو ازادیو د شدید محدودیت له کبله ډېر تاوانونه ګاللي وو.
کاتولیکې کلیسا چې په منځنیو پیړیو کې یې د اروپا په لویه برخه باندې غلبه لرله، د وګړیو په ډېرو شخصي چارو کې هم مداخله کوله. د کلیسا چارواکي ساینسپوهان نه وو مګر دا یې خپل حق ګاڼه چې ساینس پوهانو ته ووایي چې دا خبره وکړه او دا مه کوه. ګالیلو د خپل علم په زور پوهېده چې مځکه تر لمر راڅرخي ولې د پاپ کسان که څه هم ستورپېژندونکي نه وو خو ده ته یې خبرداری ورکړ چې دا خبره به نه بل چا ته کوې او نه به یې پخپله منې. دوی د خلکو په فکر، په لباس، په ذوق، په ډوډۍ ، په واده او په هر څه کې مداخله کوله او دا په زړه کې نه ورګرځېدل چې بل انسان هم باید د فکر او ذوق او سلیقې ازادي او د خپلې خوښې ژوند ولري. مثلا په دې خبره باندې وخت ولګېد چې د کلیسا په متعصبو پیروانو دا ومنل شي چې خلک که په کاچوغه او پنجه باندې ډوډۍ خوري، خپله خوښه یې ده.
په فردي ازادیو باندې سختو بندیزونو له اروپایانو څخه د ابتکار قوت اخیستی و او له ژوند سره مینه یې ورکمه کړې وه خو کله چې یې ځانونه ازاد احساس کړل، له ژوند او نوښت سره یی مینه زیاته شوه او چټکه ترقي یې په نصیب شوه.
چې فردي ازادي محدوده وي، وګړي په وېره کې ژوند کوي او انرژي یې په دې لګېږي چې همرنګ جماعت باش! خو په کومه ټولنه کې چې دغه مشکل نه وي ، هلته د وګړیو د ذهن مارغه په پرانیستو وزرونو تر لرې لرې لوړو پورې الوت کولای شي. دا چې له موبایله رانیولې تر پراستامول ګولۍ پورې هر نوښت له لویدیځې ټولنې پیل شوی دی، د تصادف خبره نه ده. هغوی چې فردي ازادي لري ، د نوي فکر په لرلو کې ازاد دي او نوي څه مومي خو مونږ چې له دې درکه ډېر محدودیتونه لرو، د ژوند په هره ساحه کې نورو ته محتاج پاتې یو.
د فردي ازادیو مخه کله حکومت او قوانینو نیولې وي او کله د ټولنې خپلو دودونو او رواجونو. مونږ له تېرو لس، دولس کلونو راهیسې داسې قوانین لرلي دي چې دغه ازادي پکې تر ډېره حده خوندي شوې ده مګر رواجونه مو په خپل حال پاتې دي او اوس هم د یو بل د خصوصي ژوند جاسوسان یو او هر هغه چا ته په سپکه سترګه ګورو چې په ژوند کې تحول غواړي.
دغو محدودیتونو نه یوازې بې وسه او غریب ساتلي یو بلکې روحي ناروغۍ یې هم راپیدا کړې دي. انسان غواړي ازاد واوسي او له خپلو ارزوګانو سره سم ژوند ولري خو په کومه ټولنه کې چې بندیزونه، اخطارونه او فشارونه زیات شي هلته د وګړي روحیه مړاوې شي اود وګړیو زړه او ذهن د کرکو او عقدو ځاله وګرځي.
دغسې کسان بیا د خپلو ارمانونو د پوره کولو او د زړه د بړاس د ایستلو لپاره په نورو باندې په لاسبري پسې ګرځي. زه باید په روا یا ناروا لارو خو په لنډ وخت کې ډېر زور او ډېرې پیسې پیدا کړم او داسې موټر واخلم چې د نورو زړه راته اوبه اوبه شي. زه باید که په حلالو وي که په حرامو، تر ټولو ښایسته کور ولرم او د زوی واده مې دې دومره شانداره وي چې تر ډېرو پورې د خلکو له حافظو ونه وځي.
هغه ټولنه چې خپلو وګړیو ته په کافي اندازه فردي ازادي نه ورکوي داسې کسان پکې زیات پیدا کېږي چې په نورو باندې د لاسبري تنده لري. دا د هر انسان معقوله او مشروع غوښتنه ده چې ښه، خوشحاله او کامیاب ژوند ولري. هر څوک غواړي چې اسوده واوسي او نور یې احترام وکړي مګر محترم اوسېدل او نور احترام ته په زور مجبورول فرق لري.
یو څوک به شپه ورځ زحمت باسي او د داسې وخت په تمه به سبق وایي چې خلک ورته د پوه او عالم په سترګه وګوري. دغه هڅه مشروع او د ټولنې په ګټه ده. دغسې کس د ټولنې په اوږو بار نه دی. دی ټولنې ته ګټه رسوي او خلک یې د زړه له تله قدر کوي. خو یو بل به په ناروا لارو پیسې او قدرت پیدا کوي او خلک به اړباسي چې درناوی یې وکړي.
تاسې په کابل کې او نورو ښارونو کې سترګې وغړوئ، ځینو کسانو کوڅې بندې کړې او ځینو نورو تر پیاده رونو ځنځیرونه راتاو کړي دي. یو شمېر کسان خامخا له دې سره دلچسپي لري چې د تګ راتګ په وخت کې یې ترافیک په ټپه ودرېږي. دغه ډول چلند به کله نا کله امنیتي دلایل لري مګر په ګڼو موردونو کې په نورو باندې د لاسبري ارزو پکې نه پټېږي.
اروپایانو چې د منځنیو پیړیو له تورو شپو ځانونه راایستل نو مفکرانو یې د وګړیو تر منځ د برابري په اصل باندې هم ډېر ټینګار وکړ. په پخوانۍ اروپا کې خلک تر دې حده سره نابرابر وو چې د اعدام وسیلې لا پکې بېلې وې. د اشرافو به سر غوڅېده، عام سړی به په دار ځوړندېده او د اعدامېدونکې ښځې به سا تربتېدله. د فرانسې د ستر انقلاب یو اصلي شعار دا و چې خلک دې په یو بل باندې زیات نه وي، بلکې سره برابر دې وي. په هره ټولنه کې چې ټول خلک په اساسي حقونو کې سره برابر وي، هلته ټولو خلکو ته د پرمختګ لاره اوارېږي او د ټولنې په چارو کې برکت لوېږي.
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۵) ګڼه\ چارشنبه\اسد\ ۱۴\ ۱۳۹۴