عبدالرحیم (موسی زی)

له هر څه نه دمخه یوه دولت ته پکار ده چې د سیاست او چارو د سمون لپاره له واک څخه په سمه توګه ګته پورته او ښه یې ولوبوي هغه که د دولت داخلي سیاست وي او که بهرنی سیاست، دولت باید په هیواد کې د یوه ریښتني دولت په توګه د وګړو ترمنځ د حقوقو اڼدول او د قانون تطبیق په پام کې ونیسي، دولت باید د هیواد او د هیوادوالو په مساوي توګه د اقتصاد وچتوالي لپاره د اسلامي قوانینو په رڼا کې ټاکلې موخې ولري همدا راز دې د وګړو کیفیت ته هم ډیر پام وکړي.

سربیره پر دې دولت باید په عمل کې نه په شعار د هیواد ټولو اتباعو ته د مسلمت آمیزه ژوند زمینه برابره کړي، دولتي چارواکي دې د خپلو شخصي ګټو نه ملي ګټو ته ډیر ځیر شي دا د هیواد ټولو وګړو ته اړینه ده ترڅو خپلو شخصي ګټو نه ملي ګټو ته ترجیع ورکړي.

په هیودا کې دې ملي، ریښتني،خودجوشه او د خلکو څخه راوتلی ګوند جوړ تر څو د ټاکلو موخو لپاره کار او هڅې وکړي، دولت دې د ښه سیاست د لوبولو او د چارو د سمون په موخه په ملي او نړیواله کچه خپل کورنی او بهرنی سیاست د نړیوالو اصولو پر بنسټ او د هیواد د اقتصادي پرمختګ په اساس عیار کړي.

که چیرته د یوه هیواد دولت څومره بیوزله وسي خو که پریمانه طبیعي سرچینو او کانونو ته لاسرسی ولري  او د هیواد ټولو اتباعو تر منځ ملي یوالی تامین کړي هغه دولت ته مونږ بیوزله نشو ویلی هغه دولت دې د خپل د هیواد پریمانه سرچینو په ګټې اخیستنې سره خپل اقتصادي پرمختګ ته پام وکړي چې د دغو دولتونو ښه بیلګه زمونږ د ګران هیواد دولت دی.

اجرایه قوه چې په مشرې کې ولسمشر مسؤله وي د بهرني سیاست په لوبلو کې رغنده رول لوبولای شي، مقننه قوه چې د خلکو استازي دي هغوی ته اړینه ده چې باید خپل بهرني سیاست د قوانیو په جوړلو کې خپل وجداني دنده احساس کړي، یاده دې وي چې یو دولت نشي کولای د خپلو ملي ګټو د ترلاسه کولو لپاره ټول مسایل خپل بهرني سیاست کې داخله کړي، هغه (دولت) ته لازمه ده تر څو ګام په ګام دغه مسایل چې غواړي خپل بهرني سیاست کې شامله کړي طرحه او پرې فکر وکړي.

  • لنډ مهاله یا خورا مهمه موخې
  • منځنۍ موخې
  • اوږد مهاله موخې

همدا رنګه یوه دولت ته اړینه ده چې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره لاندې مسلو څخه ګټه پورته کړي.

  • غوره ډیپلوماسي
  • اقتصاد
  • فرهنګی تبلیغات
  • آیدیالوژي او ځېنور مسایل دي چې د ځینو ستونزو له امله یې نشو ویلای خو تر ټولو مهمه مسله د اقناع وړ خبرې اترې دي ځکه پر خبرو اترو باندې ډیر لګښت نشته دی.

خبرې شته خو د موضوع د اوږدوالي لپاره مو هم دلته دمه ونیوله د آباده ،سر لوړي او پرمختللي افغانستان په هیله.

په دروناوي

عبدالرحیم (موسی زی)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *