دا سمه ده چې ځوان د ټولنې د ملا تیر وي، دا هم منو چې د یوه هیواد راتلونکی د هغه د ځوان نسل په فکر او استعداد پورې تړلی وي، له دې هم انکار نه شي کیدای چې د نن ځوان د سبا مشر او لارښود دی، خو له دې هر څه سره سره بیا هم ولې حکومت هغسې چې اړتیا ده د ځوان نسل سالم روزلو او سالمې بوختیا ته پام نه کوي؟
په هیواد کې د تیر ۱۳ کلن حکومت له لاسته راوړنو سترګې نه پټوو، خو هغه نیمګړتیاوې او تیروتنې یی هم کمې نه وې چې جبران به یی کلونه کلونه وخت ونیسي. که له یوې خوا په دغه دوره کې یو شمیر ځوانانو ته د تعلیم او کار زمینه برابره شوه، نو له بلې د هغو ځوانانو شمیر هم خورا زیات شو چې یا له وطنه فرار شول او یا یی د بیکارۍ او تعلیمي امکاناتو نشتوالي په دلیل ټوپک ته لاس کړل.
د اوسني حکومت مشرانو د ځوان افغان دا حالت درک کړي وو، نو ځکه یی د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال خپلو کمپاینونو کې ځوانانو ته د زدکړې او کاري فرصتونو برابرول پخپلو لومړیتوبونو کې یادول. تر دې چې یو له دغو وروستیو دوو کاندیدانو د ځوانانو لپاره د یو جلا وزارت جوړولو ژمنه هم وکړه، ځکه دوی پر دې پوهیدلي وو چې د ځوانانو رایه برخلیک ټاکونکې ده او تر ډیره د همدوی پر رایو راتلونکی ولسمشر مشخص کیدلای شي.
اوس له تیره ګیله کوم ځای نه نیسي، مګر له حاله باید د هغو ژمنو د عملي کیدو غوښتنه وشي چې په ډیر ټینګار او جذبې سره مطرح کولې. زه دا منم چې زموږ حکومت د امریکا یا اروپايي هیوادونو په کچه نه دی چې خپلو ټولو ځوانانو ته په هره برخه کې سل په سلو کې رسیدګي وکړي، مګر دا هم څرګند دی چې ځوانانو ته شته امکانات یا په بې ګټو او کم ګټو برخو کې مصرفیږي او یا یی د مصرف په برخه کې ځیني ژبني، سمتي او قومي تعصب رنګ له ورایه ښکاري.
که د زدکړو برخې ته راشو نو د ځینو معلوماتو پر اساس همدا اوس د لوړو زدکړو اکثره بهرني بورسونه د یوه قوم یا ژبې ځوانانو ته ځانګړي شوي او لا دا پروسه دوام لري. زه دا خبره د کوم تعصب له مخې نه کوم، مګر د هغو پر حال هم رحم په کار دی چې حقونه یی تر پښو لاندې کیږي. اوس که دا ځوان د همدې ورځې بدمرغۍ له امله مخالفت ته مخه کوي او ځینې مغرضې کړۍ بیا ترې استفاده کوي، نو ګناه ده چا ده؟
له بلې خوا د وطن ناڅرګند برخلیک ورځ تر بلې له وطنه د ځوان نسل د فرار ګراف لوړوي. د دوی هغه انرژي چې باید د افغانستان بیارغونې برخه کې مصرف شي، د پردیو وطنونو د اقتصادي پیاوړتیا سرچینه ګرځي. دا ځوان قوت د اروپا او امریکا په لیدلو یا د ژوند تر وروستۍ سلګۍ هملته دیره شي او یا داسې مهال وطن ته راستنیږي چې هم یی د مټو زور اوبه وي او هم یی د فکر.
لنډه دا چې که اوسنی حکومت په رښتیا هم د افغانستان د ابادۍ اراده لري او د ((بدلون او دوام)) شعار عملي کولو ته ژمن وي، نو د ځوان افغان فکري او رواني روزلو لپاره باید یوه داسې عملي تګلاره برابره کړي چې ورځ تر بلې یو محسوس تغیر د خلکو زړونه تسکین کړي. په دې چوکاټ کې باید یوازې ښار میشتي ځوانان شامل نه وي، بلکې هغو ته هم ډیره ونډه ورکړل شي چې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. زموږ اکثره ځوانان کلیوال دي، د دوی ذهن او فکر تر ښارمیشتو ژر بدلیدلای شي او ډیر کله مغرضې کړۍ هم له دولت سره د مخالفت پر مهال له همدوی نه په اسانۍ استفاده کوي، خو د ښار میشتو مخالفت بیا ممکن دومره جدي ځکه نه وي چې سیاسي وي.