تړون اوونیزه

د تړون اونيزې دريمه ګڼه له چاپه راووته چې په بېلا بېلو سياسي، فرهنګي او ټولنيزو مسايلو په کې ليکنې راټولې شوې دي.

د اونيزې سرليکنه ” له بې کارۍ سره مبارزه، دولتي پاملرنه او ملي پانګونه غواړي” تر عنوان لاندې ليکل شوې ده.

د سرليکنې ليکوال وايي:” که چېرې افغان دولت له خپلو ژمنو سره سم په هېواد کې د پانګونې لپاره مناسب چاپيريال چمتو کړي، پانګه وال په خپل هېواد کې پانګونې وکړي او د خپلو پانګو د کنترول او سمبالښت لپاره افغاني کدرونه وګماري د بې کارۍ کچه به په بې ساري ډول راټيټه شي.”

دې سره خوا کې د اونيزې نورو پاڼو کې بېلا بېل مسايل لکه:” د لومړي اتومي بم بريد اويايمه کليزه ولمانځل شوه”، ” د سلمان خان پلار خپل اصلي کور افغانستان بولي نه پاکستان”، ” سل ورځې وروسته بايد څه وشي”، ” د نړۍ لس هېښونکي طبيعي منظرې”، ” واوره مې د پانګې سبب شوه”، ” د دروغو وسلو لوبول ماشومان وهشت ته بيايي” په کې راټول شوي دي.

تړون اونيزه چې محتوا يې سياسي، فرهنګي، ټولنيز، علمي او معلوماتي مسايل تشکليوي د دې اونۍ ګڼه يې هم په همدې مسايلو مزينه شوې ده چې د هر طبعې لوستونکي تنده خړوبولى شي.

د مطبوعاتو مينوال کولى شي چې د تړون اونيزه د خوست ښار په ټولو کتابتونو کې، د پکتيا ولايت په ټولو کتابتونونو کې او د کابل ښار په بيهقي کتابپلورنځي کې تر لاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *