د سره صلیب نړیواله کمېټه

تاند- سره صلیب د سې شنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې به له خپلو ۱۷ دفترونو ځنې درې په دې خاطر بند کړي چې وسله والو سخت دریځو د دوی پر دفتر په جلال اباد کې برید وکړ.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویندوی رابین ووډو فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، خپل درې دفترونه به، چې د افغانستان په لېري پرتو سیمو کې دي، بند کړي، خو له دې سره سره به په جنګ ځپلي افغانستان کې په ښه کچه فعالیت ته دوام ورکړي.

ده همداراز وویل:«د سره صلیب د نړیوالې کمېټې یو شمېر کارکوونکي به د احتیاطي اقداماتو په لړ کې د هغې پېښې له کبله له افغانستانه ووځي چې په نتیجه کې یې د سږکال د مې په ۲۹ مه نېټه په جلال اباد کې د دې کمېټې پر دفتر د طالبانو 1په حملې کې د سره صلیب یو افغان ساتونکی ووژل شو.»

ویل کېږي چې د سره صلیب نړیواله کمېټه د نړۍ د نورو سیمو په شان په افغانستان کې هم له ښکېلو خواوو سره یو شان اړیکې لري. دې کمېټې په پېښور کې د طالب ټپیانو د درملنې لپاره روغتون جوړ کړی دی.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د جنوبي اسیا د عملیاتي چارو ريیس (جاکوبس دي مایو) په یوه خبرپاڼه کې ویلي :«متاسفانه، دا به زموږ د یو شمېر خدماتو پر کمیت او کیفیت منفي اغېز وکړي.»

سره صلیب په جلال اباد کې د مې په میاشت کې پر خپل دفتر د طالبانو له حملې وروسته خپل یو شمېر کارکوونکي له افغانستانه وایستل.

د جلال اباد حمله په افغانستان کې د دې کمېټې د کار په ۲۶ کلنه دوره کې لومړنۍ حمله وه .

آی سي آر سي یا د نړیوال سره صلیب کمېټه په افغانستان کې ۱۸۰۰ کارکوونکي لري. دا کمېټه بندیانو ته له خپلوانو سره د ملاقات د زمینې د برابرولو ترڅنګ په جګړه کې د ټپیانو درملنه کوي، د وژل شویو کسانو مړي د هغوی تر خپلوانو رسوي او همداراز د څښاک د اوبو، د صحي تشنابونو په جوړولو او د بیړنیو خوراکي موادو په رسولو کې مرسته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *