رنسانس

 لیکوال: علي عباس جلالپوري –

د نړۍ  په تاريخ کې له  ميلاده  وروسته ۱۶ او۱۷ پېړۍ ډېرې مهمې ګڼل کېږي. دې پېړيو په لويدیز کې تهذيب  او تمدن ، علومو او فنونو ته  نوی ژوند ورکړ او ختیځ  يې تورې زمانې ته ټېله کړ- شوستري ليکي:

((۱۷مه، ۱۸مه او ۱۹مه پېړۍ د اسيا لپاره  توره  زمانه يا دجهالت پېړۍ  دي. دسياسي ځواک د تنزل ترڅنګ په اسيايي هېوادونوکې هره خوا  د اخلاقي او ټولنيز انحطاط دوره وه. هره خوا د  کورنۍجګړې، دکمترۍ احساس، انتشار او خلفشار، جهالت، بې سوادۍ، وهم پرستۍ او ړانده تقليد واکمني وه. د علم او فضل ډيوې له مشرق نه مغرب ته کډه شوې وې.))

پرچين، هند، ايران او منځني ختيز د پروهتانو، پنډتانو او فقهاو واکمني راغلې وه. د دې خلکو په زړه پورې کار دا و، چې دتېرو (قدماو) پر کتابونو شرحې وليکي اوله ويښته نه پوستکي وباسي. لومړی به  ددې کتابونو لنډيزونه ليکل کېدل، بيا به  د دغو لنډيزونو شرحې ليکل کېدې او طلباو ته به ښوول کېدې. په داسې حالاتوکې  د فکر اونظر د ودې پوښتنه هم نشوای  پيدا کېدای.

دعربۍ مشهور شاعر ابوالعلامعري وايي:

((د اسلافود چټیاتو  څومره سرمايه چې په کتابونو کې شته ټوله رڼا يې له منځه تللې ده.))

دعلم او فضل دعوه ګر له فکري اجتهاد نه بېګانه شوي ول – همدې شاعر ويلي:

((خلک د يو رښتيني امام په تمه دي،

چې د لښکر مشري یې وکړي،

دا یې خام خيال دی،

له عقل پرته هیڅ امام  نشته،

چې هر انسان ته سمه مشوره ورکړي،

او  لارښوونه یې وکړي.))

هرې خوا عقلي استدلال تور بدعت (سيه بدعت) ګڼل کېد. پردې سربېره پراخ يا سيت او جبريت چې د سياسي او اخلاقي تنزل ښکاره نښې دي- په زړونوکې د تحقيق  او تجسس ولولې سړې کړې وې.

په منځنیو پېړیوکې د مسلمانانو او عيسايانو ترمنځ د صليبي جګړو په  لړ کې جنګونه او وژنې روانې وې. داجګړې په ښکاره د دين په پلمه کېدې خوبنسټ کې يې اقتصادي او سوداګريز هدفونه نغښتي ول. لويديزوالو له پیله د روم سمندرګي د غاړو له سيمو، عراق او ايران سره لېوالتیادرلوده، ځکه چين ته تللې(د وريښمولار) په دغو هېوادونو کې غځېدلې وه. د صليبي جګړو د ناکامۍ داغ دلويديزوالو پر زړونوخاپ جوړ کړی و، چې تورکانو  قسطنطنیه هم ونيوله  او د لېرې ختيز د وچې د سوداګرۍ له لارو څخه  یې هم محروم کړل.

په دغه زمانه کې قطب نما دود شوه،چې لویدیزوالو یې په مټ د لېرې ختيزهېوادونو ته درسېدو لپاره، دسمندري لار موندنې ته ملا وتړله. دقسطنطنيې له نیولو نه وړاندې هم د يوناني ژبې پوهانو د ارسطو، ډيماستهنیز، يوري پيډيز او نورو اثار اخېستي او ايټالياته رسولي ول. په ۱۳۹۶زیږدي کې يو يونانی عالم کروسولوس، فلورنس پوهنتون ته راغی [دغلته] مېشت شو  او د يوناني ادب او ژبې په اړه یې لیکچرونه ورکړل، له دې سره د فلورنس دپوهنیزو سټو تر منځ د يونانۍ ژبې انګازې خپرې شوې. دغه مهال فلورنس ښار د کلاسيکو علومو او فنونو مرکز وګرځيد.  ددغه ځای امیران او سرداران  ډېرپوهنپال ول اود عالمانواو ذوق خاوندانو په درناوي او هڅونه کې  ډېر مخکې ول. په دوی کې  د دميچي کورنۍ دعلم وهنر ډیره ملاتړې وه. ډانټې، بوکاکيو او دلاني د فلورنس له خاورې څخه سر پورته کړی و. د دميچي کورنۍ کې کوسيمولورنیزو، لسم پاپ ليود او اووم کليمنټ پاپ د علومو او فنونو پالنه کې ستره ونډه واخېسته. کوسيمو په فلورنس کې د اپلاتون اکاډمي جوړه کړه چې پکې به  داپلاتون  فلسفه  ښوول کیده. [د تورکانو لخوا] دقسطنطنيې له نیولو وروسته، يوناني عالمان ډلې ډلې د ايټاليا ښارونو ته ولاړل. د۱۴ مې پېړۍ تر وروستيو پورې ايټاليا د ټولې اروپا د زده کوونکو مرجع ګرځیدلې وه. خلکو به د زده کړې په مينه کې سلګونه ميله فاصله وهله او روم، فلورنس او پيډوا ته به تلل. همدغسې ورو- ورو د پوهنیز نوښت خوځښت ((تحريک تجديد علم)) پر لویدیزه خاوره خپور شو. په ايټاليا کې دا خوځښت د  ادبياتو او ښکلي هنرونو دخپریدو تر بریده و خو په شمالي او لويديزه اروپا کې يې پوهنيز (ساينټېفيک) اړخ وده ومونده. په جرمني کې یې مخه ازادۍ، دفکر او نظر  څرګنداوي، ددین اصلاح  ته وواښته.

په دغه پېرکې کوپرنيکس،ګليليو، نيوټن، کیپلر، دسې لیس، ډيکارت او فرانسس بيکن دنوې فلسفې او ساينس بنسټ کېښود. ددوی په  څيړنو او منځته راوړنو سره په ستور پيژندنه، جغرافيه، فزیک ، منطق، مابعدالطبيعات او طب کې پخواني سوليدلي نظريات ورغول شول، چې له دې سره درومي کليسا د متکلمانه فکرونو او نظرونو منتر مات شو او دانسان له مغز او فکر نه  د اوهامو او خرافاتوپېړې پردې لېري شوې. کوپرنيکس ثابته کړه چې ځمکه يوه سياره ده او د نورو سيارو غوندې د لمر پر شاوخوا چورلي. هغه  کتنې(مشاهدات) چې ګليلیو په دوربين وکړې په هغود کوپرنيکس د نظريې تايیداو پخلی وشو- له دې سره ددين پيشوايان  له غصې تور واوښتل او پر ساينسپوهانو یې زیاتی او بې حده ظلم راوخېست. کله چې ګليلیوپه دوربين دمشتري ستوري وليدل او دا خبره یې د دین سرپرستانو ته وکړه،  نو پر دې هغوی  خپه شول او د ګليلیو د خبرې  له منلو یې نټه (انکار) وکړه. ګليلیو وويل:((راځﺉ! زه يې دوربین کې در وښيم.))

خو هغوی په دوربین کې  له کتو هم نټه  وکړه  او ويې ويل:  (( دا ناممکن دي، درواغ دي.))

له دې سره د کليسا او ساينس تر منځ هغه اړی-ګړی او جګړه پيل شوه چې د کليسا په ماته  پای ته ورسيده.  پر ګليلیو د الحاد او او زنديق فتوې ورکړل شوې او د کليساپه عدالت کې  محکمه شو. دا محکمه له دې امله تاريخي ارزښت لري، چې کله محکمې ګلیلیو خپلو پوهنيزو نظرياتو ته پر بيا کتو مجبور کړ، نو هغه تر شونډو لاندې ويل:(( خوځمکه تاويږي، ځمکه تاويږي.))

د نظر د ازادۍ مخنيوی (سدباب) د دديني لارویانو د وس خبر نه وه. د[کلیسا] دحساب و کتاب زیاتې هلې ګولې هم انساني مغز او فکر د متکلمانه نظرياتو په کلا کې بند ونشو ساتلای او ورو- ورو کليسا ته هم دا تریخ  احساس وشو،  چې  د ساينس د سوبمن ګام (فاتحانه اقدام) سیالي (مقابله) که ناشونې (محال) نده  نو سخته  خو هرومرو ده. همدا و چې دجګړې نوې نوې لارې رامخته شوې. د ساري په ډول کله چې به کوم ساينسپوه  نوې پوهنیزه موندنه (انکشاف) وکړه، نو دين والو به سم له لاسه د خپلو مقدسوکتابونو پاڼې واړولې او د ځینو داسې فقرو تر موندنې وروسته به یې د تاویل په توګه ویل:

((وګورﺉ! دا موندنه  څه نوې  نده، بلکې دا اصول خو له پیړیو راهيسې زمونږ په مقدسو کتابونو کې شته دي.))

د دې پوښتنې جرات له چا سره  و چې ويلي يې وای: که ددې ټولو موندنو او منځته راوړنو اصول ستاسوپه ديني کتابونوکې شته وای، نو دساينسپوهانوله څېړنو او استازولۍ (ترجمانۍ)  وړاندې ولې نه رابرسېره کیدل  او تر ننه پورې ولې کوم دین وال (اهل مذهب) د[دغو اصولو په اساس]  کومه ساینسي موندنه نده کړې. د مذهب والو دغه څيړندود اوس هم پاتې او دوام لري.  دوی د ارتقا او اضافیت په شان اوسمهالونظريواصول او مبادي هم په خپلو کتابونو کې لټولي او  اېستلي دي.

فرانسیس بيکن دارسطو پرقياسي منطق کره کتنه وليکله او داستقرا اهميت يې روښان کړ. استقرا د سوچه پوهنیزې څیړنې (خاص ساينټیفيک تحقيق) استازولي کوي او د قياس پر تله کتنه (مشاهده) ډېره مهمه ګڼي. هابس او ديکارت د ساينس له نوو موندنو څخه اغېزمن شول او  په رڼا کې يې نوې فلسفه چمتوکړه.

په ادبي نړۍ کې پیټرراک  او بوکاکيو  د بشردوستۍ روايات راژوندي کړل. د پیټرارک [سم]پېژندل داسې دي لکه د رنسانس روح پيژندل. مور او پلار دی د قانون د زده کړې لپاره پوهنتون ته لیږلی و، خو د قانون دزده کړې پرځای یې د پخوانيو مشاهيرو: ورجل، سيسرو، سينکا او نورو کتابونه ولوستل، چې په دې سره يې له کلاسيک ادب او شعر سره ليوالتيا ډېریدله. اخر داسې وخت را ورسيد چې ټولو مينه والو ته یې وويل چې د ده لپاره دې لاتيني او يوناني اثار وګوري، غونډ کړي او وپېري. درينان وينا ده چې پيټرارک لومړنی نوی انسان  دی. هغه د پوهنو د بيازیږیدو (احیاالعلوم) د پلارانوپلار(ابوالآباء)او لومړنی بشر دوست  ګڼل کېږي. شپږم انوسینټ پاپ پر پیټرارک د جادوګر تور لګولی و. ځکه  هغه  د ورجل مطالعه کوله. پيټرارک به د يوناني او لاتيني اثارو په اړه ويل: ((دوی بې ګنا بنديان ول چې وحشيانو په  پېړيو زيندۍ کړي او زولنې وراچولې وې.))

په دغه  زمانه کې د روم د کليسا اخلاقي حالت د ويلو نه دی. هره خوا په کليسا او خانقاو کې د فسق او فجور واکمني وه. ليکي  د( اروپا د اخلاقو تاريخ) کې د دين ټېکه دارانو د عيش او عشرت ډېر شرموونکی حالات ليکلی دی. ددغې زمانې  د ليکوالو او لارښوونکوپه ليکنو او ويناو کې د کليسا د غنم رنګه اوربشو خرڅولواو دوکاندارۍ ښې بېلګې وړاندې شوې دي. سادنارولا، د ممبر پر سر وويل:((دروم لپاره زر، لس زره، څوارلس زره فاحشې هم لږې  دي،ځکه په روم کې هره ښځه او سړی په فاحش بدل شوی دی.))

مشهور انځورګر اوسنګ تراش ميکال انجلو له  سادنارولا څخه  اغېزمن و.  يوه ورځ د هغه نندارتون ته دوه کشیشان (پادريان) ورغلل او دهغه په انځورونو کې يې عيبونه لټول. يوه  وويل : ((تاسو د وليانو مخونه  یو څه ډېر سره ښوولي دي.)) ميکايل انجلو ځواب ورکړ: ((سمه ده، خو د قيامت په ورځ ستاسو په شان بدکارو سره ، په دريدو به، ایا د دوی څېري له شرمه سرې وانه وړي.))

بوکاکيو هم په خپلو کيسو کې په کشیشانو  ډېرې ملنډې وهلې دي.

ميکال انجلو اول  سنګ تراش و او بيا انځورګر شو. د هنر کره کتونکو نوموړی د نړۍ لوی هنرمن ګڼلی دی. پر ده سربېره رفايل، ططميان، ويلاسکات، کلاډلورين، داونچي او نورو د انځورګرۍ ځلاند دودونه رامنځته کړل.  ددوانچي شخصيت په عجیب ډول هر اړخيزحيثيت درلود. هغه ديو لوی انځورګر تر څنګ لوی رياضي دان، مهندس، معمار، شاعر، سنګ تراش، سندرغاړی او مؤجد  هم و. هغه د تارپيډو، ټانک اوټوپک نمونې (موډلې) جوړې کړې وې  او د کيميا او نجوم مخالفت يې کړی و.  هغه د نوح (ع) له طوفان نه انکار وکړ او و یې ویل چې سدوم او ګموره خدایي عذاب  ړنګ کړي نه ول ، بلکې د طبيعي اسبابو له امله تباه شوي ول. هغه د پخوا زمانې د حيواناتو دبدني پاتې شونو د څېړنو پایله کې وویل چې، کروړونه کلونه کیږي چې ځمکه  رامنځته شوې ده. په دې کشیشان ډېر ازرده شول . د نوموړي په ذات کې د رنسانس  خوځښت  په خپل ټول جامعيت سره راڅرګند شوی و.

د ادب په نړۍ کې ايراسمس، مور، مانتين او شیکسپير د بيان په سبکونو (اساليب) کې رنګارنګي او په موضوع کې پراختيا پيداکړه.د ايراسمس يواځينی کار علم و فضل و.  د نوموړي  د هلکوالۍ يوه ټوکه مشهوره ده. يو ځل یې د لاتين ژبې استاد ته یو ليک وليکه. ښاغلی استاد یې کم لوستی و- نو په ځواب کې یې ورته وليکل:

((زماګرانه!  که نور په لاتين  ليک ليکې نو شرحه يې هم ورسره رالیږه، چې  پوهېدل یې اسان شي.))  دنوموړي ليکنه د(حماقت تعريف کې) اوس هم په دلچسپۍ  لوستل کېږي.

مور هم په خپله ایټوپياکې د اپلاتون په شان د يو خیالي اشتمالي ټولنې خوب ليدلی دی- يو ځای ليکي: ((واکمنانو سازش کړی، چې مشترک دولت په نامه باندې ځانو ته شيان برابر کړي.))

د مور ځيني وړاندیزونه په زړه پورې دي. د ساري په ډول وايي چې د نوموړي په خیالي دولت کې (( له واده نه وړاندې د ځلمي او ناوې لپاره اړینه ده چې يو بل لوڅ لغړ وويني.))

مانتين د لنډو ليکنو دليکوالۍ لارښود  ګڼل کېږي. د نوموړی په مقالو کې کله، کله د کلبيت رنګ راغلی دی خو پکې دذهني پراختیا(وسعت قلب) او نفساني بصيرت نا اشنا نمونې هم موندل کېږي.

شیکسپير په ډرامه لیکوالۍ کې هغه مقام لري، چې په علم او فضل کې يې ايراسمس او او ښکلو هنرونو کې يې داونچي لري.  نوموړي د انساني سيرت او کردار استادانه څيړنه کړې  او د انساني طبیعت هغه ګوټونه يې رسوا  کړي چې د ډېرو لږو شاعرانو او اديبانو نظر ور رسيدای شي. دی د يوناني مشاهيرو: اسکيلس او سوفوکليز له فلسفيانه نظري لوړتیا او آفاقيت څخه  محروم دی، خو په نفسياتي بصيرت کې تر هغو وړاندې دی.

د منځنۍ پېړۍ له ختميدو سره د ودانيو د جوړښت ګاتيکي سبک هم له زوال سره مخ شو. د  ډونا برامانټ په شان معمارانو د پخواني روم ودانيز سبکونه بيا راژوندي کړل او  دهغو په ډول یې د ايټاليا په ښارونو کې ودانۍ جوړې کړې. د وارسای ودانۍ  د کلاسيکي ودانیز سبک ډېرې ښکلې نموني ګڼل کېږي.

په دغه  زمانه کې د لویدیز دکلاسيکې موسيقۍ بنسټوال سټريډي ويريس، یوازې دا نه چې وايلن وهنې ته پرمختيا وبښله، بلکې وايلن يې په داسې بڼه چمتو کړ، په کومه بڼه چې یې نن سبا مونږ وینو.

د کليسا د اصلاح خوځښت چې د روم د کليسا دپيړيو روحاني او ذهني واکمني يې پای ته ورسوله،درنسانس يوه څانګوړې ګڼل کېږې. دچاپ خانې له رامنځته کېدو سره پر مقدسوکتابونو او دهغو پرتدريس او زده کړه د دین ټیکه دارانو اجاره پای ته ورسيده. د روم له کليسا سره چې کوم کار چاپخانې وکړ، هغه کار باروتو د ځمکوالۍ(فیوډالۍ) له نظام سره وکړ. دلویدیز پاچاهانو د لوړې طبقې  او باروتو په مرسته ځمکوال ختم کړل.

ايټالوي احياالعلوم خوځښت  [رنسانس] ته د[پوهنو] د بيا پیداکیدو (پيدايش نو) نوم ورکول کیږي، ځکه  زر کاله د وحشت او بربريت له دورې  وروسته  کلاسيک علوم او فنون بيا راژوندي شول او له زر کاله فکري غلامۍ وروسته لويديزوالو ته د فکر او نظر ازادي  په نصیب شوه.  هغوی د روم د پاپ د روحاني واکمنۍ تر څنګ د متکلمانو ذهني استبداد سره  مخه ښه وکړه . او سر يې پورته کړ، د اسمان پراختيا، دغرونو لوړتیا او دسمندرونو ژورتیا  ته يې په پوره ډاډ وکتل او تسخير ته يې ملا وتړله . د یو تاریخ لیکوال په وینا:

((خلکو بيا وانګيرله چې ژوند لوی نعمت دی او همدا ژوندکول  د ډېرې خوشحالۍ باعث دی. دا د یوناني فلسفې د بیا ژوندي کیدو  نتيجه وه، چې  له ذهنونو څخه یې د پېړيو درهبانیت زولنې لېرې کړې. عيسایانو[؟] د روم او يونان پخواني او زړه کښوونکي تهذيب  د فنا له ژورو څخه ويست او پر دغو کارنامو یې  وویاړل او دې ته يې د تهذيب د بياژوندي کیدو نوم ورکړ. رنسانس د کوم سياسي يا مذهبي خوځښت نوم ندی بلکې ديو ذهني کيفيت نوم دی.))

د فکر او نظر د ازادۍ له ولولو نه په سرشار یدو سره کولمبس، واسکوډګاما،ميجي لان او والټر ريلي د لېرې لېرې سيمو  په خطرناکو سمندري سفرونو ولاړل. د دې دورې د پرجوشه چغې (هماهمۍ) څرګندونه دژوند په هر څانګه کې په څرګند ډول محسوسیدای شي.  دغه د ژوند ولوله او د ژوند مینه (جوشش) د رنسانس روح دی. د نظر سردارانو په حجرو او خانقاو کې د ګوشه نشینۍ او  ژغورنې د دوعاو پر ځای خپل شاوخوا ژوند سره مينه پيدا کړه او د خپلو مسايلو او غوټو(عقدو) د پيژندلو او هوارولو هڅه یې پيل کړه. هغه نظرونه چې زر کاله  د ژغورنې او پرمختیا (فلاح  و بهبود) په لټون اسمان ته نيول شوي ول، بيا ځمکې ته راوګرځیدل او پر دې ځمکه  د ورک شوي [جنت] فردوس لټون پيل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *