د خوست په مرکز کې په شپاړس جریبه ځمکه کې د څلورو پانګه والو لخوا د (۷) اوه مېلیونه افغانیو په لګښت په شریکه د کرکټ لوبغالی جوړ او د شنبې په ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانستل شو.
په یادو مراسمو کې خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي، په ولسي جرګه کې دخوست دخلکو منتخب استازي ډاکټرمیربات خان منګل، د کرکټ بورډ استازي اقبال اکبر،د ولایتي شورا ریس امیرالله زړه سوند او د شورا غړو، د بېلابېلو ملکي اوپوځي ادارو مسوولینو،د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او اوسني لوبغاړي نوروز منګل،قومي مشرانو، مدني فعالانو،ورزشکارانو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.
په پیل کې مدني فعال الیاس وحدت د هغو څلورو کسانو په استازیتوب خبرې وکړې چې په یاد لوبغالي یې پانګه اچونه کړي ده.
ده وویل لوبغالی په شپاړس جریبه ځمکه کې جوړ شوی چې نږدې اوه ملیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی او چارې یې په دوو کالونو کې بشپړې شوي دي.
د ولایتي شورا ریس امیرالله زړه سوند او د المپیک امرعزیزملنګ پدې خوښي څرګنده کړه چې په خوست ولایت کې سپورټ ورځ تربلې وده کوي او ځوانان مو د هېوادجوړونې او ملت جوړونې لپاره د سپورټ په ذریعه مبارزه کوي.
دافغانستان د کرکټ بورډ دمرکزي ادارې په استازیتوب اکبراقبال په خوست کې د شخصي لوبغالي جوړول د کرکټ په برخه کې یو بل مهم ګام وباله او ویې ویل پدې سره به د کرکټ په برخه کې شته ستونزې تریوه بریده راکمې او ځوانان به وکولی شي چې پدې لوبغالي کې مهمې سیالۍ ترسره کړي.دده په خبره خوست ولایت د افغانستان په سطحه یوازېنی ولایت دی چې د کال دولس میاشتې یې د موسم په لحاظ د لوبو لپاره مناسبې دي، په همدې اساس کرکټ بورډ تصمیم لري چې په راتلونکي کې زیاتره لوبې په خوست ولایت کې ترسره کړي.
پخواني لوبډلمشر او د کرکټ ملي لوبډلې اوسني لوبغاړي نوروز منګل وویل ملي لوبډلې ته دخوشالۍ ځای دی چې په خوست ولایت کې د یوه لوی نړیوال لوبغالي د جوړېدو ترڅنګ شخصي لوبغالی هم جوړ او د لوبو دترسره کولو لپاره اماده شو.
دده په خبره په نږدې راتلونکي کې به د هېواد د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي خوست ته راځي او پدې لوبغالو کې به د خوست د ورزشکارانو سره یو ځای لوبې کوي.
په ولسي جرګه کې دخوست دخلکو استازي ډاکټرمیربات خان منګل په خپلو خبرو کې دخوست ځوانان وستایل چې په هره برخه کې د پام وړ افتخارات لري، ده ژمنه ورکړه چې د ولسي جرګې د یوه استازي په توګه به د ورزش د پیاوړتیا او پراختیا لپاره پوره هڅې وکړي.
خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي د خپلې وینا پرمهال وویل پدې زیات خوشاله دی چې نن ورځ په خوست کې څلورو ځوانو متشبثینود ځوانانو د خوشالۍ ،فکري رغونې او د سپورټ په ډګر کې د ورزشکارانو د روزنې لپاره په شخصي لګښت لوبغالی جوړ کړی دی.ده پدې هکله د یادو پانګه والو هڅې وستایلې او په نورو شتمنو او ملي سوداګرو یې غږ وکړ چې د سوداګریزو چارو ترڅنګ دې د سپورټ په ډګر کې هم سرمایه ګزاري وکړي.
حبیبي ورزشکاران د سولې سفیران وبلل او ویې ویل دوی په هېواد کې رښتیني ملي یووالی تمثیل کړ، دافغانستان ملي هویت یې ژوندی وساته،د افغانانو درې رنګه ملي بیرغ او ملي سرود یې د نړۍ هرهېواد ته وروپېژند.په همدې اساس یې ورزشکارانو ته ژمنه ورکړه چې ډېرژر به په پنځه ویشت جریبه ځمکه کې د کرکټ نړیوال لوبغالی چې ساختماني چارې یې بشپړېدو ته نږدې شوي دي، ځوانانو ته د لوبو د ترسره کولو لپاره په واک کې ورکړي، ترڅو دهغې څخه په ګټې اخېستنې خپلو ورزشي فعالیتونو ته پراختیا ورکړي.
نوموړي له ورزشکارانو هم غوښتنه وکړه چې د خپلوورزشي فعالیتونو پواسطه د سولې راوستلو،د ثبات د ټينګښت،د نشه یي توکو پرضد مبارزې،د ناوړه دودونو له منځه وړلواو دقومي یووالي د ټينګښت لپاره اغېزمنې هڅې وکړي، ترڅو پدې برخه کې شته ناخوالې پای ته ورسیږي.
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
۱۳۹۴-۵-۱۷ شنبه