خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې په كابل كې د امريكا د سفير پر څرګندونو بحث کړی چې وايي وسله وال طالبان د سولې اراده نه لري او له همدې كبله ده چې د داسې يوې ډلې پر ارادې راتلونكى نه شي تكيه كېداى.
خدمتګار لیکلي چې نوموړي دغه څرګندونې په كابل د افغانستان د ستراتيژيكو مطالعاتو په انسټيټوټ كې د جوړې شوې غونډې پر مهال كړې دي.
د نوموړي په وينا، امريكا له طالبانو سره د افغانستان راتلونكي په اړه خبرې نه كوي، بلكې له وسله والو طالبانو سره د افغانستان د راتلونكي په اړه خبرې كول د افغان حكومت دنده ده او د سولې عالي شورا بايد دغه خبرې پر مخ بوځي: (( له طالبانو سره د افغانستان د راتلونكي په اړه خبرې كول د افغان حكومت د سولې د عالي شورا دنده ده او هغوى بايد دغه كار وكړي.))
ښاغلي كننګهم په خپلو خبرو كې د افغان سولې پرمختګ مبهم بللى او زياته كړې يې ده چې دا بهير ښايي تر يوه مهاله همداسې ګونګ پر مخ لاړ شي:(( د افغانستان د سولې په بهير كې پرمختګ نامعلومه دى او د بې ګټو بهيرونو روان ساتل ګټور نه دي.))
د چارو شنونكي وايي چې د وسله والو طالبانو تر شا د هغوى ملاتړ كوونكي هېوادونه ولاړ دي او تر هغه چې په افغانستان كې د طالبانو د ملاتړ كوونكو هېوادونو ګټې نه وي خوندي شوي، ملاتړ كوونكي هېوادونه به كله هم طالبان سولې ته پرې نږدي.
د سياسي چارو شنونكي جنرال عتيق الله امرخېل له خدمتګار سره خبرو كې وويل چې وسله وال طالبان سوله غواړي، خو د سولې په خبرو كې پېچلتيا د طالبانو ملاتړ كوونكو هېوادونو رامنځته كړې ده: (( هغه هېواد چې طالبانو ته وسلې او روزنه ور كوي، طبعاً په افغانستان كې خپلې ګټې لري او تر هغه يې چې ګټې خوندي شوې نه وي، طالبانو د سولې خبرو ته نه پرېږدي.))
د ښاغلى امرخېل په باور، په افغانستان كې د طالبانو جګړه د پاكستان مستقيمه جګړه ده او پاكستان په افغانستان كې د خپلو ګټو د خوندي كولو لپاره دغه جګړه په لاره اچولې ده: (( كه امريكا وغواړي پر پاكستان فشار واردولاى شي، خو په سيمه كې امريكا هم ځانګړې ګټې لري او د دغو ګټو د تحقق لپاره د پاكستان پر كړنو سترګې پټوي.))
جنرال امرخېل له خدمتګار سره په خبرو كې زياته كړه چې له طالبانو د پاكستان او نورو هېوادونو ملاتړ د دې باعث شوى چې د سولې په لاره كې امريكا او افغان حكومت ته د پرمختګ وړاندوينه ستونزمنه كړي.
په كابل كې د امريكا سفيرښاغلي كننګهم دا هم ويلي چې طالبان هغه ډله ده چې د ژمنتيا څرك يې نه لګېږي او د داسې يوې ډلې پر ارادې پورې د راتلونكو ټاكنو او يا نور بهيرونو تكيه كول ناشوني دي.
كننګهم زياته كړې چې د قطر دفتر يې د دې لپاره طالبانو ته پرانستى و چې ګويا له افغان حكومت به سره د خبرو كوم څرك ترې ولګي، خو هغه ناندرۍ چې د دغه دفتر د پرانستې پر مهال د طالبانو له لوري را پورته شوې، نه يوازې افغانان پرې خوشحاله نه دي، بلكې دغسې يو څه د امريكا غوښتنه هم نه وه.
وسله والو طالبانو د قطر د دفتر د پرانستنې پر مهال له امريكا سره د شويو ژمنو پر خلاف پر دغه دفتر خپل بيرغ وځړاوه او تر څنګ يې د دفتر پر دروازه د اسلامي امارت لوحه هم ولګوله او دا هغه څه و چې افغان حكومت پرې توند اعتراض وكړ او په ټس كې يې ياد دفتر ته د خبرو لپاره خپل استازي ونه لېږل او ترڅنګ يې له امريكا سره پر امنيتي تړون د څلورم پړاو خبرې هم وځنډولې.
په كابل كې د امريكا سفير جيمز كننګهم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو (صفر تګلاره) د دواړو هېوادونو په ګټه نه ده بللې او هیله یې څرګنده کړې چې د امنیتي تړون په لاسليکېدو به په افغانستان کې د یو شمېر امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو لپاره زمینه برابره شي:((امریکا به د امنیتي تړون په رڼا کې له افغان ځواکونو سره خپلې مرستې روانې وساتي، موږ د افغان هوايي ځواك د روزنې او تجهيزولو هڅې پيل كړي او دغه هڅې به دوام ومومي.))
ښاغلي كننګهم پخپلو خبرو كې د افغانستان راتلونكي سياسي لېږد ته هم تم شوى او زياته كړې يې ده چې امريكا به د افغانستان په راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو كې له كوم مشخص نوماند څخه ملاتړ ونه كړي: (( امريكا د افغانستان په راتلونكو ټاكنو كې يوازې په تخنيكي او مالي برخو كې مرستو ته لېواله ده او بايد ټول افغانان په راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو پراخه ونډه واخلي.))
