تاند- یو انتخاري، چې په موټر کې سپور و، نن غرمه د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د لومړۍ پوستې مخته د خلکو د ګڼې ګوڼې په منځ کې ځان والوزاوه چې په نتیجه کې یې ۵ تنه ووژل شول او ۱۶ نور ژوبل شول.
د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي رسنیو ته ویل چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
داسي ښکاري چې د حملې اصلي هدف په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو تېرېدونکی کاروان و. خو کاران ته زیان نه دی اوښتی.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې اکثره مرګ ژوبله عامو افغانانو ته اوښتې خو د هغوی په منځ کې امنیتي ځواکونه هم شامل دي.
په همدې حال کې اجراییه ريیس عبدالله عبدالله نن د کابینې په غونډه کې د کابل پر وروستیو بریدونو د توند عکس العمل د ښکارولو په ترڅ کې وویل چې دا بریدونه د دې لپاره کېږي چې طالبان د خپل مشر د مړینې په خاطر خپل منځي اختلافات ختم کړي او بایللې روحیه بېرته ترلاسه کړي.
ده وویل:«په وروستیو ورځو کې د افغانستان خلک تر ټولو د سختو تروریستي حملو او تر ټولو لویو جنایتونو شاهدان دي. په نتیجه کې یې زموږ خلکو ته د سر ومال سخت تاوانونه واوښتل او د طالبانو په نوم ترهګر او قاتلان د دې لپاره چې خپلې سره پاشل شوې لیکې راټولې کړي او له لاسه ورکړی مورال بېرته ترلاسه کړي فکر کوي چې د خلکو په وژلو او د خلکو په وړاندې په حنایت به خپل یووالی بېرته ټینګ کړای شي.»
دا د تېرې اوونۍ د سې شنبې له ورځې راهیسي په کابل ښار کې څلورمه حمله ده. په دغو بریدونو کې ۵۶ تنه وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي دي.