تاند- د افغانستان اجراییه ريیس عبدالله عبدالله نن د کابینې په غونډه کې د کابل پر وروستیو بریدونو توند عکس العمل ښکاره کړ.

ده وویل دا بریدونه د دې لپاره کېږي چې طالبان د خپل مشر د مړینې په خاطر خپل منځي اختلافات ختم کړي او بایللې روحیه بېرته ترلاسه کړي.

«په وروستیو ورځو کې د افغانستان خلک تر ټولو د سختو تروریستي حملو او تر ټولو لویو جنایتونو شاهدان دي. په نتیجه کې یې زموږ خلکو ته د سر ومال سخت تاوانونه واوښتل او د طالبانو په نوم ترهګر او قاتلان د دې لپاره چې خپلې سره پاشل شوې لیکې راټولې کړي او له لاسه ورکړی مورال بېرته ترلاسه کړي فکر کوي چې د خلکو په وژلو او د خلکو په وړاندې په حنایت به خپل یووالی بېرته ټینګ کړای شي.»

اجراییه ريیس وویل، ټول پوهېږو چې د دغو تروریستی حملو عاملان، طراحان او اجرا کوونکي له افغانستانه دباندې دي.

عبدالله عبدالله زیاته کړه:«د ملي یووالي حکومت په عمل او وینا کې ثابته کړه چې له پاکستان سره د دوستۍ، ښه ګاونډیتوب، یو بل ته د درناوي او د یوبل په چارو کې د نه لاسوهنې پر اساس د اړیکو غوښتونکی دی. موږ ډېر ګامونه واخیستل خو پاکستان له بده مرغه هغسي چې موږ یې هیله لرله همکاري نه ده کړې.»

نن هم په کابل کط یوې چاودنې ۵ تنه ووژل او ۱۶ نور ژوبل کړل.

دا د تېرې اوونۍ د سې شنبې له ورځې راهیسي په کابل ښار کې څلورمه حمله ده. په دغو بریدونو کې ۵۶ تنه وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي دي.

عبدالله عبدالله په پاکستان کې د طالبانو د مشرانو د حضور او په دغه هیواد کې د طالبانو غونډو ته په اشارې وویل، پاکستان څرنګه وايي چې د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دی حال دا دی چې د افغانستان د حملو عاملان د پاکستان په خاوره کې بېغمه غونډې جوړوي او له هماغه ځایه حملې تنظیموي.

ده زیاته کړه، په داسي حال کې چې جنایتکاران په ښکاره د حملو مسوولیت په غاړه اخلي خو د دوی د فعالیت په وړاندې هیڅ ډول نحدودیت نه وضع کېږي.

One thought on “عبدالله عبدالله د تروریستي حملو په خاطر پاکستان ته د انتقاد ګوته ونیوله”
  1. Infact pakistan is currently strong enough and they don’t care Afghanistan and follow their heinous policy.and they will continue to do.Afghanistan must take serious steps towards this and apply pressure by counter attack.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *