تاند- نسبتاً زورورې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶ اعساریه ۴ درجې اټکل شوی، نن /دوشنبه/ د مازدیګر په ۴ بجې او ۳۵ دقیقو افغانستان، پاکستان، هندوستان، ازیکستان او تاجکستان ولړزول.
د دې زلزلئې مرکز د افغانستان د هندوکُش غر ښودل شوی او هندي رسنۍ وايي چې د د کشمیر او ډیلي په شمول یې د دغه هیواد شمالي برخې لړزولي دي.
د پاکستان په اسلام اباد او لاهور ښارونو کې د دې زلزلې ټکانونه اجساس شوي دي.
د پاکستان راډیو وايي چې دې زلزلې د دغه هیواد د مظفراباد، بیشام، سکردو، بټه ګرام، چترال پېښور، مردان، چارسدې، نوښار او ګڼ نور ښارونه او سیمې هم لړزولي دي.
هندي رسنۍ وايي چې د زلزلې د ثقل مرکز په مځکه کې ۲۱۰ کیلومتره ژور و.
ازبکستان هم وايي چې دې زلزلې د دغه هیواد د پلازمېنې تاشکند په شمول ګڼې برخې لړزولې دي.
تراوسه پوري د دې زلزلې په وجه د مرګ ژوبلو او مالي تاوانونو په اړه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.