ابو ولید-

 د امير المؤمنين کلمه يوه داسې اسلامي کلمه ده چې د اسلام په صدر کې خلفاوو راشدينو ته استعمال شوې چې د هغې وروسته خلافت ختم شوى او د اميرالمؤمنين مصداق وجود نه لري.

اميرالمؤمنين هغه چاته ويلى کېږي چې د امت د مسلمانانو متفق مشر وي، شرق، غرب، شمال او جنوب ټول مسلمانان ورته متعهد رعيت او اطاعت يې کوي چې خليفة المسملين هم ورته ويل کېږي او د خپل حکومت لپاره قلمرو او منطقه ولري دارالخلافه يې معلومه او خلک ورته د مشورو او مشکلاتو د حل لپاره هر وخت مراجعه کولى شي او د ولاياتو لپاره يې واليان او فرعي اميران ټاکلي وي.

د موجوده نړۍ په دې شرايطو کې خليفه او اميرالمؤمنين وجود نلري چې د امت مسلمه ټول منصوبين ورته متعهد وي، ځکه اوسنۍ جغرافيا د هېوادونو ترمنځ تقسيم ده، سرحدات تعين دي د يو مسلمان هېواد افراد بل مسلمان هېواد ته بې له ويزې سفر نه شي کولى، حتى قوانين او نظامونه يې فرق لري، دا چې د طالبانو يوه ډله چې خپلمنځي اختلافات يې اوج ته رسيدلى يو بل نه مني يو بل باندې د غدر دوکې او قتل دعوې او حکمونه کوي مسلح افراد يې د اسلام او جهاد په نامه مسلمانان، علماء، عام خلک وژني، په مساجدو کې انفجارونه کوي، اختطاف کوي، د خلکو څخه ناروا مالي غوښتنې لري، څرنګه د اميرالمؤمنين کلمه استعمالوي؟

دا خو لا پريږده چې د امت مسلمه علماء او مسلمانان، د پاکستان طالبان، د داعش ملايان، د القاعده جنګيالى، او د نورو ډلو ټپلو ملګرى او ملايان، د افغانستان د حکومت علماء او مشران دا رقم مخفي نادرکه پټ او متنازع فيه اميران نه پيژني، هيله ده دا مقدسه کلمه د نړۍ د کفارو په وړاندې توهين نه شي چې ګويا د مسلمانانو اميرالمؤمنين به دارنګه متنازع فيه شخصيت وي او د داسې اعمالو خاوند به وي چې بشريت يې له اعمالو نه پناه غواړي. که څوک د چوکۍ او قدرت شوق لري او يا مادي ګټې ترلاسه کول غواړي او يا هم د کوم هېواد څخه مجبوريتونه لري او دهغوى غوښتنو ته تحقق ورکوي د جماعت د امير په توګه (د خپل تنظيم د امير په حيث) دى خپله داعيه وچلوي نه د اميرالمؤمنين په عنوان چې دا ددې مقدسې کلمې توهين دى. او د اسلام د صدر په خلفاوو د بې علمه خلکو باور ته ضرر رسوي او د کفري نړۍ تبر ته لاستى اچوي.

که د دې خبرې خلاف څوک شرعي استدلال لري، لطفاً دى وړاندې کړي چې د امت علماء ورباندې شرعي قضاوت وکړي.

One thought on “د اميرالمؤمنين مقدسې کلمې ته دې سپکاوى نه کېږي”
  1. یاره د ولید پلاره د مور شیدې دی سه، ډېره ښه او مهمه او حساسه مسئله دی مطرح کړه خو دا باید ومنو چه نن سبا زموږ د ددین او دنیا واک د انګریز خبیث په ولکه دی.معاویه په هغه ی دبدبه دا جرئت ونه شوای کولای چه ځان امیرا……. وګڼی خو نن ګورو چه په بی بی سی کی جوړ شوی خره ملایان ځان اامیر المؤ….. بولی. د..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *