ډاکټر ثواب الدین مخکښ

ډیر ځله داسې کیږي هغه معلومات چې دافغانستان دکورني اوبهرني امنیت له پلوه باید ښکاره اوپه ډاګه نه شي ترهرې څلورلارې اوهر پیتاوي ورسیږي  لامل یې دسرټمبه اوځینو مزدورو وکیلانو اوچارواکیو فشارونه وي  له همدې امله مو وغوښتل د هغه لیک جزییات چې ولسمشر اشرف غني پاکستاني لورې ته لیږلي اودوه اونۍ وخت یې ورکړی و څو د دغه لیک د نتایجو په هکله ورته مالومات ورکړي له تاسو سره شریک اوپرې بحث وکړو.

هغه لیک چې ولسمشر غني پاکستان ته سپارلی و له پاکستاني خواڅخه په کې لاندې غوښتنې شوې وې :

۱-  په پاکستان کې دطالبانو دپناه ځایونو په له منځه وړلو کې رښتیني اوکلک ګامونه پورته کول .

۲- په پاکستان کې دافغان طالبانو مشران په کورونو کې نظر بندساتل یا ددوی په خپلو کورونو کې بندیانول

۳- دافغاني اوپاکستاني طالبانو دبندیانو تبادله

۴- دټولو هغو  افغاني طالبانو څخه چې په پاکستاني روغتونو کې یې درملنه کیږي پلټنې کول اوبیا نیول

۵-  په پاکستان کې په ټولو هغو وسایلو چې بمونه اونور چاودیدونکي توکې ترې جوړیږي کلک کنټرول اوڅارنه

۶-  دډیورنډکرښې په دواړو غاړو کې دپاکستاني اوافغاني طالبانو پرضد عا جل اوفوري عملیاتو سره موافقه، ترڅو پاکستاني اوافغا ني طالبان ترفشار لاندې راوستل شي .

لیکنه په دې اوږدوو چې ایا پاکستان غواړي اویا کولی شي داکارونه ترسره کړي اوکه نه ؟

ولسمشر کرزي ټولې نړۍ ته داتفهیم کړه چې دتروریزم اوطالبانو ځالې په افغانستان کې نشته پاکستان ، امریکا، ناټو اوټوله نړۍ په دې پوهیږي چې دطالبانو واړه اوستر مرکزونه ، دتمویل،تجهیز اوتربیې ټولې ځالې اوپناه ځایونه په پاکستان کې دي . په تیرو دیارلسو کلونو کې افغانستان په ډول ډول له پاکستان څخه وغوښتل ترڅو دغه پناه ځایونه له مینځه یوسي مګر پاکستان داکارونه کړ. له همدې امله دولسمشر غني په لیک کې په ښکاره الفاظو اوصراحتا ویل شوي چې پاکستان باید په رښتینې توګه ،عملا اوله زړه څخه ددغو پناه ځایو نو په له مینځه وړلو لاس پورې کړي ا واقدام وکړي. داکوړه خټک په حقاینه مدرسه کې دمولانا سمیع الحق په مشرۍ دطالبانو دډلو ټپلو راوغونډولو او تریو چترلاندې راوستلو کوښښونو خو بیخي داجوته کړه چې طالبان اومشران یې ټول په پاکستان کې دي . مګر پاکستان داکار نه کوي چې دغه پناه ځایونه له مینځه یوسي ځکه خو دطالبانو نظامي شورا داسې خبرو ته چې پایله یې تل پاتې سوله وي غاړه نه ږدي .

 دپاکستان حکومت دولسمشر غني دلیک دویم شرط هم بابیزه بللی اوتردې دمه یې په دې هکله کوم ګام نه دی پورته کړی دپاکستان څارګرې ادارې ته دهرطالب مشر اوسرګروپ کور اوداوسیدو ځای بیل بیل معلوم دی اوشپه ورځ یې تر څار لاندې ساتي مګر دهغوی په فعالیتونو هیڅ ډول محدودیت نشته البته هغه فعالیتونه چې دافغانستان دوراني اوتباهي سبب کیږي . ترواسه دوی یو طالب مشر اوسرګروپ هم دافغانستان په غوښتنه نه نظربند اونه هم بندې کړ.

دولسمشر غني دلیک ددریم شرط په هکله که څه هم پاکستان سر ښورولی مګر داسې نه بریښي چې پاکستان دې ددې شرط عملې کیدو ته هم زړه ښه کړي ځکه چې په هغه پیمانه افغاني طالبان چې دپاکستان په بندیخانو کې دي یا ددوی ترنظر لاندې په ښکاره کار کوي دهغو پاکستاني طالبانو په پرتله چې له افغان دولت سره به وي ډیر زیات دي . نو له دې امله دوی نه غواړي چې داسې معامله وکړي چې مقابل کې لږ پاکستاني طالبان ترلاسه اوډیر افغاني طالبان له لاسه ورکړي .

دولسمشر غني دلیک څلورم شرط هم دپاکستان لخوا نه دی عملي شوی ټولې نړۍ ته جوته ده چې اوس هم افغاني طالبان په پاکستاني روغتونونو کې تردرملنې لاندې نیول کیږی اوبیرته افغانستان ته دترهګرۍ لپاره رالیږل کیږي .همداراز دولسمشر غني دلیک پنځم شرط هم دپاکستان لخوانه دی عملي شوی. تاسو شاهدان یاست چې دافغانستان دملي امنیت اداره هره ورځ داسې موټر اولارۍ نسیي چې منفجره اوتخریبونکي مواد پکې له پاکستان څخه رالیږدول کیږي .

دولسمشر غني دلیک شپږ م شرط هم ناشونی بریښي ځکه چې لمړی خو دافغان طالبانو مرکزونه دپاکستان په مجللو ښارونو اولیرې پرتو سیمو کې دي چیرته چې طالبانو ته ټول سهولتونه شته اومهیا دي نه دډیورنډ کرښې په دواړو خواوو کې  اوله بله پلوه ددغسې فوري اوعاجلو عملیاتو لپاره ددو هیوادونو دڅارګرو ادارو ترمنځ داستخباراتی معلوماتو شریکول اړین وي مګر هغه تفاهم لیک چې دافغانستان دملي امنیت اودپاکستان دڅارګرې ادارې ( ای اس ای ) ترمنځ لاسلیک کیدلو ونه شو اوله کلکو مخالفتونو سره مخ شولو. دافغانستان دملي امنیت ادارې اودپاکستان دڅارګرې ادارې ( ای اس ای ) ترمنځ دعدم اعتما د اوناباوري فضا داجوتوي چې دولسمشر غني دلیک شپږم شرط هم پاکستان نه عملي کوي .

دطالبانو سره دسولې دخبرو دویم پړاو کې باید دطالبانو اوافغان دولت ترمنځ ډز بندیز یا اوربند اعلان شوی وای . دهغه فشار له امله چې ډیرو هیوادونو په ځانګړي ډول چین په پاکستان راوړی و پاکستان پوه شو چې نور باید طالبان دمذاکرې اوسولې میز ته حاضر کړي هغه مذاکرات چې په چین کې دطالبانو اوافغان دولت ترمنځ ترسره شول چین په پاکستان شرط ایښی و چې طالب مرکچیان به دای اس ای له ځریو اواجنټانو پرته چین ته سفر کوي اودای اس ای کارکوونکي به ورسره مل نه وي ترڅو په خبرو کې پوره ازادي اوواک ولر ي . پاکستان پوه شو چې اوس دسولې دویم پړاو ترسره کیږي اوډزبندیز یا اوربند اعلانیږي له همدې امله یې دملاعمر ، حقاني مړینه اعلان کړه اوای اس ای ته ژمن اویو اختلافي مشر اختر محمد منصور یې راوړاندې کړ په طالبانو کې دغه پراکسیو ن او درزونو داخبره لا پسې جوته کړه چې دسولې دویم پړاو ناشونی دی . اوس به افغان دولت له کومې ډلې سره دډز بندیز یا اوربند هوکړې ته ورسیږي .  دغه کار به پاکستان ته پوره وخت په لاس ورکړي اوافغان دولت به په دې وغولوي چې دطالبانو اختلافات ورکوي اوڅو ډلې ټپلې یې سره یو کوي اوبیا به یې تریوچتر لاندې دخبرو میز ته کښيوي  . پاکستان اوس هم له موږ سره لوبه کوي .

اصلې خبره داده چې پاکستان باید دغه دوه مخی سیاست نور پریږدي .پاکستان باید ډیر څه وکړي اوپه عملي توګه دافغانستان دسولې باره کې لاس په کار شي . په دغه برخه کې دپاکستان ناکامي به پاکستان له خپله لاسه له ماتې سره مخامخ کړي اوددواړو هیوادو داوږدمهاله اړیکو لپاره به یونه جبرانیدونکي ضایعه وي اوکیدای شي چې دتل لپاره دافغانستان اوپاکستان دوه اړخیزه اواوږدمهالو ستراتیژیکو اړیکو ور دتل لپاره بندکړې .

دغه لیک دجون میاشتې په شروع کې پاکستان ته ورکړل شو اودوه اونۍ وخت ورکړ شو مګر داخبره اوس هم پټه ده چې ایا پاکستان نه غواړي چې دغه کارونه چې ترې غوښتنه شوې ترسره کړي؟ اوکه په ټولو طالبانو لاس بری نه دی ترڅو ددغو کارونو کولو ته یې چمتو کړي . ولسمشر غني په دې لیک کې دیته هم اشاره کړې که چیرته پاکستان په دغه چاره کې ناکامیږي نو زه به جنګي ولسمشر اوسم یعني داسې یو ولسمشر به واوسم چې جنګي ماموریت به په غاړه ولرم ددغې جملې په مفهوم پاکستاني ستراتيژستان اوپالیسي جوړونکي ښه پوهیږي .

دوستانو که پاکستان دغو ټکیو ته مثبت ځواب ونه وایي اوپه عمل کې ونه ښایی چې دوی دولسمشر لیک ته ژمن پاتي کیږي ولسمشر غني داسې فرصتونه په لاس کې لري چې پاکستان به په خپل حالت وژړوي .

One thought on “پاکستان ته د ولسمشر غني لیک/ ډاکتر ثواب الدین مخکښ”
  1. خو دا ګز او دا میدان
    پاکستان د ولسمشر د غوښتنو ځواب په ټولنیز وژنی او قتل عام باندی درکړ. په رڼا ورځ کی جنازی درته پورته کړی. د ملی ناورین او ویری حالت یی درباندی وتپه ! نو ته او ستا مغز متفکر مشر څه ځواب ورته لري ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟/ای ظالمانو. د سیاسي جهالت او د غفلت خوب کی بیده یاست . ولس مو په سرو وینو لمبولی دی او تاسی ناست ننداره یی کوئ . هی هی ستاسی په ناپوهۍ…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *