تاند- راپورونه وايي چې یوه افغان پولیس په هلمند کې خپل ۶ ملګري وژلي او په خپله تښتېدلی دی.
د هلمند یوه چارواکي نن /دوشنبه/ وویل، یوه پولیس تېره شپه لشکرګاه ته نژدې په ناقلو کلي کې پر خپلو ملګرو پولیسو ډزې وکړې او ۶ تنه یې ووژل.
ویل شوي چې قاتل له پېښې وروسته طالبانو ته پناه وړې ده.
تراوسه پوري څرګنده نه ده چې دغه پولیس په څه انګېزه خپل ملګري پولیس وژلي دي.
د هلمند ولایتي چارواکو د دې پېښې په اړه رسماً څه نه دي ویلي خو یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، له ځینو رسنیو سره په خبرو کې پېښه تایید کړې ده.
د طالبانو یوه ویندوی قاري یوسف احمدي ادعا کړې چې قاتل پولیس له دوی سره تار درولود.
احمدي وايي چې دغه پولیس له ځان سره د نورو پولیسو وسلې او مهمات هم وروړي دي.
د هلمند په ګرشک کې پوليسو ځان وژونکی نيولی
د هلمند امنيه قومندانۍ د رسنيز دفتر مسؤل شاه محمود اشنا وايي، نن غرمه شاوخوا يوه بجه يو ځان وژونکی بريدګر چې غوښتل یې د ګرشک ولسوالۍ ودانۍ ته ننوځي، د پوليسو له خوا ونيول شو.
په هلمند کې د تاند همکار نورالحق عادل د هلمند د رسنیز دفتر د مسوول ښاغلي اشنا په قول وايي چې د انتحاري د نیول کېدو په مهال په ولسوالۍ کې د ولسوال په ګډون د ولسي جرګې د استازي معلم ميرولي او ځينو نورو چارواکو ترمنځ غونډه روانه وه.
ويل کيږي د بريدګر موخه په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی معلم ميرولي و.
د امنيه قومندانۍ د رسنيز دفتر مسؤل وايي، بريدګر په خپلو بوټونو کې چاوديدونکي توکي ځای پر ځای کړي چې، خپل بوټونه کښلي و، چې وروسته يې چاودنه ورکړې.
نوموړی وايي، دغه چاودنه کې هيچا ته زيان نه دی اوښتی.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د پوليسو لخوا د نيول شوي ځان وژونکي په اړه څه نه دي ويلي.