ښېګڼې ټولنې، افغان ملي غورځنګ، احمد غیرت خصوصي ښوونځي او ګڼ شمېر نورو مدني بنسټونو د ښار پاکونې اشر وکړ.
یادو بنسټونو د ښارپاکونې د ملي کمپاین په لړۍ کې نن د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند د خوشال مېنې په سیمه کې دغه اشر وکړ. له ملي اشر وړاندې د پنځمې ناحیې د ښاروالۍ مشر د لنډو خبرو په ترڅ کې د یادو بنسټونو له ورته ګامونو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ، څو چې هر څوک ښار خپل کور ونه بولي او د خپل چاپېریال ساتنه په خپله خلک ونه کړي، د پاک ښار درلودل ناشوني دي.
بل پلو د ښېګڼې ټولنې، احمدغیرت خصوصي ښوونځي او غیرت تعلیمي مرکز د بنسټونو لوی مشر ډاکټر محمد قاسم غیرت د پاکوالي او نظافت په ارزښت رڼا واچوله، زیاته یې کړه چې په پلازمېنه کابل کې هر کال ډېری هېوادوال د ککړې هوا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي، نو د ښار پاکوالی یوه حیاتي او اړینه موضوع ده. ده همدارنګه په ټولو ښاریانو غږ وکړ چې ناکاره او اضافي مواد په خپلو ځانګړو ځایونو کې واچوي او همدارنګه خپل چاپېریال په خپله پاک وساتي.
د پورته بنسټونو غړو او د احمد غیرت خصوصي ښوونځي ځینو زده کوونکو چې په دغه کمپاین کې برخه اخیستې وه؛ د سړکونو د پاکوالي ترڅنګ یې د (نظافت د لوړ کلتور نښه ده او د پاکوالي کلتور خپله وپالئ او نورو ته یې ورزده کړئ) د شعار په ورکولو سره له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوله چې خپل ښار په خپله پاک وساتئ.
د یادونې ده چې د ښار پاکونې دغه کمپاین به د یادو بنسټونو له لارې د پلازمېنې ترڅنګ ولایتونو ته هم وغزول شي.