انور وفا سمندر

اتم ګام

«عشق د خدای په نامه لیدل دي، اورېدل دي، فکرکول، کارکول او اوسېدل.»

جنت دننه دی

هو! زړه خوب ویني، چې خدای دی هېر کړی!

خو هغه خدای دی؛ نه خوب لري، نه خوراک، نه په عسکرۍ ځي او نه د چین او هند او کراچۍ په مزدورۍ!

ځکه چې «خدای شته» تر دې زیات تعریف او پېژندنه نلري.

زه که «ځان» راویښ شم، بیا پرته له خدایه راته هېڅ نشته.

بیا پرته له یوې عاشقانه دنیا بل هېڅ نه وينم.

بیا د هر ماشوم په سترګو کې د هغه د زړه جوهر وینم.

بیا د هرې چوغکې په چیو چیو کې د هغه سپینه کلمه مومم.

بیا د سین له هرې نغمې څخه د هغه بې حروفه سندره څښم.

بیا شیطان زما هېرېږي. بیا شیطاني فکرونه او باورونه، کارونه او عادتونه ټول د عشق په تالندو او باران کې وینځل کېږي.

بیا هره خوا، هر شی او هر څوک په هغه ډکېږي. او هغه خو شته!(لږ به ساه واخلم)

زه کله کله داسې ژوندی حالت مومم.

خو ذهن چې متوجه شي، بیا ما ژر ورځنیو لوبو، دوامداره سیالیو، عادت ګرځېدلو مسابقو -د قدرت او شهرت مسابقو- ته را کشوي.

خو دلته د تبتي راهب پر دې وینا زړه کې ویده ګوربت راویښوم: «ته یو لټونکی یې، خو تر تا دمخه هم ډېر نور وو او له تا وروسته به هم ډېر نور وي او اوس هم ستا په څنګ کې نور مېلیونونه لټونکي شته. ځواب: خدای شته- او خدای ستا دننه پټ، هماغسې چې عیسی په هغه ورځ د غره د پاسه ووېل: د جنت ټاټوبی ستا دننه دی.»

پوښتنې د حقیقت دروازې

د ننګ ځای دی، که ځان دغه ډبل جسم وګڼم. دغه جسم د زمان او مکان له فکتور سره یوه همغږي ده. دا د اروا خاورین کور او معبد دی. ځکه نو شپه ورځ دې پوښتنې ته لاځوابه یم:

زه څه شی او څوک یم؟

تر دې زماني- مادي ژونده دمخه چېرې وم؟

او ژوند له دومره تجربو سره د څه لپاره دی؟

وایئ به چې دومره پوښتنې د څه لپاره؟

وایم پوښتنې د حقیقت دروازې دي.

راځئ دې پوښتنو سره دمه شو؛ ګوندې حقیقت را په کې پړک ووهي.

حقیقت خپل او شخصي دی.

هر وګړی د حقیقت کپسول او سپوږمکۍ دی.

حقیقت له خپل لومړني او حاضر وضعیت سره په فرد کې را ظاهر شوی.

حقیقت یو او واحد دی. پرته له دې بیا له حقیقت څخه د المپ د خدایانو جګړه جوړېږي.

نو راځئ په پوښتنو سره به د حقیقت مخې ته، د ذهن ولاړه ډبله دروازه لړزو،

 له لخکه یې راباسو او د حقیقت سپین جهان ته به ننوزو.

عجبیه لیونۍ پوښتنه ده: زه جسم یم، حواس یم، ذهن یا روان یم؟ او که د هغه «خپل» یم؟

ځواب موندل یوه لاره لري: عشق کول!

نو عشق یې لا څه شی دی؟

عشق د خدای په نامه د هرڅه کول دي. هرڅه کېدل دي،

او تر هغې ورک کېدل دي، چې پرته له هغه هېڅ شی پاتې نشي.

همدا د ځان «لیدل، پوهېدل او اوسېدل» دي.

دمه به واخلو؛ اخر داسې پوښتنې هم د سړي نو را باسي!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *