تاند- ایران او هند به د روانې اوونۍ په پای کې یو وار بیا د افغانستان پر سر د نوي یمې لسیزې په شان ايتلاف جوړ کړي.

د هند د کلکتې چاپ ټیلي ګراف ورځپاڼې د دوشنبې /اګست۱۰/ په ګټه کې لیکلي چې د ایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف ډیلي ته سفر کوي څو له هندي چارواکو سره د نړیوالو او سیمه ییزو مسلو په باب خبرې وکړي.

د ورځپاڼې د راپور پر اساس دواړه خواوې به په خپلو خبرو کې له ډېرو کلونو غفلت وروسته د نوي یمې لسیزې اتحاد، احیا کړي.

په نوي یمه لسیزه کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په مهال هند او ایران د طالبانو د رژیم پر خلاف د وسلو او پیسو په وسیله د شمال ټلوالې ملاتړ کاوه.

له کله چې په هند کې نریندرا مودي واک ته رسېدلی د ظریف په شان د ایران کوم جګپوړی چارواکی هند ته نه و تللی.

د ښاغلي ظریف درې ورځنی سفر د اګست په څوارلسمه /جمعه/ پیلېږي. دی به له هندي چارواکو سره پر دوو مهمو سیمه ییزو مسلو خبرې وکړي چې یوه یې د اسلامي دولت یا داعش ګواښ دی او بله په افغانستان کې د طالبانو بدلېدونکی وضعیت دی چې د هند او ایران یووالي او همږغۍ ته اړتیا لري.

ایران او هند په دې اندېښمن دي چې که طالبان د پاکستان په منځګړتوب د افغانستان له حکومت سره د سولې په خبرو کې موافقې ته ورسېدل، په افغانستان کې به د پاکستان نفوذ زیات شي او له کبله به یې د هند او ایران ګټې له خطر سره مخامخ شي.

3 thoughts on “ایران او هند یو وار بیا د افغانستان پر سر د ۹۰ یمې لسیزې ايتلاف جوړوي”
  1. که ددی اتلاف اړیکی دافغانستان سره ښه وی نودافغانستا ن د تجارت دپاره به ډیر په ګټه وی او اوس په سیاسی لحاظ هم دافغانستان دپاره یی ضر ر نه لیدل کیږی .

  2. که غواړی په زړه پورې کتابونه تر لاسه کړﺉ ، له علمي کتاب پلورنځي سره په اړیکه کې شﺉ— 0772288190

  3. Strange logic of neighbouring countries they are using Afghanistan like chess every one are searching their interest at any cost.even the cost of blood of afghans.For God sake please stop your selfish interference in Afghanistan.I also request the proxies prawns of thses countries like northern alliance to stop your slavery attitude .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *