د مورنۍ ژبې ساتل په هر قوم او هر ملت لازم او واجب دي ترڅو د مورنۍ ژبې د له منځه تللو څخه مخنیوی وشي ځکه مورنۍ ژبه هغه وسیله ده چې په واسطه یې مونږ خپل کلتور ساتلې شوو. مورنۍ ژبه ده چې کلتور له یو نسل څخه بل نسل ته انتقالوي او د کلتورونو د له منځه تللو څخه مخنیوی کوي. همدارنګه مورنۍ ژبه د انسان د طبیعي حقوقو جز یعنی د هویت یوه برخه ده چې هیڅ انسان هم له دغه حق څخه نشې محرومیدلې ولی بدبختانه په دې وروستیو کې په هیواد کې څه متعصب اشخاص، ډلې او لوري په دې هڅه کې دي چې د هیواد اکثریت قوم (پښتون) په شعورې او مسلسلو شوموهڅو سره له دې حق څخه وګرځوي ولې مخکې له دي چې په دې بحث وکړم چې څنګه دا هڅې جریان لري؟ پورته سوالونه ځوابوم ترڅو د مورنۍ ژبې له اهمیت، او د مورنۍ ژبې څخه د محرومو انسانانو له ډول څخه څه معلومات ترلاسه کړو .
مورنۍ ژبه څه ده ؟
که چيرې مورنۍ ژبه په اجمالي او سطحي ډول تعریف کړو نو وایو:مورنۍ ژبه له هغې ژبې څخه عبارت ده چې یو انسان یې له پلار او مور زده کوي ترڅو له خپل شاه او خوا سره په هغې خبرې وکړي او خپلې غوښتنې پرې بیان کړي .ځینې کسان مورنۍ ژبه په دې ډول تعریفوي چې :مورنې ژبه هغه ژبه ده دکومې پواسطه چې د انسان مور خبرې کوي ولې. دغه تعریف کاملآ غلط دي ځکه د( مورنۍ ژبې ) اصطلاح په حقیقت د (مور) له کلمې را اخیستل شوي چې اصل معنی یې د انسان دزیږیدو ځای یا هیواد دې .یعنې هیڅکله په دې معنی نده چې دچا مور دې په کومه ژبه خبرې وکړي هغه دی دهغه مورنۍ ژبه واوسي ځکه ښځې وروسته له واده کولو د میړه کور ته ځي هلته دې امکان ولري چې میړه یې ددې په ژبه خبرې ونه کړي نو اولادونه یې د هغه ځای په محلي(یعنی د پلار) په ژبه ګړیږي.چې همدغه یې مورنې ژبه ګڼل کیږي.
د مورنۍ ژبې اهمیت څه ده ؟ لکه څنګه چې مو مخکې وویل مورنۍ ژبه دملي هویت برخه او په واسطه یې کلتور له یو نسل څخه بل نسل ته انتقالیږې ولې تازه څیړنو ښودلې ده چې په مورنۍ ژبه خبرې کول د کورنۍ د اعضاوو ترمنځ د صمیمیت باعث ګرځي هغه پلاران چې بچیان یې په مورنۍ ژبه روانې خبري نشي کولې او یا هغه والدین چې بچیان یې له مورنۍ ژبې فاصله پیدا کوي په دې نه توانیږي چې خپل عقاید، ارزښتونه ، عنعنات،دکارډول ، اخلاق، اداب او نور خپلو بچیانو ته انتقال کړي همیشه له دغې ناحیې رنج وړي او ددې باعث ګرځې چې دکورنی د غړو (پلار او بچیانو) ترمنځ فاصله پیدا او صمیمیت له منځه لاړشي . همدارنګه څرګنده ده چې: هغه تحقیق چې د ابتکار باعث ګرځې یوازې په مورنۍ ژبه ممکن دي یعنی مورنې ژبه ده چې د ملتونو د ابتکار باعث ګرځي. په همدې ډول هغه هیوادونه چې وګړو ته په خپله مورنۍ ژبه دزده کړو زمینه برابروي په هغو کې د تبعیض سطحه ښکته راځي. له مورنۍ ژبې محروم انسان څه ډول انسان ده ؟ یو عالم په دې اړه وایې :زما جهان لیدنه له مورنۍ ژبې ده کله چې جهان لیدنه له مورنۍ ژبې څخه وی او څوک له دې څخه محروم شي نو په واقیعت کې هغه لید ورڅخه اخیستل کیږي دکوم په واسطه چې هغه جهان ویني یعنې هغه دیو ړانده په شان وي چې په دې نه توانیږي چې یوڅه له بل څخه تفکیک کړې یعنې دغه کس دیوسرګردانه شخص په ډول په نړۍ کې اوسیږي. ستاسې سر ددې لپاره په پورته تشریحاتو په درد شوو چې زمونږ مورنۍ ژبه (پښتو) چې په افغانستان کې دیو لوی اکثریت ژبه ده په تیرو دیارلسو کلونو کې یې په سیستماتیک او شعوری ډول سره د اقلیت کولو او له منځه وړلو هڅه شوې او لاهم روانه ده که چيرې پښتانه مشران ورته توجه ونکړې نو دغه ژبه به په تعلیمي او دفتري برخه کې ډير حقوق له لاسه ورکړي له تيرو درې کلونو د بريښنايي تذکرو په اداره کې کار کوم په دغه دوره کې مې له مختلفو ساحو څخه د هیواد د وګړو معلومات د دوه ډوله فورمونو پواسطه راټول کړي چې یو له دغه دوه فورمونو څخه انفرادی فورم دی چې د یوشخص معلومات پکې د کاغذي تذکری له مخې لیکل کیږي په دې فورم کې یوه خانه د مورنۍ ژبې ده چې له وګړی پوښتنه کوي مورنۍ ژبه دې څه ده ؟ د زیاتره هغه پښتنو وګړوپه کاغذي تذکرو کې چې د کابل د ثبت احوال نفوس له مرکزي اداریې څخه یې ترلاسه کړي د مورنۍ ژبې په خانه کې ورته (دري) لیکل شوي دوی هم له دې ویرې چې سبا کوم جنجال ورته پيښ نشي او سرګردانه نشي کټ مټ هغه څه انفرادي فورم ته را انتقالوي چې په کاغذي تذکره کې درج شوی وي نن هم له یوه کس سره تر ډير بحث وروسته نتیجې ته ونه رسیدم راته یې وویل هغه څه چې لیکل شوي دي انتقال کړم ورسره مې ښه کړه ولې دا راته یوه شعوري، سیستماتیکه او پلان شوي هڅه ښکاره شوه ځکه چې د یو تاجک ورور په تذکره کې به ونه ګورې چې دی تاجک وي او مورنۍ ژبه یې (پښتو) ولې اکثریت پښتنو ته چې قوم یې پښتون دې مورنۍ ژبه (دري) لیکل شوي که چيرې یې د مامور قلمي اشتباه وګڼو نو شاید تعداد یې محدود وای ولې له دې ستونزې سره په لویه کچه مخ شوي یم او بل دا چې څنګه یوازی قلمې اشتباه ترې د پښتانه په تذکره کې کیږی؟
ایا دا په لوی لاس د یو وګړي محرومول له مورنۍ ژبي ندي؟ ایا مورنۍ ژبه د هغه وګړې د ملي هویت برخه نده او دا دملې هویت د محوه کولو هڅه نده؟ په همدې ډول زیاتې برخې شته چې ورته پام پکار دې لکه په ښوونځیواو پوهنتونونو کې په مورنۍ ژبه تدریس چې بدبختانه په تیر کې ورته لازمه توجه نده شوې چې له همدې امله زمونږ لوستې ځوانان او پيغلې ددې توان نه لري چې په خپله مورنې ژبه لیکل او لوستل وکولې شي کله چې دوي دفترونو ته ځې هلته نو بیا په ځای ددې چې یو مکتوب او عریضه په پښتو ولیکي په (دري) ژبه لیک کوي که ورته وویل شي چې پښتو لیکنه وکړه نو ترې عاجزیږي که مونږ د دې حقوقو غوښتنه ونه کړو اود هغه خلکو چې دغه کار په شعوري ډول ترسره کوي مخه ونه نیسو نو د هیواد راتلونکې نسلونه به دخپل ملې هویت یو ارزښتمنه برخه له لاسه ورکړي . لکه څنګه چې په بریښنایې تذکرو کې د ملت (افغان ) کلمه زمونږ د ملې هویت برخه ده او ذکرکول یې اړین دې په همدې ډول باید هرچاته خپله مورنۍ ژبه په درست ډول درج شي ځکه ملې هویت د څو مختلفو وجوهاتو څځه برخمن دی چې عبارت دې له ملت، ژبه ، دین ، دپیدا کیدو ځای او ځمکه ،تاریخ ، ایډیالوژی عنعنات، ارزښتونه او داسې نور….. مسؤل چارواکې باید دغې برخې ته ډيره توجه وکړي ځکه د الکترونیکې تذکرو دادارې موخه د کاغذي تذکرو اړول په الکترونیکې تذکرو دي یعنی په فورمونو کې باید د کاغذي تذکرو له مخې معلومات درج شي. او همدارنګه باید د نفوسو د احوالو د ثبت له ادارې څخه په دې اړه پوښتنه وشي چې ولې ځینې مدیران او مامورین دغه شومه هڅه کوي . د توجه په هیله
ستاسو لیکنه او نظریات کاملا پرځای دی. د کومی اداری چی اساس کوږ کيښودل شی ترآسمانه پوری به یی تعمیر کوږ وی. مونږ به سبا بیا مجبوره یو چی دا تعمیر له سره ونړوو او بیا بل تعمیر پری جوړ کړو.
د یوې ژبی رسمیت اوتعمیم ورکولو لپاره تر ټولو دمخه لازمه ده چی مور او پلار خپل ماشوم ته خپله اصلی ژبه ورزده کړی.
ورپسی په همدی ژبه ښوونځی او پوهنتونونه جوړ او هغوی ته درس ورکړل شی. نو که یو څوک په ښوونځی کی په پښتو ژبه زده کړه وکړی او پوهنتون په دری ژبه ووایی ، هغه مجبور دی چی یوکال وخت د دری ژبی په زده کړی تیر کړی او کله چی له پوهنتون نه فارغ شو نو بیا به ټول دفتری کارونه چی خدای بخښلو قزلباشانو یی تهداب ایښودلی دی په دری ژبه اجرا کوی.
د نړۍ په نورو هیوادونو کی هم دوه او دری ژبی رسمیت لری لکه سویس ، بلجیم ، هند او نورو کی . کیدای شی د هغوی له تجربو یی زده کړو چی دوی دا خپل مشکل څه ډول حل کړی دی. هلته د هیواد هر رسمی مامور مکلف دی چی د هیواد په رسمی ژبو لیکنه او خبری وکړی شی .
کارند صیب تاسې ته لا بریا او برکت غواړم
تاسې هغه څه ته اشاره کړي چې حکومت ته مو خپله دنده ورښودلې ده، د پام وړ ټکې د هویت او ژبې ده له منځه وړلو خطر موجود دی، حلقات شته چې دنده یې اخیستې تر څو د تعصب په بڼه نه بلکې د اولیت په بڼه یوه ژبه شاته بله مخې ته او یوه ژبه اصل او بله فرع وبولي ، په هرحال دلته اړینه ده چې ووایم یو افغان با احساسه لیکوال په ټولنه کې ګرزي او ناخوالو ته یې پام شي په وړاندې له ذیصلاح مرجع نه هم پام او هم اقدام او عمل غواړي ، زما په اند خپله دنده یې ترسره کړي نومړي هغه څه چې یې په وس و وکړل او هغه څه چې یې باید وشي مسؤولینو ته پاتې دي.
سلامونه تاندوالو او په ځانګړې توګه ولیخان کارند صاب ته!
زما په نظر دا د ښاغلي کرزي، او سهامي شرکت ټلوالو بد میراث ،ډاکټر غني صاحب ته پاتېدی. دوی که څه هم د افغانستان د تر ټولو ډیر او تر ټولو زیات شهید ورکوونکي ملیت یا قوم (پښتون) نمایندهګي یا استازولي کوله او کوي يي مګر، د پښتنو د دشمنانو او ستراتژیکو بد خواهانو ژرندو ته يې اوبه ډیرې پرېښودې او هیڅ په هیڅ سترګې ورته مړې نیولې وي او خولې د هغوی په زبانو کژې وژې کوي!!. پښتنو هیڅ وخت د هیواد نورو وروڼو قومونو ژبو سره تعصب ندی کړی او د مرحوم ظاهر شاه وخت کې دا مسایل دومره حاد او جدي نه ول؛ خو له ۱۳۷۱ل.ه. نه راوروسته د هیواد د جاسوسو دښمنانو کړیو له خوا ورته لمن وهل شوې او لا وهل کیژي.
په کار داده چې کمپیوتري تذکرې باطلې اعلان شي او که څوک ځان ته افغان وایی تر څو چې د افغان کلمه پکې نه وي لیکل شوي او تر څو ټول افغانستان کې سرتاسري سمه احصایییه نه وی اخیستل شوي او نا آرامه منطقې آرامه شوي نه وي، له اخستلو ېې ډډه وکړي ، هم هاغه پخوانۍ د داود خان د وخت اودنجیب صحیح دي!. هغه ايجړاګان چې پشتو مکتوب نه لیکلی نه لوستلی او نه قبلولی شي، ولس باید د هغوی مغرضانه پریکړې په هیڅ صورت وءنء مني!!.
دا په اثبات رسیدلې چې هغه څهء یو ماشوم یا غټ په مورنۍ ژبه زده کولای او فکر کولای شي په نورو بیګانه ژبو ېې نه سي کولای. خپله ژبه هیرول بیکمالي ده پردۍ ژبې زده کول که دی کمال!