تاند- فېسبوک، ټویټر او ګوګل ټولنیزې رسنۍ خپلې پاڼې د ماشومانو د جنسي ربړ له عکسونو او ویدیوګانو پاکوي.
د بریتانیا د انډیپینډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې دا درې ټولنیزې رسنۍ غواړي چې له ماشومانو څخه د سو استفادې ټول تصویرونه لري کړي.
د آی ایم ایف یا د انټرنیټ څارونکی بنسټ د ماشومانو پر خلاف د جنسي سو استفادې د مخنیوي په لومړني اقدام کې ګوګل، فیسبوک اوټویټر ته د هغو عکسونو لیست ورکوي چې په هغو کې له ماشومانو څخه جنسي استفاده شوې وي.
دا بنسټ درې واړو ټولنیزو رسنیو ته کودونه ورکوي چې له مخې یې د هر هغه عکس او ویدیو د خپرېدو مخه نیول کېږي چې د ماشومانو جنسي ربړ ښيي.