وروسته له هغې چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د سياستونو په باب پرون توندې څرګندونې وکړې، د پاکستان چارواکي وايي ټروريزم د دواړو هېوادونو ګډ دښمن دى.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند قاضي خليل الله وويل، چې د تروريزم پديده افغانستان او پاکستان دواړه ګواښي او په کار ده په وړاندې يې ګډه مبارزه وشي.
د پاکستان د اکسپرس ټربيون ورځپاڼې له راپور سره سم، د خليل الله دغه بيان د افغان ولسمشر محمد اشرف غني تر پرونۍ وينا وروسته خپور شوى دى.
ورځپاڼه وايي ښاغلي غني پاکستان ته په کابل کې تر وروستيو بريدونو وروسته د جنګ پيغام ورکړ.
افغان ولسمشر تر خپلې وينا دمخه د پاکستان له صدراعظم او لوى درستيز سره د افغان طالبانو او کابل ترمنځ د سولې د پروسې د بيا پيل پر امکاناتو خبرې وکړې.
ټاکل شوې وه چې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو استازي دويم پړاو مخامخ مذاکرې د پاکستان په مري کې پيل کړي، خو د طالبانو د مشر ملا عمر د مرګ اعلان دغه مذاکرې وځنډولې.
