واکسین

تاند- د روغتیا نړیوالې ادارې د سې شبې په ورځ اعلان وکړ چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د ناروغۍ نښې یوازې په افغانستان او پاکستان کې پاتې دي.

د دې ادارې په وینا په تېر یوه کال کې په افریقا کې د ګوزڼ هیڅ ناروع ونه موندل شو.

د ګوزڼ له ناروغۍ د نایجریا او سومالیا د افریقايي هیوادونو له پاکېدو وروسته په درسته نړۍ کې یوازې افغانستان او پاکستان هغه دوه هیوادونه دي چې لا هم د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ ریښې پکې وچې شوي نه دي.

د روغتیا نړیواله اداره هیله لري چې دا په نړۍ کې دوهمه زیاته خپرېدونکې یا ساري ناروغي به ژر په دغو دوو اسیايي هیوادونو کې هم له منځه لاړه شي.

په روان ۲۰۱۵ م کال کې تراوسه پوري د ګوزڼ په ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمېر۳۴ تنو ته رسېږي چې ۲۸ تنه یې په پاکستان کې ول او پاتې په افغانستان کې اخته شوي دي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د ګوزڼ د له منځه وړلو د نړیوال پروګرام مسوول ولیفر روزنباور وویل:«پاکستان او افغانستان ته پکار ده چې خپل مسوولیت ژر تر ژره سرته ورسوي. د دوی هیوادونه د نورو لپاره هم د ګوزڼ د خپرېدو سرچینه دي او که یې مخه ونه نیسي دا ناروغي به بیا په دغو هیوادونو کې د پخوا په شان خپره شي.»

تر نولس سوه پنځوسمې لسیزې پوري، چې د پولیو واکسین کشف کېده، هر کال په شتمنو او بېوزلو هیوادونو کې په زرګونو کسان په دې ناروغي اخته کېدل.

دا ناروغي په ځانګړي ډول د ماشومانو په منځ کې ژر سرایت کوي.

د روغتیا نړیواله اداره وايي چې په نایجریا او سومالیا کې د منظم واکسین له برکته په تېرو ۱۲ میاشتو کې څوک نه دي لیدل شوي چې په ګوزڼ اخته شوي وي خو په افغانستان او پاکستان کې له دې امله چې د واکسیناسیون د پروګرامو په وړاندې خنډونه پېښېږي، دا ناروغي لا هم بشپړه ختمه شوې نه ده.

د روغتیا نړیواله اداره (WHO) اټکل کوي چې که په ټوله نړۍ کې د ګوزڼ ناروغۍ ريښې وچې شوې، په راتلونکو ۲۰ کلونو کې به ۵۰ ملیارد ډالره وسپمول شي خو که پولیو کنټرول نه شوه ممکن په راتلونکو ۲۰ کلونو کې هر کال ۲ لکه تنه نور پرې اخته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *