اوولسمه برخه –
جبران په پنځویشت کلنۍ کي د جولایي پر لومړۍ نیټه ۱۹۰۸ ء کال د رڼاهو ښار پیرس ته روان سو د رڼاهو ښار پیرس پر جبران باندي وجد وغوړولو ، د بوسټن په تورو تنګو کوڅو کي دکلونو، کلونو بیرولو وروسته د پیرس زړه وړونکو عمارتونو د جنت نظاره وړاندي کوله پیرس ته په رسیدو سره یې ایملي هم وموندله چي د خپلوانو لیدو ته دلته پیرس ته راغلې وه ، دوه مینه کونکي هم دا ډول ناببره یوه او بل سره مخامخ کیدلی سي؟
جبران چي ایملي ولیدله حیران پاته سو بې اختیاره یې تر خوله ووتل ، ایملي ! ته زما په لټون یې دلته هم پسي راغلې ؟ ایملي ورته وویل اراده خو مي دا نه وه لاکن اوس چي مي سره ولیدلو اوس به مي په پیرس کي څو شپې ښې سره تیري سي ، وروسته به د خپلوا نو لیدلو ته نیورس ته ځم ،، ایملي د یوه عمارت پر څلورم پوړ جبران لپاره کوټه وینوله ، وروسته دواړه د پیرس په سیل ووتلو تر یوې اوونۍ دواړه په دا کوټه کي میشت و او دواړه پویدلو چي دا اړیکي ډیر ژر شلیدونکي دي ، ایملي به نیورس ته روانه سي ، جبران به دلې په پیرس کي پاته سي ، بالاآخره ایملي ورځني بیله سوه . جبران د پیرس د ښایستونو دومره لیواله سوﺉ و چي د ایملي د بیلیدلو باجود میري هیکل ته به خپل یو لیک کي د پیرس په ستاینه کي داسي لیکي ( دا پیرس دﺉ !زما ګراني میري دا د نړۍ زړه دﺉ ، دا د هنرونو نړۍ ده ، په فضا کې ساه اخیستل او رڼا یې اغوستل څومره د خوندونو ډکه ده ).
جبران د ایملي سره �� پیرس سیل کړﺉ و ، اوس یې په وړاندي هغه مقصد و د کوم مقصد لپاره چي پیرس ته راغلی و، جبران په جیولین اکنډیمي کي داخله واخیستله هم یې یوه کوشنۍ سټوډیو په برخه سوه چیري چي به په اطمنیان د رنګونو سره لوبیدلو ، د جبران غیر موجودګي د یو یادګار جوړولو په خاطر پیرس ته د جبران د رسیدلو پس سمدستي المهاجر د جبران پر څلور کیسو غوړیدلی کتاب ٫٫ یاغي ارواوي ٬٬ خپور کړو ، دا څلور واړه کیسې تر دې وړاندي په المهاجر کي خپورې سوي وې ، دا کیسې هم د جبران د نورو کیسو په ډول په لبنان کي د سماجي جبر پر موضوع لیکل سوي وې ، د لومړۍ کیسې اتل خلیل د ځینو مزهبي طاقتونو سره لاس او ګریوان سي ، ناوړه اقتدار پرست خلیل وژوبلوي لاکن خلیل دومره توانمن وي چي د خپل ځان په ژغورنه کې بری در لاسه سي ، د کیسې اتل د اظهار وسیله جوړوي جبران د روحانیت په حواله خپل تصورات وړاندي کوي .
٫٫ رښتونی نوُر هم هغه دﺉ چي د انسان باطن په رڼا ومینځي ٬٬ !
٫٫ کوم ناتوان ، مجرم یا فاحشې سره د خواخوږۍ یو ټکی اظهارول په معبد کي تر ادا کونکي عبادت افضل دﺉ ٬٬
د دې ټولګي دویمه کیسه د قبرونو ناري د بدعنوان او استحصالي عدالتي نظام ناانصافیاني جبران د خپلي کیسې موضوع ګرځولي دي ، د قبرونو ناري جابر شتمن ، د غریبانو لپاره عدالت جوړوي بې د کومي مقدمې چلولو نیول سوي خلک جرم کونکي ونوموي .د دې ټولګي نوري کیسې درده الهاني او د ناوي بستر په مشرق وسطیْ کي د ښځو حقوق ، متعصبانه جابراه او جاګیر دارانه نظام یې موضوع ګرځولی دﺉ ، دا ډول یاغي کیسو دغه روایت پسند پېر ٫٫ عهد ٬٬ ونښتېځلو په مصر او شام کي د جبران په ضد مظاهرې وسوې دشام حکومت دجبران یاغي ارواوي کتاب باندي بندیځ وتپلو ، هنګامې دومره اوږدې سوې چي دبیروت په یوه بازار کي قهریدلو خلګو د جبران کتابونه وسوځول .د پیرس خلکو د دا ډول موادو خپورولو ته چنداني ارزښت نه ورکولو لاکن له عربي نړۍ چي کومي لمبې پورته کیدلې ، اوس یې توښ پیرس ته را رسیدلی و ، جبران له ډیرو ورځو داسي پاموله چي یو څوک یې په څار دﺉ لاکن جبران دا جدي ونه بلله ، بله ورځ په ډک بازار کي یوه ترکي ځوان ډزي ورباندي وکړې ، مرمۍ خطا سوې جبران ورځني سلامت پاته سو اوس د جبران سر خلاص سو چي اندیښنه یې بې ځایه نه وه ، جبران نور تر خپلي کوټې محدوده سو د یوازیتوب د عزاب ګلولو په خاطر به یې دوستانو ته لیکونه استول خپل یو دوست ته په یو لیک کي لیکي .
زما خلاف دښمني او کرکه تر پخوا زښت قوي سوې ده ، د شام خلک راته کافر واي او مصري دانشور مي په دې خبرو بدناموي چي جبران د منصفانه قانون ، خانداني تړون او لرغنو روایاتو دښمن دﺉ ، دا ادیبان رښتیا واي زه د ایسانانو د جوړسوو قوانینو سره هیڅ خوا خوږي نه لرم ، زه له دا روایاتو کرکه لرم کوم چي زموږ نیکونو موږ ته را پریښي دي ،، !
د نوي پېله مي خپل ځان بیا را تخلیق کړو اوس هرڅه نوي دي ، خیالونه ، شعرونه ، کتابونه او د کتابونو پاڼي !
هیر مي سو درته ویل مي ! اوس زه نوره بدله سوې یم ، ما د خپلو کتابونو د المارۍ ترتیب هم بدل کړو ، د خپل وطاق په دېوال لګیدلي جنترۍ مي هم تغیر کړي دي اوس په بشپړه توګه تغیر ته مخامخ یم ، نور مي د یوازیتوب په زهرو لړلي وختونه د یوې میني په بې پایانه سیند لاهو کړو ، هغه مینه چي ماته سپېڅلتیا راکوي ، ماته د ویني رنګ رابخښي او …………… ماته زما د تږي اروا تنده خړوبوي ، ما د رازونو په آسمانونو ګرځوي ، ځکه د یوې مورنۍ میني رښتونی احساس رابخښي ، د ژوند رښتوني واقعیتونه یو ، یو راته سپړي ، ما د خیالونو د ټالونو په رنګونو باسي :
ته ! د ړندو هوسونو سوداګر به یې څه درک کړې ، چي د میني په نوم تل د ګهنګارو توبو هیلي نړوې ګوره ګوره ………….. د میني په نوم کي دي په رنځور فکر کي زما په اړه څه دروګرځېدل نو دي دا مینه هغه چاته امانت وساته چي تاته انتظار باسي !
زما اوس هرڅه هغه څوک دی چي د یوې ویني څڅېدلي دوه څاڅکي یو چي د میني په نوم د ړندو هوسونو سوداګر نه دی زما د وجود مهمه برخه ده ، زه د ژوند د ستونځو په اړه اندیښمنه یم ، د خپلي برخي دعاوي ورته ډالۍ کوم ، ځکه زړه مي ورسره درزیږي هغه مي د رښیتو خوبونو ساتندوی دی ، !
نوربيا…
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۵) ګڼه\ چارشنبه\اسد\ ۱۴\ ۱۳۹۴