کابل، ۲۰ زمری ۱۳۹۴:

د افغانستان د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي نن د زمري د میاشتې په ۲۰ مه د خپل کار په دفتر کې د آسیا پراختیایي بانک له مرستیال ښاغلي وینکای ژنګ سره چې د تقرر څخه وروسته یې افغانستان ته لومړی سفر درلود، لیدنه وکړه. دوی د افغانستان په پراختیایي پروژو، د ریل پټلۍ، سرک او انرژي شبکو چې د آسیا پراختیایي بانک د پانګونې له لارې سیمه سره نښلوي، خبرې وکړې.

د مالیې وزیر د آسیا پراختیایي بانک څخه مننه وکړه چې د سیمې ښیرازۍ او سوکالۍ له پاره مرسته کوي. ده زیاته کړه چې د افغانستان او د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ اقتصادي همکاري نه یوازې د سیمې خلکو ته سوکالي راولي، بلکې د هیوادونو ترمنځ د باور او سولې په راوستلو کې هم مرسته کوي.

د مالیې وزیر زیاته کړه چې افغانستان د آسیا پراختیایي بانک له مرستو او په څانګړي ډول د زیربنایي رغاونو څخه چې د هر افغان په ژوند کې یې بدلون راوستی دی، د زړه له کومې مننه کوي.

د آسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره د مرسته کوونکو له  ډلې څخه په څلورمه درجه کې دی او په مختلفو برخو کې د کال نژدې ۲۵۰ میلیونه ډالره مرسته کوي. له افغانستان سره د سخاوتمندانه مرستو پرته، د افغانستان د زیربناؤ وجهي صندوق د مدیریت چارې هم پر غاړه لري.

د آسیا پراختیایي بانک مرستیال له افغانستان سره د نورو راتلونکو کلونو له پاره د خپلو مرستو د جاري ساتلو له پاره علاقه وښوده چې دغه بانک به له افغانستان سره خپلې ملګرتیا ته دوام ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *