تاند- افغانستان به ژر په یونان کې، چې زرګونو افغانانو پکې پناه اخیستې او بد حالت لري، سفارت پرانیزي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی شکېب مستغني د سې شنبې په ورځ /اګست ۱۱/ خبریالانو ته وویل چې په اتن کې د افغانستان د سفارت د پرانستلو په باب د دوو هیوادونو د موافقې متن بشپړ شوی دی.
تمه کېږي چې په یونان کې به د سفارت له پرانستلو سره په دغه هیواد کې د زرګونو افغان کډوالو ستونزو ته توجه وشي. د یونان په توقیف ځایونو او بندیخانو کې په سلګونو افغانان بندیان دي خو که سفارت پرانستل شي کېدای شي د ډېرو د خلاصون لاره اواره شي.
حاضردمه د یونان چارې د روم د سفارت له لوري پرمخ وړل کېږي.
د یونان په کمپونو کې د مېشتو افغان کډوالو وضعیت هم خورا خواشینوونکی ښودل کېږي او حتي ویل شوی چې د شرایطو د سختوالي له کبله ځیني کډوالو د ځان وژلو هڅې کړي دي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د هند د سفر په ترڅ کې ویلي و چې ځیني اضافي سفارتونه او کونسلګرۍ به بندې کړي او پر ځای به یې په هغو هیوادونو کې نوي سفارتونه او کونسلګرۍ پرانیزي چې افغانستان اوافغانان ورته اړتیا لري.