تاند- وسله والو طالبانو نن /چهارشنبه/ په هلمند ولایت کې لږترلږه ۱۵ پولیس ووژل.
د هلمند د ولایتي شورا غړي بشیراحمد شاکر وویل، حمله کوونکي چې د پولیسو یونیفورم یې اغوستی و او د پولیسو په موټر کې سپاره ول، په موسي کلا ولسوالۍ کې د تلاشۍ له پوستې تېر شول، ۱۵ پولیس یې ووژل او وسلې یې ورڅخه وتښتولې. په دې حمله کې ۲ پولیس ژوبل شوي دي.
د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي وویل چې طالبانو ۸ افغان پولیس ژوندي نیولی دي.
له دې پېښې جلا نن /چهارشنبه/ د غزني په ناور ولسوالۍ کې د ۴ پولیسو مړي وموندل شول.
د غزني د امنیه قومندانۍ مرستیال اسد الله انصافي وویل چې څلور واړه پولیس په مرمیو ویشتل شوي دي.
ده وویل چې په وژل شویو پولیسو کې ۳ په خټه هزاره او یو پښتون دی.
د سږ کال په فبرورۍ کې په زابل ولایت کې ۳۱ هزاره مسافر برمته شول چې له کبله یې هزاره ګانو اونورو افغانانو پراخ عکس العمل وښود.