جوړې مو ترمنځه فاصلې څومره بدرنګې دي
ښکليه! دا ستا ځينې فيصلې څومره بدرنګې دي
خلک د غرض په تار په خپلو کې تړلي دي
ستاسو په دې ښار کې يارانې څومره بدرنګې دي
پس له يو چاودنې سوځېدلي ماشوم وويل
خدايه! د دې خلکو عقيدې څومره بدرنګې دي
پاک جنت يې تش د هوسونو کور ګڼلى دى
ګوره د شېخانو ارادې څومره بدرنګې دي
ځان به پکې څنګه د ښکلا ناوې سينګار کړي اوس
زنګې شوې د زړونو آئينې څومره بدرنګې دي
ترنګ د رباب ورک دى له زلمو نه خندا هېره ده
لوګې شوې، سپيرې شولې حجرې څومره بدرنګې دي
ځان او په جانان او په ايمان يې شکمن کړى يم
دا د شیطان لوڼه وسوسې څومره بدرنګې دي
ډېره موده وشوه په خوبونو کې هم نه راځې
پوه شومه خټکه چې دې شپې څومره بدرنګې دي
(راشد خټک)
Soomra khkolai ghazal dai