تاند- د ترکمنستان د ګازو ملي شرکت موافقه وکړه چې د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو د نللیکې د جوړوونکي کنسورشیم په سلو کې۵۱ ونډه ولري.
د فیننشل ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې په دې پروژه کې د ترکمنستان یوه دخیل چارواکي د چهارشنبې په ورځ /اګست۱۲/ وویل چې ترکمن ګاز شرکت په دغه کنسورشیم کې له دو نورو شرکتونو سره د ونډې پر سر په خبرو بوخت دی.
د ترکمن ګاز شرکت له لوري د دومره لویې ونډې په صورت کې د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو د پایپ لاین د تېرېدو خوب له دې سره سره په حقیقت بدلېدای شي چې ایران د بندیزونو له پای ته رسېدو وروسته په دې خوښي ښکاره کړې چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو د پایپ لاین د جوړېدو امکان نشته او اوس د ایران لاره هواره شوې ده.
ایران په دې تمه دی چې د افغانستان جګړه به سبب شي چې نړیوال پانګوونکي د افغانستان له لارې د ترکمنستان د پایپ لاین جوړېدو ته زړه ښه نه کړي او پر ځای یې نه یوازې د ایران بلکې د ترکمنستان ګاز هم پاکستان، هند او حتي چین ته صادر شي.
د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو د نللیکې د جوړېدو په صورت کې به له دې لارې د ورځې د ترکمنستان دوه ملیارده او دوه سوه ملیون فوټ مکعب ګاز صادر شي.
د ترکمن ګاز شرکت له لوري د دومره لویې ونډې له کبله به دا شرکت د کنسورشم مشري او د عملیاتو مسوولیت ترلاسه کړي.
فیننشل ایکسپریس د ترکمن ګاز اعلان د ټپي پروژې د اجرا کېدو لور ته لوی ګام بللی دی.
ترکمن ګاز دا اعلان په داسي حال کې وکړ چې د ایران – پاکستان د ګازو د نللیکې د عملي کېدو خبرې تودې شوې.