د ایران د کورنیو چارووزیر

تاند- د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي چې د ورځې ۲۰۰۰ افغان کډوال په غیرقانوني ډول د ایران خاورې ته اوړي.

ایرنا خبري اژانس په خپله انګلیسي ویبپاڼه کې ویلي چې د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي دا خبره د چهارشنبې په ورځ /اګست۱۲/ د دغه هیواد د روغتیا، سوکالۍ (رفاه) اوکورنیو چارو وزارتونو په هغه درې اړخیزه غونډه کې وکړه چې افغانانو ته د بیمې د خدماتو د څېړلو په اړه جوړه شوې وه.

رحماني فضلي وویل چې افغانستان ته د ګڼ شمېر افغانانو له اړولو سره سره د ورځې دوه زره نور په غیرقانوني ‌ډول رااوړي او د  دې زغمل ډېر ځوروونکی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل، د ایران اسلامي جمهوریت د هغو کسانو مسوولیت نه لري چې په غیرقانوني ډول دې هیواد ته راځي، خو هغه کسان چې په پاسپورټ او وېزې راغلي دي، زموږ د خپلو خلکو په شان دي او خدمات ترلاسه کولی شي.

د ایرنا د راپور پر اساس، د ایران د بیمې خدمات هغه افغانان ترلاسه کولی شي چې په ایران کې یې هستوګنه قانوني ده او هغه کسان چې بې وېزې ورغلي وي، له بیمې به محرومه وي او له ایران څخه به ایستل کېږي.

د بیمې د نه لرلو په صورت کې څوک د معمولي ناروغۍ د درملنې یا د درملو د رانیولو لپاره باید دومره پیسې ورکړي چې د افغان مهاجر لپاره تقریباً ممکنې نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *