په دغه کالم کې ځينې داسې حقیقتونو ته نغوته شوې چې افغانان يې د کلونو راهيسې ادعا کوي.
————————————-
د پاکستاني خبريال او کالم ليکونکي رؤف کلاسرا ليکنه
د ملا عمر د مرګ د خبر د خپراوي او د ملا منصور د ځای ناستي کېدو څخه وروسته، طالبانو سمدلاسه په کابل کې تر ټولو درانه بريدونه ترسره کړل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې تر پنځوسو زيات کسان ووژل او شاوخوا پنځه سوه تنه يې ټپيان کړل. په داسې حال کې چې په کابل کې د تېرې اونۍ د بريدونو د ماتم ټغر خور دی، په پاکستان کې د کالم ليکونکو او پوهانو تر منځ د طالبانو او د هغوی د لوی مشر ملا عمر د ستاینې او مداحۍ سيالي خورا په زور کې روانې دي.
د ملا عمر د ستاینو او قصیدو په څنډه کې، زما پام د يوه زړه بوږنوونکي انځور خوا ته وګرځېد. په دغه دردناک انځور کې يو افغان سپين ږيری ښکاري چې په سپين کفن کې د خپلې ځوانيمرګې لور د مړي تر څنګ ناست دی او خپل سر يې په لاسونو کې نيولی دی، د دغه افغان سپين ږيري څو میاشتينی لمسی د خپلې مور د مړي خوا ته پروت دی. د هغه مور په کابل کې د طالبانو د تېرې اونۍ په يوه بريد کې وژل شوې ده. په دغو بريدونو کې لسګونه افغانان ووژل شول او په سلهاوو نور ټپيان شول. د ټپيانو په ډله کې څلوېښت ښځې او دېرش ماشومان هم شامل دي. په يادو بريدونو کې يواځې د ناټو يو پوځي ووژل شو. دا هغه بيه ده چې يو افغان ولسي وګړی يې پرې کوي، دا هغه څه دي چې د پاکستاني کالم ليکونکو او پوهانو سترګې يې ليدو ته ړندې دي، هغو ته چې زړونه يې تر کاڼي هم کلک دي. د هغوی په اند د ملا عمر مړينه هغه تشه ده چې ډکېدل يې ناشوني برېښي، د افغان ښځو او ماشومانو مړينه او ټپي کېدل کوم ارزښت نه لري، که مړه شي يا ژوندي هېڅ پروا نه لري. ملا منصور خپله دنده د هماغه ځایه پیل کړه چې ملا عمر پرې ايښې وه. افغانان هم عجیب خوار قسمت لري، کېدای شي د خپلو نيکونو او پلرونو د ګناوو کفاره ادا کوي که څنګه؟ د هر چا چې کابل ته مخه شوې ده د وينو ويالې يې بهولې، د روسانو څخه نيولې بيا مسعود، مزاري، حکمتيار او امریکایانو د سلهاوو زره بې ګناه او مظلومو افغانانو وينه بې درېغه تويې کړه. او دا دی د اوږدې مودې څخه را په دې خوا کابل د دوزخ انځور وړاندې کوي.
داسې انګېرل کېده چې په پېښور کې د ښوونځي بريد او د يو سل او څلوېښت ماشومانو غمجنې وژنې به مونږ ته دغه درس راکړی وي چې هر ډول طالب بد دی. خو زمونږ چارواکي او سياسي مجلسونه لا تر اوسه وايي هغوی چې په افغانستان او هند کې ترهګري کوي ښه طالبان دي او هغه چې په پاکستان کې ترهګرې کړنې تر سره کوي بيا بد طالبان دي. مونږ په دې خوښ يو چې زمونږ ښو طالبانو په افغانستان د بې ګناه انسانانو د وژنې لړۍ روانه ساتلې، او دغه چاره زمونږ لپاره ښه ده. په ځواب کې افغانستان او هند په پاکستان کې خپل طالبان وپالل او ويې هڅول چې پاکستانیان ووژني. د پېښور د ښوونځي د غميزې څخه وروسته د پاکستاني ولس په منځ کې د طالبانو پر وړواندې کرکه پیل شوه. عام ولس ته ثابته شوه چې ښه طالب هېڅ نشته دی، هغوی ټول د توپير څخه پرته د بې ګناه انسانانو وينه تويوي. په دې سره د طالبانو ملاتړي نهيلي شول او په دې فکر کې شول چې پاکستانی ولس څنګه په عقل راغئ؟ د مرګ د سوداګرو هټۍ په بندېدو شوې. اوس يو ناڅاپه د ملا عمر مړينې هغوی ته موقع په لاس ورکړه، او د ملا عمر داسې صفتونه بيانوي چې که هغه په خپله لوستي وای نو ورته ګوته په غاښ شوای به وای. هغوی داسې انګېري چې ملا عمر د پاټکونو په ټولولو سره ځان په يوه ستر مشر او واکمن بدل کړ، په کابل او کندهار کې يې په عام محضر کې د ښځو سره د زور زياتي په مټ ځان د مسلمان امت اتل وګرځاوه، اسامه بن لادن ته په پناه ورکولو يې اسلام ته تر ټولو ستر خدمت وکړ، د افغانانو او پښتنو د نامه او دودونو ساتنه يې وکړه… او داسې نور. په سلهاوو زره بې ګناه افغانان ووژل شول، اوس افغان ماشوم په پاکستان کې دروېزې کوي، پتمنې ښځې د درد او غم څخه د ډکو پېښو سره مخامخ شوې، او همدا مظلوم ماشومان او پتمنې ښځې په ړنګو ځايونو کې د ژوند خورا بدې شپې سبا کوي. زمونږ د دنګو او ښکلیو ودانيو په څنګ کې دغه دروېزګر ماشومان او ښځې د ملا عمر د مېړانې او غيرت نښې نښانې ثابتوي.
اوس مونږ ته ویل کېږي چې افغان طالبان د پاکستان دوستان وو. يوه مقاله مې ولوسته چې په هغې کې د افغان طالبانو له خوا د خپرې شوې مطبوعاتي اعلامیې يوه برخه راغلې وه او د پاکستاني طالبانو څخه چې په پاکستان کې خلک وژني او لوټي، غوڅ ملاتړ اعلان شوی وو. ياده مقاله اوس هم د ورځپانو په وېب پاڼه کې شتون لري. که افغان طالبان ښه وو او ملا عمر د پاکستان دوست او ملګری وو نو ولې يې خپلو افغان طالبانو ته لارښوونه ونه کړه چې لومړی د هغو پاکستاني طالبانو مخه ونيسي چې په افغانستان کې ناست او په پاکستان کې ترهګرې کړنې او وژنې تر سره کوي؟ دغه طالبان په افغانستان کې د ناټو د پوځونو پر خلاف جنګېدلی شوای، په کابل کې يې بې ګناه ښځې او ماشومان وژلی شوای، نو بيا يې ولې ملا فضل الله نه شوای وژلی؟
ځير شی چې مونږ څرنګه خپلې ورانۍ او ويجاړۍ ته لاره هواره کړې، د خپلو قاتلانو سره مو مينه کړې، په غېږ کې مو نيولي او د هغوی په ستاينو مو ليکنې کړې، په ټلويزيون مو د هغوی د ستاينې او مداحۍ خپرونې او بحثونه خپاره کړي. طالبانو په يوه ځای زمونږ يو سل او څلوېښت تنکي ماشومان ووژل، خو زمونږ په زړونو کې اوس هم د هغوی لپاره مينه، درناوی او قدر دروند پروت دی. مونږ ته ويل کېدل چې افغان طالبان بزګران او بېوزلي وو. او کله چې دغه بېوزلي بيا زمونږ لاس ته ولوېدل، هغوی مو وپالل، ومو روزل، د پاکستاني ولس څخه د راټولې شوې ماليې ميليونونه روپۍ بوديجه ورکړل شوه، او په همدغه پیسو وسلې ورته واخيستل شوې، په کوېټه او پېښور کې يې د وړيا درملنې تابیاوې وشوې، د کوېټې په ښار کې د پاکستاني اوسيدونکو څخه په زور جایدادونه واخيستل شول او خاوندان يې وډبول شول يا آن ووژل شول او ځمکې يې بيا افغان طالبانو او جنګي مجرمينو ته ووېشل شوې، د دغو ښو طالبانو د کورنيو د ژوندانه چارې، د ماشومانو ليک لوست او نور هر څه مونږ په غاړه واخيستل او په ډېره ښه توګه سمبال شول.
نړيوالو ته مو وښودله چې که طالبانو ته رسېدل غواړي نو لاره يې يواځې او يواځې مونږ ورته پرانيستلی شو، کله چې طالبانو د بهرنيو هېوادونو وګړي وتښتول، د هغو هېوادونو چارواکو زمونږ سره اړيکه ونيوه او مونږ يې معامله تر سره کړه. که طالبانو د چا الوتکه وتښتوله، بيا هم زمونږ سره اړيکه ونيول شوه. د امریکې ولسمشر بیل کلنټن پاکستان ته راغی او د پروېز مشرف څخه يې وغوښتل چې د طالبانو څخه دې اسامه بن لادن وغواړي، جنرال معین الدین حیدر د دغې چارې د ترسره کولو لپاره کندهار ته ولېږل شو، د سپټمبر د يوولسمې د پېښې وروسته چې کله جورج بوش همدا غوښتنه يو ځل بيا د پروېز مشرف څخه وکړه نو جنرال محمود د دغې چارې د ترسره کولو لپاره وګومارل شو، لنډه دا چې ټولې نړۍ ته ثابته شوه چې د طالبانو هر څه زمونږ په واک دي او پاکستان يې معنوي پلار دی.
وروسته بيا کله چې نړيوالو مونږ د ترهګرو ملګري او پالونکي وبللو، زمونږ حيرانېدل پیل شول او نارې مو کړې چې ګورئ زمونږ سره څومره زياتی کېږي. يوه ورځ مالومه شوه چې د يو سل او څلوېښت ماشومانو وژونکی په افغانستان کې ناست دی نو ټولو د کابل په لور منډه کړه، وعدې او وعيدونه پیل شول، د ښو او بدو طالبانو تر منځ د نه توپير کولو ادعاوې وشوې، او بيا مالومه شوه چې ملا عمر دوه کاله مخکې مړ شوی دی.
ملا عمر هېڅکله دا جرأت ونه کړ چې د اسامه بن لادن څخه وپوښتي چې يا حبيبي! ولې زمونږ په هېواد کې د ترهګرۍ روزنې ورکوې؟ ولې مونږ د ټولې نړۍ په دښمنۍ اړوې؟ ستا سره چې دومره پیسې او شتمنۍ دي، ولې يې زمونږ په وطن کې د ښوونځيو او پوهنتونونو په ودانولو نه لګوې؟ ولې سړکونه نه جوړوې؟ ولې په افغانستان کې د نوي اسلامي حکومت په ټينګښت او ځواکمنولو کې مرسته نه کوې؟
که زمونږ د خپل کور مخې ته د کرکټ لوبېدونکو ماشومانو توپ وغورځي سمدلاسه يې ګرېوان ته لاس اچوو، که په سړک موټر سره ټکر شي، ډزې پیلوو، خو په همدې حال کې دا تمه لرو چې په امريکا کې د درې زرو انسانانو د وژنې مسئوولیت منونکي اسامه بن لادن پر خلاف دې ټول پټه خوله پاتې شي.
ښايي ملا عمر په هماغه ورځ چې اسامه بن لادن د سپټمبر د يوولسمې د بريد د مسئووليت منلو ويډيو خپره کړه، د خپل هېواد څخه شړلی وای. امريکا طالبانو ته وویل چې مونږ له تاسو سره جګړه او دښمني نه غواړو، زمونږ جګړه د اسامه سره ده چې د بريدونو مسئوولیت يې ومانه، اسامه مونږ ته وسپارئ هېڅکله به جګړه ونه شي.
زمونږ دغه پوهان چې نن د ملا عمر په مړينه غمجن دي، هماغه وخت يې ليکلي وو چې ملا عمره ځان دې کمزوری مه احساسوه، اسامه بن لادن ستا مېلمه دی، پرېږده چې په سلهاوو زره افغانان ومري، افغان مېرمنې او ماشومان دې په پاکستان او ايران کې دروېزه وکړي خو چې ته سر ټيټ نه کړې. داسې افسانوي داستانونه واورول او وليکل شول چې افغان طالبان د غرغرې کړۍ ته په پورته کېدو تيار شول. په افغانستان کې د امن په راتګ سره مونږ ټول بېکاره او بې روزګاره کېږو، د ډالرو لاسته راوړنه بندېږي، له همدې کبله هلته د وينې بهېدل زمونږ په ګټه دي. په پېښور کې د ښوونځې د پېښې وروسته د همدې کالم ليکونکو هټۍ د پېرودونکو څخه تشې شوې او دا دی اوس د ملا عمر د مړينې د خبر په خپرېدو پسې يې نوې بابولالې پيل کړې دي.
نو اوس به د دومره سترو ګټو په لوبه کې څوک خوار افغان سپېن ږيرې ته پام وکړي چې خپل ماشوم لمسی يې د خپلې ځوانيمرګې لور د مړي تر څنګ ايښی او د سړک په غاړه اوښکې تويوي!
زمونږ ښو طالبانو ښه راغلاست!