ځیني ماران کولای شي له خپل ځانه غټ غټ حیوانات ګوله کړي، که څه هم مار نری او سر یي هم نازک وي خو کولای شي مزي (چاغ) مږکان او د الوتکونکو هګۍ تر ستوني تېر کړي ، ځیني نور ماران بیا کولای شي یوه بشپړه هوسۍ تېره کړي ځکه چې متحرکې ژامې لري .
د مار پورته او ښکته ژامې د بیرته را ګرځېدونکو ریښو په وسیله بیا ځلي را ټولیږي نو ځکه مار کولای شي غټ غټ شیان تېر کړي.
ماران چي کله د الوتونکو هګۍ تېره کړي د غاړې د دواړو خواوو هډوکو په واسطه ګوله شوي شي ته فشار ورکوي او په دې ډول یي کوچنی کوي .
د مار نس د بیرته را ګرځېدو وړتیا لري او کولای شي خپلې تیري کړې ګولې له سره وژدوي.
د هغه مار شکل چي کوم غټ شی یي تېر کړی وي ډېر عجیب وي. د مار د سر او لکۍ منځنۍ برخه په عادي حالت کې وتلي وي او د ګولې (تیر شوي شي) له هضمېدو وروسته د مار د نس وتلې برخه د وخت په تېرېدو سره بیرته کمیږي .
محمد انور افغان