تاند- د زابل چارواکي وايي چې لټه یې پیل کړې چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر قبر، که په دغه ولایت کې وي، ومومي.
د زابل والي محمد انور اسحاقزي د امریکا رادیو ته وویل چې تراوسه پوري یې د ملا عمر د قبر د موندلو لپاره هلوځلو کومه نتیجه نه ده ورکړې خو لټون لا روان دی.
ده ونه ویل چې څوک د ملا عمر د قبر د موندلو ماموریت په غاړه لري خو یادونه یې وکړه چې پلټونکي د ملي امنیت له ریاست سره تړاو لري.
ځینو طالبانو ادعا کړې چې د ملا محمد عمر اخوند مړی دوه کاله پخوا په زابل کې خاورو ته سپارل شوی دی خو ځیني نور بیا دا ادعا نه تاییدوي او وايي چې ملا عمر دوه کاله پخوا په کراچۍ کې وژل شوی او همالته په پټه کوم ځای خښ شوی دی.
طالبانو ویلي چې ملا عمر اخوند د ۲۰۱۳ م کال د اپریل په ۲۳مه مړ شوی دی.
داسي اوازې هم شته چې د ملا عمر اخوند جنازه، په پاکستان کې له وژل کېدو یا په خپل مرګ له مړینې وروسته، د زابل ولایت شینکۍ ولسوالۍ ته راوړل شوې او خاورو ته سپارل شوې ده.
د ده د مړي موندل د افغانستان د ملي امنیت د ریاست لپاره له دې کبله مهمه ده چې د عدلي طب د معاینو پر اساس څرګندولی شي چې نوموړی کله او په څه ډول مړ شوی دی.
د زابل د ولایتي شورا رييس عطا محمد حقیار وايي چې د زابل د شینکۍ ولسوالي په سرخوږان سیمه کې یوه هدیره شته چې د طالبانو د مشرانو مړي پکې خښ دي.
ده دا هم وویل چې دا هدیره د هوتکو لپاره ځانګړی اهمیت لري. ملا عمر هم په خټه هوتک و.
د ملا محمد عمر کورنۍ تراوسه پوري د نوموړي د مړینې د دقیق وخت او قبر په اړه څه نه دي ویلي. د ملا محمد عمر اخوند زوی ملا یعقوب او ورور عبدالمنان وروسته له دې چې د افغانستان حکومت او د طالبانو تحریک د ده مړینه رسماً اعلان کړه، د نوموړي د ځای نیونکي په اړه په بحثونو کې نظر څرګند کړ.
داسي ښکاري چې د ملا عمر زوی او ورور هم تر دې مخکې د ده د ژوند او مرګ په اړه معلومات نه لرل.
یو شمېر طالبانو د ملاعمر پر ځای ناستي ملا اختر محمد منصور نیوکې کړي چې ولي یې دوه کاله د هغه مړینه پټه ساتلې وه.