تاند- د غوڅ ملاتړ یوه چارواکي د پنجشنبې په ورځ وویل چې افغان امنتیي ځواکونو د خپل هیواد د امنیت بشپړ مسوولیت په غاړه اخیستی او ټولې چارې په خپله پرمخ بیايي خو له دې سره سره د امریکا او د غوڅ ملاتړ ترمشرۍ لاندې ايتلاف مرستې ته اړتیا لری.
د امریکايي رسنیو د راپور له مخې امریکايي جنرال جنرال ویلسن اې شافنر، چې د غوڅ ملاتړ د ارتباطاتو د دفتر مرستیال دی، له کابل څخه د ټېلفون له لارې په واشنګټن کې د پینتاګون یوې خبري غونډې ته د افغان امنیتي ځواکونو، د ۲۰۱۵ کال د جنګي فصل، د افغانستان د امنیت، په افغانستان کې د عراق او سوریې د اسلامي دولت (داعش) د فعالیتونو، او د دې ډلې او طالبانو د نښتو په اړه څرګندونې وکړې.
شافنر وویل:«بې له شکه افغان امنیتي ځواکونو سږنی جنګي فصل تجربه کړی دی، دوی ټول مسوولیت په خپله غاړه اخیستی، زړه ورتیا او مقاومت یې ښکاره کړی دی. دوی د خپلو خلکو او هیواد د ساتنې لپاره په رضا کار ډول د سرونو قربانۍ ته تیارېږي.»
ده په عین حال کې وویل چې دا هم روښانه ده چې افغانان لا هم پراخ ملاتړ ته اړتیا لري او دا علت دی چې د غوڅ ملاتړ ماموریت اهمیت په ګوته کېږي.
جنرال شافنر همداراز وویل چې په روان جنګي فصل کې افغان امنیتي ځواکونو سخت درسونه زده کړل خو مهمې نتیجې یې ترلاسه کړې.
د غوڅ ملاتړ د ماموریت دغه امریکايي جنرال په هلمند، زابل، غزني او ننګرهار کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو یادونه وکړه او هغه یې بریالي وبلل.
له افغانستانه د نړیوالوځواکونو له وتلو وروسته طالبانو نهايي هڅه وکړه چې ځینی سیمې بېرته ونیسي، یو شمېر ولسوالۍ یې وهم نیولې خو هیڅ ولسوالي یې تر یوې اوونۍ د زیات وخت لپاره ونه ساتلی شوه.
د ناټو دغه چارواکي وویل چې طالبانو د دې لپاره چې د کابل حملې سمبولیک ارزښت لري، توجه کابل ته اړولې ده او په دغه ښار کې یې یو شمېر حملې وکړې څو د خلکو پام ځان ته واړوي.
ده وویل چې د افغانستان د حکومت پلاوی اوس په پاکستان کې دی او دوی د دغه پلاوي خبرې اوپایلې څاري.
جنرال شافنر وویل، طالبان، چې اکثره یې افغانان دي، اوس فرصت لري چې د افغانستان له حکومت سره سوله وکړي او خپل ژوند او افغانستان ودان کړي.
د غوڅ ماموریت دغه چارواکي په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې په اړه وویل چې دا ډله په افغانستانه کې فعاله شوې خو د غړیو شمېر یې ډېر نه دی او د پلویانو اوځواک زیاتېدا یې هغه حد ته نه شي رسېدای چې په عراق او سوریه کې رسېدلی دی.
ده د طالبانو اوداعش ترمنځ نښتې د افغانانو اونړیوال ايتلاف لپاره مثبتې ونه بللې:«دا ستونزه ده ځکه چې بې ثباتي زیاتوي او له بده مرغه قربانیان یې ملکي افغانان دي.»