تاند- د افغانستان د شپاړس کلنو د فوټبال ټیم تېره شپه د جنوبي اسیا د ۱۶ کلونو لوبدلو په سالیو کې د مالدیپ ټیم ته ماتې ورکړه.
تر دې وړاندې د افغانستان د تنکیو فوټبال لوبغاړو لوبډله په ۱۳۹۲ لمریز کال له مالدیپ سره مخامخ شویې وه چې مساوي پای ته رسېدلې وه.
له هغه وخته راوروسته په افغانستان کې د نورو ورزشونو ترڅنګ فوټبال زیاته وده کړې ده.
تېره شپه افغان لوبغاړو د مالدیپ ټیم ته ۴ ګولونه ورکړل او مقابل لوري یوازې دوه ګولونه ووهلی شوای.