تاند- د بدخشان ولایت په تګاب سیمه کې نن /جمعه/ سهار وختي وروسته له دې سخته جګړه پیل شوه چې سلګونو کورنیو او بهرنیو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
د بدخشان مرستیال امنیه قومندان سخيداد حیدري وویل:«څه باندې ۳۰۰ افغان او بهرنیو سختدریځو پر تګاب ولسوالۍ برید کړی او لا هم په سیمه کې زوروره جګړه روانه ده.»
ویل کېږي چې اکثره حمله کوونکي د منځنۍ اسیا د هیوادونو سرزوري وسله وال دي.
سخیداد همداراز وویل چې امنیتي ځواکونه توانېدلي چې په لسګونو حمله کوونکي وسله وال مخالفان ووژني خو له دې کبله چې نښته دوام لري، د هیڅ لوري د تلفاتو دقیق شمېر نه شی ښودلی.
له بلې خوا د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ ویندوی لعل محمد احمدزي سیمه ییزو رسنیو ته په مرکه کې وویل چې په سیمه کې جګړه روانه ده او د حکومت مخالفو وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله وال طالبان او د هغوی د منځنۍ اسیا متحدان هر څه موده وروسته د بدخشان پر یوې ولسوالۍ ډله ییز برید کوي. دوی په تېرو څو میاشتو کې دوې ولسوالۍ په جلا جلا وختونو کې ونیولې خو ژر ورڅخه په وتلو مجبوره شول.