شینډنډ

تاند- راپورونه وايي چې د هرات په شینډند ولسوالۍ کې د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور د پلویانو او مخالفانو ترمنځ نښتې شوي دي.

د چین سینهوا خبري اژانس د سیمه ییزو چارواکو په قول وویل چې نښته پرون /پنجشنبه/ پیل شوه او تراوسه پوري پکې د دواړو خواوو لږترلږه ۱۵ تنه وژل شوي دي.

تراوسه پوري د طالبانو کومې ډلې د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

د ملا عمر اخوند د مړینې له اعلانه وروسته د طالبانو په شورا کې، چې د کوټې په شورا مشهوره ده، درز پیدا شو. یوه ډله، چې د ملا عمر د کورنۍ غړي یې هم ملاتړ کوي، د نوي مشر د ټاکلو لپاره د هماغسي یوې غونډې د جوړېدو غوښتنه کوي چې ملا عمر یې په پایله کې غوره شوی و خو بله ډله، چې د ملا اختر محمد منصور ننګه کوي، وايي چې په اوسنیو شرایطو کې د داسي یوې غونډې جوړېدا ممکنه نه ده او منصور د کوټې د شورا د اکثرو غړیو په خوښه مشر ټاکل شوی دی.

دواړو خواوو د یو بل خلاف څرګندونې کړي خو دا به لومړی ځل وي چې د دوو لورو د وسله والو ترمنځ نښته کېږي.

تر دې مخکې په ننګرهار او فراه ولایتونو کې د طالبانو او داعش ترمنځ خونړۍ نښتې شوي دي.

پرون یوه امریکايي جنرال جنرال ویلسن اې شافنر، چې د غوڅ ملاتړ د ارتباطاتو د دفتر مرستیال دی،، د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو ترمنځ خپل منځي نښتې د افغانانو اونړیوال ايتلاف لپاره مثبتې ونه بللې، ویې ویل:«دا ستونزه ده ځکه چې بې ثباتي زیاتوي او له بده مرغه قربانیان یې ملکي افغانان دي.»

2 thoughts on “د منصور د پلویانو او مخالفانو ترمنځ په نښته کې ۱۵ تنه وژل شوي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *