تاند- د افغانستان د دیني عالمانو شورا د افغانستان د حکومت پر خلاف د دولت د وسله والو مخالفانو جګړه ناروا وبلله.

د علماوو د سراسري شورا غړیو نن /جمعه/ په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه ناسته کې د افغانستان د حکومت پر ضد د طالبانو روانه جګړه یو وحشیانه تروریستي عمل وباله او ویې ویل چې دا جنګ د اسلامي تعلیماتو خلاف دی او دوی یې په کلکه غندي.

ولسمشر غني هیله څرګنده کړه چې دیني عالمان به په یوه خوله د ملي مسلو د حللارې په موندلو کې له حکومت سره همکاري وکړي.

«په دې ویاړم چې د عالمانو شورا د هیواد روان حالات څېړي او د ملي مسلو د حل کولو لارې چارې تشخیصوي.»

پرون د کابل ولایت دیني عالمانو د کابل وروستۍ حملې وغندلې او د افغان امنیتي ځواکونو خلاف جګړه یې ناروا او غیراسلامي وبلله.

ولسمشر غني د سرزورو ډلو له لوري په افغانستان کې د جهاد د فتوا په اړه وویل چې د دوی دا فتوا نه اسلامي اساس لري او نه اخلاقي او مذهبي توجیه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *