د بدلون اوونیزې لېډينګ سټوري/ اداره
پښتانه متل کوي، چې کږې خولې په سوک سمیږي.
که څه هم سوله هر وخت خیر او یوه انساني پدیده ده؛ مګر که دي دښمن داسې څوک وي چې جنګ و جنایت یې وجودي منطق او مرګ – ژوبله و تباهي یې یوازنۍ ستراتیژې وي؛ که ته پوره ۱۵– کاله د سولې چيغې ورته ووهې، ووهې او ووهې؛ خو د ده په خشونتبار دریځ کې
یوه میلۍ بدلون هم را نشي، مسلسل دې ملکې افغانان در ووژني – ووژني او ووژني، دربدره يې کړي، خاک بسره یې کړي، په خپل کور کې یې له خپله اوره آواره و بېچاره کړي، چې وران وطن دې نور هم در وران، وران او کندې – کندې کړي، چې د هر ملي پرمختګ رنګ و رونق دې در بدرنګه او د بشر په وینو در رنګ کړي، چې هر بشرې ارزښت دې در پایمال – پایمال کړي، چي د تعلیم هر ډګر دې پر شیطاني شر در واړوي، چې پر هره انسانې پانګه دې ابلیسې غوبل روان وساتي او ملي امنیتي ځواکونه دې در شهیدان کړي نو په دغسې یوه تقابل کي به دې مقابله څه وي؟
هغه لار او ستراتیژې سخته نامعقوله وه چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان په وړاندې غوره کړې وه، ځکه دا د تاریخ تر ټولو صفا واقعیت دی چي پاکستان هغه ناسور دی چې زموږ په سیمه کې د شیطان انګریز له خوا د متداوم فساد په موخه رامنځته شوی دی او دې جعلي ملک هیڅکله په دې منطقه کې، خاصتاً له افغانستان سره سم ګام نه دی ایښی.
پاکستان داسي یو بې مخه ملک دی چې نه د بل پر عزت دی نه خپل، دی ان هغه کسان هم د بې حرمتۍ او مرګ تر بریده رسوي چې په خپل لاس یې د خپلو شیطاني اهدافو له پاره روزلي وي؛ په پاکستان کې د طالبانو د اسلامي امارت د واکمنۍ مهال سفیر ملا عبدالسلام ضعیف یي لڅ- لغړ او د بي عزتۍ په ټول نمایش امریکا ته په لاس ور کړ، د ملا ضعیف خاطرې ( د ګوانتانامو انځور) په بشري تاریخ کې د پاکستان تر ټولو کړغېړنترین تصویردی؛ د طالبانو د وخت دفاع وزیر ملا عبیدالله یې په خپلو چټل ترینو زندانو کې بند پر بند مات – مات کړ؛ملا عبدالغني برادر همدا اوس هم د همدغو کثیفو جېلونو د میکروبو خوراک دی؛ عاليقدر امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد یې دوه کاله مخکې د ملا اختر محمد منصور په لاس په زهرو وواژه او چې د افغانستان د منافقت موقع یې را ورسېده نو دهغه مرګ یې افشاء کړ او د سولې پروسه یې یو وار بیا د افغانانو د وینو په سیلابو یووړه؛ د طالبانو ۲۱– کلن منظم او منسجم تحریک یې نه یوازې ټوټه – ټوټه کړ بلکې هره ټوټه یې د بلې د تخاصم په سنګر کې کښېنوله او بیا یې د دوی ټولو پر وجود د داعش وحشت ور خوشي کړ؛ دا ده د تاریخ تر ټولو تراژیده ډرامه!
د اسد پر ۱۹- مه افغان ولسمشر د زغم و ډیپلوماسۍ ټولې سرې کرښې کراس کړې او مخامخ یې پاکستان د تروریزم روزنکی او د ترهګرو فابریکه و بلله او په دې توګه یې د افغان عامه ذهنیت د ملاتړ یو لوی موج په ځان پسې را پورته کړ.
څېړونکي عقیده لري چې اشرف غني باید له دي بېسارې موقف څخه یوه میلۍ هم تر شا نه شي ځکه ده دنیا ته وښوده چې له پاکستان سره د سولې لپاره لوړو قېمتو ته غاړه کښېښوده، ان د خپل مخکنې ولسمشر حامد کرزي د مسلسلې غوسې په غومبسو یې ځان سرې- سومبرې کړ خو نتیجه یې تېره جمعه یوازې په کابل کې د څو مسلسلو او بېسارو انسان وژونکو برېدو ننداره راووته، نور نو نرمې تر سادګۍ ها خوا بل مفهوم و معنا نه لري.
اوس افغان حکومت ته فعاله بهرنۍ ډیپلوماسي په کار ده او دا زبردسته چانس لري چې پاکستان هم په سیاسي ډګر کې منزوي و شرمنده کړي او هم په پوځي ډګر کې د بالمثل عکس العمل لپاره ډانګ تر سر ور ته واړوي.
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۶) ګڼه\ چارشنبه\اسد\ ۲۱\ ۱۳۹۴
عزتمندو
احساس مونیک ،ستر اودرښتنی ازا دی دپاره ضرور دی خو دعملیکیدو دپاره قاطع تصمیم اوسنجول شوی ګامونواخستل پکاردی خو ترټولو لمړی باید دافغانستا ن په موضوع اودپاکستان په دوه مخیۍ ټوله نړی دملګرو ملتونو ، اسلامی کنفرانس ، دسیمه ایزوسازمانونو دلاری خاصتا ټول همسایه خبرشی ترڅونړیوال افکارو ترفشارلاندی راشی خاصتا داچی دتروریزم دجوړولو ځای په پاکستان کی دی .، دټولوملاتړجلب شی . دوهم افغانان درښتنی ازادی ترنامه لاندی منظم اومنسجم شی دریم: ((ددښمن سره جنګ ددښمن په صلاح ضروردی ))چی پاکستان داسلام اوازادی ترنامه لا ندی داجنګ مخته بیایی پداسی حال کی چی به پاکستان کی د ا زادی غوښتونکی نهضتونه خوراډیردی افغانستان دټولو څخه دښه مدیریت اوتنظیم په صورت کی ښه ګټه اخستلاشی . څلورم : دپښتو متل دی چی ((که دچیغال سره جنګ کوی دزمری تهیه به نیسی ))پنځم :دپاکستان په مقابل کی هندوستان دافغانستان ښه اوطبعی دوست دی چی دوستی یی باید وساتو، چین په سیمه کی دخاص اهمیت اوموقعیت لرونکی دی. چی دوستی ضرورده . ومنالله توفیق . . .