تاند- د چین د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې دا هیواد په افغانستان کې له پراخې او هراړخیزې سولې او پخلاینې سره په مرسته کې د رغنده رول لوبولو ته تیار دی.
د چین د خبري اژانس سینهوا د راپور له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی هوا چونینګ (Hua Chunying) دا خبره د جمعې په ورځ د افغانستان د وروستیو تروریستي حملو او د هغو له کبله د پخلاینې د هلوځلو د درېدو په باب د یوې پوښتنې په خواب کې وکړه.
ښاغلي هوا دې ته په اشارې چې چین د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې تشویق کړي او ملاتړ یې کړی، وویل:«چین تل او پر له پسې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر ملاتړ کوي.»
چین په وروستیو میاشتو کې د افغان طالبانو او حکومت ترمنځ په ارومچي ښار کې د سولې د خبرو کوربه و. د ارومچي له خبرو وروسته د پاکستان د مري ښار د غونډې امکان برابر شو.
د چین د باندنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې هیواد یې د یو شمېر خواوو، په ځانګړي ډول پاکستان رول ستايي چې د سولې په خبرو کې یې لوبولی دی.
د سینهوا خبري اژانس پر اساس، چین هیله لري چې نژدې تماسونه به د سولې په خبرو کې اعتماد زیات کړي او په نتیجه کې به یې په افغانستان کې سوله او پخلاینه ممکنه شي.
عزتمند و !
چین دافغانستا ن دپاره دسولی د پا ره ښه ، صادقانه اوعملی رول لوبولای شی
ځکه دیوی خوا چین په سیمه کی لوی سیاسی او اقتصادی قدرت دی ، دبلی خوا دافغانستان سوله دچین اوسیمی دثبات په ګټه اوچین ددی سره سره چی دافغانستان سره همسایه دی مګر همیشه دافغانستان سره په سوله کی دی اودبلیخوا چین دپاکستان سره همدوست دی خو دامریکی رول په سیمه کی ورته ښه نه ښکاری اودسوال وړدی نوځکه سوله ورته په ګټه اوکولای شی چی پاکستان هم ترتاثیر لاندی راولی . اوسولی ته یی حاضر کړی
مخکی موهم څوځلی لیکلی وه چی دپاکستان دمنځ ته راتلواووجود منطق داسی ندی چی په افغانستان او سیمه کی سوله اوثبات راولی بلکی دبی ثباتی ،جنګ ، ناامنی اوددولتونو دکمزوری کولو دپاره دغرب داستعماری او امپریالستی پلانونو اونقشو دعملی کولو دپاره جبرا ددوهم نړیوال جنګ څخه وروسته دهندوستان هیواد دخاوری چی دبرطانیا دخوا اشغال شوی وبوه برخه خا وره دبرطانوی هند دحکومت دخوا جبرا جلا اوپاکستان ځینی جوړشو چی پخوا لدی د پاکستان پنامه کوم هیواد وجود نه درلود . اوموخی همداوی چی په دغه سیمه کی به هیشه ستونځی ، بی ثباتی اوجنجالونه دغرب په اشاره او دستور جوړه وی و اوبه به خړه وی ترڅوغربی استعمار خپل استعماری پلانونه په اسانی تطبیق کړای شی نوښه به داوی چی دافغانستان دولت دخپلو خلکو په ملاتړدسولی دپاره دچین ، سعودی عرب او اسلامی کنفرانس رول زیات او هم امریکا په موضوع کی رارسواکی . .