په کابل کې یوه کندهاري ملګري رانه د کندوزي صیب پوښتنه وکړه، ویل یی څنګه دی والي صیب مو، ننګرهار ته کار کوي که یه؟

 فکر مې وکړ چې که ووایم یه، نو بې انصافي ده او که وایم هو، نو هسې نه چې والي صیب سبا خبر شي او بیا ووایې چې ما لا ننګرهار ته څه کړي چې تاسو مې دومره صفتونه کوئ، ځکه د هغه شکسته نفسي ماته معلومه ده.

 خیر، د والي صیب له کارونو هم سترګې نه شو پټولای، نو ځواب مې ورکړ چې هو، لا یی کال نه دی پوره خو د جلال اباد ښار عمومي څو متري سړک ګلدانونو دواړو غاړو ته د شیرزي د وخت لګیدلې ټولې استنادي تیږې لرې کړې او پر ځای یی نوې ولګولې.

 په اداره کې یی هم تغیر راوست، خپل ویاند یی د دفتر ریس کړ، ځکه له اولې ورځې یی له فساد او روابطو سره د مبارزې ژمنه کړې وه. د ښاروال بست یی هم خالي ساتلی، وايي دا اضافي مصرف دی، ننګرهار ښاروال ته ضرورت نه لري، او که ولري هم نو د ښاروالۍ کارونه زه خپله کولای شم.

هو رښتیا، د ازادۍ ورځې لمانځلو ته یی یوه میاشت مخکې ترتیبات نیولي، وايي دا ځل به یې د شیرزي له وخته هم په ښه ډول لمانځو.

پاتې شوه د امنیت مسله، نو هغه خو د والي صیب د وسې خبره نه ده، حتی که ننګرهار والي هم ونلري یا د یوه پر ځای یی لس والیان وي، امنیت نه شي راوستلای، ځکه چې ننګرهار خو یو سرحدي ولایت دی.

هسې خو والي صیب ډیر کارونه کړي، مګر ملګري مې ناببره پوښتنه رانه وکړه او هر څه یی راڅخه هیر کړل، اخره کې مې لنډ ورته وویل چې اوس وخت کم دی او د والي صیب کارنامې ډیرې، چې ننګرهار ته کله راغلې نو هر څه به وګورې.

 که خېر وو.

3 thoughts on “څوک وايي چې والي صیب کار نه کوي/ یحیی یعقوبي”
  1. سلامونه؛
    لیکوال او ڼنګرهار همیشه بهار ته په ګڼو سلامونو!
    که د امنیتی شورا مشرتوب او سر قومندان اعلا وغواړي، د بایان او نورو ډیپو ګانو نه پټې شوې سلاحو په زور ؛ باید د داعش او جاسوسانو په سرکوبولو کې کار واخلي؛ او ټول سرهدي ولایتونه د یاغي ! په مرستو وساتی؛ که رښتیا ټول ځانونه افغانا ن وګڼي. . دا شېبې ډیرۍ ولس سره یو موټی دی د خارجیانو یا خوارجو پر ضد.

  2. !تاند والو د خدای روی ته وګورئ داسي ناپړیتي نشر ته مه سپارئ

    کارکول د والي مسولیت نه دی نو څه دي؟

    دغسي خبري نشرول د لوستونکو په ستر ګو کې، د مهمو مضمنونو د بابیزه ګڼلو خطر را منځ ته کوي او تاند ته تاوان پکې وینم

    !نور مو خوښه خپله

  3. ‍‍!یعقوبی صیب سلامونه

    ډیره توده دې خوړلې، کندوزی صاحب د ننګرهار والی دی نه د جلال اباد ښاروال، شیرزي صیب ننګرهار ته څه ګلونه کرلي چې کندوزی صاحب به یې وکري. کار د امریکا پي آر ټي وکه او د غلا ساختماني پروژې يې شیرزي صاحب په خپل شرکت جوړې کړي چې اوس يې ډیری سرکونه له منځه تللي دي. که کندوزي صیب هم د شیرزي لاره ونیسي نوخپل تاریخ به تور کړي. همداسې له هغې ورځې چې کندوزي صاحب ننګرهار ته تللی دی، په ننګرهار اور راکوز شوی دی، د ننګرهار ۵۰٪ ولسوالۍ یې په عملي ډګر کې له لاسه وتلی دي، نه پوهیږم چې تاسو له کومې زاويي د والي په دندو پوه شوئ، د والي غوره دنده په ولایت کې امنیت ټینګول دی خو د کندوزي صاحب دا چاره خطا ده. ستا کور ودان چې د لومړۍ درجې ولایت د والي څخه دې د جلال اباد ښآروال جوړ کړ. د تاندوالو څخه هم مننه کوو چې دوي د کوم اړخه د والي صاحب د بیځآیه تبلیغاتو له پاره لاره پرانسته، په داسې بې موخې لیکنو به خپل ګټلی نوم انشاءالله شاته وغورځوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *