نورالله غازي يار

 (لنډه کيسه)

دوکاندار چې دوکان پرانيست، له عادت سره سم يې پر مخامخ سپين محل د منځني پوړ پر ښښيي کړکۍ سترګې ورڅلور کړې، کړکۍ ته شيرچايي رنګه پرده ځړيدلې وه، څوک يې تر سترګو نه شول، د دوکان په جارو کولو لګيا شو، خو هره شيبه يې د کړکۍ پر لور سترګې اوښتې، دوکاندار بيخې عادت شوی و، که څه هم ويريدو، چې هسې نه د چا راپام شي، خو بيا يې هم د زړه تارونه له همغې کړکۍ سره تړلي وو.

دوکاندار دا شپيږمه مياشت وه، چې د کابل په دې سيمه کې يې دوکان کړی و، ده چې په دوکان کې يې د خوارکي توکو تر څنګ د ښځو د ارايش ځيني شيان هم پلورل؛ نو په مشتريانو کې يې ښځې هم شاملې وې،  ښکلې ښکلې مخ لوڅې او لنډ تنګ لباسې پيغلې به ورته راتلې، کله کله به يې ملګرو ته په ټوکو کې ويل:

ــ  دي ځينو نجونو ته خو داسې ورسست شم، چې د سلو شی په پنځوس رانه لاړ شي، لکه کوډي يې چې راباندې کړي وي. . .

ځينو کسانو خو به چې دده په دوکان کې ښځې وکتې؛ نو دوکاندار ته، لکه خواخوږي چې ورسره څرګندوي او يا لکه ځان چې په همدې چل دوکاندار ته نږدې کوي، ورته ويل:

ــ  پام کوه! کابل کې که يوارې د ګير نه ووتې، ولاکه به بيا ګير ته غورځدلی وې. . .

ده به په ټوکو ورته ويل:

ــ  دې جينکيو ته ولاکه د ملا ام ميتيازې ټينګي شي. . .

 دوکاندار چې د الوادونو څښتن و، چندان د ښځو او نجونو شوقي هم نه و؛ خو خدای زده دې مخامخ کړکۍ کې يو چا پرې څه جادو کړی و، ده به چې هر سهار دوکان واز کړ؛ نو د مخامخ کړکۍ نه به پرده نيمه ايسته شوه، يو څوک به کمه کمه ښکاريده، خو نه يې مخ سيي کيدو، نه سترګې او نه. . . يوازې دومره مالوميده چې ښځه ده. دوکاندار چې به پرده وازه وکته؛ نو تر ډېره به يې له دوکان نه د باندې سامان سره ځان مشغولاوه، کله به يې کړکۍ ته په چل وروکتل او کله به يې ځان ناګوله واچاوه. له همدې کوره دوکاندار ته يوه اته ـ نهه کلنه نجلۍ هم راتله، چې ونه يې دوکاندار د مشرې اته کلنې لور هومره وه، د ده له دوکانه به يې چې سودا اخيسته، نجلۍ به هم په ځير ځير ورته کتل، نه يې ورسره په سودا کې د نورو نجونو په څېر جنجال کاوه او نه په عذابول، بس چې دوکاندار به څو ورته وويلې، همغومره پيسې به يې ورکړې.

دوکاندار د سپين محل نه راوتونکي سړي کتل، چې ښه درانه او پښتانه خلک دي؛ نو ځان سره يې ډېر پام کاوه، چې هسې نه په بيستو کې لاړ شم، له يوې خوا يې کړکۍ په چل څارله او له بلې خوا يې د دې کور له سړيو خپل ځان ډېر په څنګ ساته؛ خو دی دې ته حيران و او له ځانه به يې هر وخت پوښتل:

ــ  په کړکۍ کې به څوک درېږي؟ ولې به دېيږي؟ دا به پيغله وي، که. . .؟

 د حيرانتيا خبره خو دا وه، چې ده به دوکان واز کړ، له هغې ښيښيي کړکۍ نه به پرده هم نيمکښو شوه.

يوه ورځ دوکاندار ته لور ډوډۍ راوړې وه، د سپين  تعمير سره د اوبو بمبي وه، لور به يې هر کله له همدې بمبۍ کوزه راډکوله. يوه ورځ يې چې لور کوزه راډکه کړه، پلار ته يې وويل:

ــ  دي اغه سپين کور جلکۍ راته ووې، چې څوک يې؟ دي تا دوکان مې ورته وښودو، چې د اغه دوکاندار لور يم.

هغې راته ووې:

ــ  ښه، اغه دې پلار دی؟ داسې قواره يې ده لکه زما دې پلار!

داسې زړه مې پرې بد شو، هغې راته ووېل:

ــ  دا يو يونيم کال به کېږي، چې ميرانشا. . . يې ووې که څه؟ الته غلو تيښتولی، نه يې اوس مړی مالوم دی نه ژوندی. . .

لور يې د پلار شکلې ته په ځير وکتل او بيا يې زياته کړه:

ــ   هغې وېل، چې ستا پلار چې دلته دوکان کړی، مور مې نيمه ام نده پاتې شوې، هر سهار  په کړکۍ کې ورته ګوري او په سلګيو ژاړي.

پای

۱۳۹۴/۲/۲۷.کابل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *