برمته ګرو ۵ تنه وژءلي

تاند- د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې ۱۰ تنه یرغمل د قومي مشرانو په هلوځلو خوشي او له خپلو کورنیو سره یوځای شول.

د غزني د والي ویندوی شفیق ننګ صافي نن /شنبه/ رسنیو ته وویل چې د سپین ږیرو په منځګړتوب وسله والو برمته ګرو ۱۰ تنه یرغمل خوشي کړل.

دا لس تنه، چې په یوه سراچه موټر کې سپاره ول، د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د نامعلومو وسله والو له لوري له وتښتول شول. له دې پېښې دوې ورځې وروسته وسله والو کسانو د غزني د جاغوري ولسوالۍ ۹ تنه اوسېدونکي، چې غزني ښار ته روان ول، په لاره ودرول او ویې تښتول.

د غزني د والي ویندوی وايي چې برمته ګرو په پیل کې ۱۱ تنه تښتولي ول خو د هغوی له منځه یې یو ماشوم او یو بوډا خوشي کړل. ۹ تنه لا هم بې درکه دي.

خو د غزني د ولایتي شورا یو غړی حسن رضا یوسفي وايي چې ټولټال ۱۷ تنه تښتول شوي وو او د وروستیو ۱۰ له خلاصون سره هیڅوک برمته نه دي.

ده وویل چې ټول برمته، چې نیمايي په قره باغ او نیمايي په جاغوري ولسوالي کې تښتول شوي وو، له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

تراوسه پوري هیڅ ډلې د دغو کسانو د تښتولو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

تر دې څو میاشتې وړاندې په زابل کې ۳۱ تنه مسافر، چې په خټه هزاره ول، د وسله والو سرزورو له لوري وتښتول شول چې وروسته له طالب بندیانو سره تبادله شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *