د فرانس پریس اژانس په رپورټ کې مې ولوستل چې د شنبې په ورځ (د وږي لومړۍ نېټه) د افریقایي مهاجرو هغه بېړۍ چې د لیبیا له یوه ساحله د ایټالیا په خوا روانه وه، ډوبه شوې ده. په دې بېړۍ کې یوسلو اویا کسان سپاره وو. په رپورټ کې د ایټالیایي مقاماتو له قوله راغلي وو چې تر تېرې اونۍ پورې د هغو مهاجرو شمېر تر سل زره کسانو واوښت چې په روان میلادي کال کې یې ځانونه د ایټالیا ساحلونو ته رسولي دي.

افغانستان هم د نړۍ یو هغه هېواد دی چې خلک ورنه تښتي. موږ ولې له وطنه وځو؟ که ځواب دا وي چې په افغانستان کې جنګ دی نو ایرانیان ولې لویدیځ ته روان دي؟ وروستۍ پوښتنې ته دا ځواب ورکول کېږي چې په لویدیځ کې د ژوند اسانتیاوې زیاتې دي او اقتصاد ښه دی.

په لویدیځ کې ولې د ژوند اسانتیاوې زیاتې دي او اقتصاد بهتره دی؟ د شوروي اتحاد تر ړنګېدو له مخه چې د چپي فکرونو بازار تود و، پاسنۍ پوښتنې ته یو ځواب دا ورکول کېده چې اروپایانو په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې د اسیا، افریقا او امریکا شتمنۍ لوټې کړې چې په نتیجه کې په اروپا کې ژوند بهتره شو. دغه دلیل ځکه سم نه و چې جرمني خو مستعمره نه لرله مګر ډېر ودان و. ناروې هم کوم بل ملک نه دی لاندې کړی ، ولې ژوند پکې تر فرانسې او انګلستان بهتره دی.

په اروپا کې د ژوند د بهترۍ لپاره یو بل استدلال دا کېږي چې هغوی نوي تمدن ته تر مونږ له مخه توجه وکړه او څوک چې ناوخته راویښېږي د هغوی مېږې خو نرکټي زېږوي. په دې استدلال کې قوت شته مګر کمزوری اړخ پکې دا دی چې ځینو نورو هېوادونو ډېر وروسته د ترقي په لاره مزل پیل کړ او اوس تر اروپایانو وړاندې دي. جاپان د نولسمې پېړۍ په دویمه نیمه کې دې ته تیار شو چې نوی تمدن ومني خو اوس تر اکثرو اروپایي هېوادونو پرمختللی دی. هند او چین هم چې په کوم سرعت روان دي، راتلونکې یې ډېره روښانه ښکاري.

منظور دا دی چې یوازې لویدیځ نه بلکې د نړۍ په مختلفو سیمو کې ځينو هېوادونو ډېر پرمختګ کړی دی او پکار دا ده چې د ټولو پرمختللیو ټولنو مشترکې ځانګړنې وپېژنو او راخپلې یې کړو.

مثلا په ټولو پرمختللیو ټولنو کې نر او ښځه دواړه د زده کړې او کار امکانات لري او ښځو ته دا حق ورکړ شوی دی چې په اجتماعي ژوند کې فعاله برخه واخلي. هغه ټولنه چې د ښځو د زده کړې او کار مخه نیسي او په اجتماعي ژوند کې د فعالیت اجازه نه ورکوي، یو وزرې مرغۍ ته ورته ده. طبعا په یوه وزر او په دوو وزرونو باندې الوتلو کې ډېر توپیر دی.

له بلې خوا په ټولو پرمختللیو ټولنو کې کورنۍ وړې دي. مطلب دا چې ښځه او مېړه معمولا دوه ماشومان لري. دې شي د کورنۍ د ثروت له ساتنې، د ماشومانو له سمې روزنې او په لوینې کې د کار د فرصتونو له موندلو سره مرسته کړې ده.

که په یوه کور کې مور او پلار شپږ اولاده ولري او یوازې پلار کار وکړي او د پلار معاش فرضا اته زره افغانۍ وي نو د کور هر غړي ته د میاشتې زر افغانۍ رسېږي، خو که ښځه او مېړه دواړه کار ولري او ماشومان یې دوه کسه وي نو د دوی په څلور کسیز کور کې به هر کس ته د میاشتې څلور زره افغانۍ ورسېږي. د دې معنا دا ده چې دویمه کورنۍ نسبت لومړۍ ته د علاج لپاره، د زده کړو لپاره او د ژوند د نورو اړتیاوو او اسانتیاوو لپاره څلور برابره زیات وسایل لري.

د چین د کمونیست ګوند د مشر ماو تسه تونګ دا جمله مشهوره ده چې که یوه خوله دنیا ته راځي نو دوه لاسونه هم دنیا ته راځي. مطلب دا چې د نفوسو په زیاتېدا کې مشکل نشته خو اوسني چین د خپل مشر دغه نصحیت ته هیڅ توجه نه ده کړې، ځکه چې په واقعیت او خیال کې فرق دی.

په وړه کیو کورنیو کې د لومړي نسل ثروت دویم نسل ته سلامت سپارل کېږي خو په لویه کورنۍ کې د لومړي نسل ثروت وېشل کېږي. وړه کۍ کورنۍ په دویم او دریم نسل کې د کلتور او تهذیب یوې لوړې پایې ته د رسېدو چانس لري مګر د ډېرو ماشومانو کورنۍ که په اول نسل کې یو څه شتمني هم ولري په دریم او ان دویم نسل کې یو ځل بیا د بېوزلۍ د بلا ښکار کېږي.

البته، دا د پرمختللیو ټولنو د ژوند یوازې یو مشترک اړخ دی. موږ که غواړو چې د نورو له احتیاجه راووځو او ځوانان مو له خپلې ټولنې د تېښتې په فکر کې ونه لوېږي، پکار ده هغه مختلفې ځانګړنې راخپلې کړو چې ټولنه ورسره غوړېږي. په ځینو هېوادونو کې به د تېلو یا نورو باد راوړیو شتمنیو له برکته اقتصاد ښه وي مګر ځوانان، د شتو خاوندان او د تخصص خاوندان به بیا هم ورنه په تېښته کې وي، ځکه چې سیاسي او فردي ازادي به ورکې خورا محدودې وي.

مونږ چې د پرمختللیو ټولنو او ځان تر منځ ډېر واټن ته ګورو او ځورېږو نو د ځان د کرارولو لپاره کله تاریخ یادوو، کله بیا د پرمختللیو ټولنو پرمختګونه بې ارزښته معرفي کوو، کله د خپلې معنوي لاسبرۍ خبرې کوو او کله په سندرو کې وایو چې ستا له پاریسه ننګرهار ښکلی دی، حال دا چې شپه که توره ده مڼې په شمار دي. یو وخت په پیښور کې د جهاد په مطبوعاتو کې د لویدیځې ټولنې په خلاف ډېر مطالب خپرېدل خو د هغو مطبوعاتو ګڼ خپروونکي مې ولیدل چې له کورنیو سره لویدیځ ته لاړل. موږ باید له ځانونو سره صادق واوسو او په خپلو عیبونو باندې د اعتراف کولو شهامت پیدا کړو. د پرمختګ او بري په لور د سفر لومړی ګام همدا دی چې په ځان باندې د نیوکو حوصله ومومو.

3 thoughts on “له خپلو وطنونو ولې تښتو؟/ اسدالله غضنفر”
  1. استاد غضنفر ته سلام
    ننګر هار او پاريس پريږده نن سبا ډمان په يوتيوب کې دومره مست دي چې ددوى شين سترګو ته خو لاڅوک کتلى نه شي د ااوچت ګاډي او دا سترې غاړه کۍ دسندر غاړو چې ګورې نه پېژندل کيږي نر دي او که ښځه ؟ د شيرخان ليسې سندرغاړي خو بيا سلامت پړئ په غاړه کې دى چاته واېې سندې په سندرو نه ګډيږي او مبارزه مو د نړي په مبارزو زموږ کاروان په بله خوا روان دي ځکه موږ ټول دا مهارت نه لرو چې غلط ته غلط ووايو او ومنو چې دا کار مو غلط دى کوم چې د ټولنې او ولس د بر بادۍ سبب ګرځي.
    استاد ستا خبرې ډيرې ادبې دي او ستاله ليکنه ډيره عالمانه ده. ماته يو ټوکه راپه ياد شوه که ستا اجا زه وي نو ستا لوستونکو ته به ېې دتبصرې په بکس کې وړاندې کړم تاند ته دې هم خداى خير ورکري چې دغه زمينه ېې موږ ته برابره کړې» واېې چې يو وخت کوم ملا په کلي مسلي کولې او په ډير لوړ غږ کې ېې د ښځې پر مياشتني ناروغي (حيض) باندي ګړيده. په دې وخت دوه ښځې په کوم کور کې کار کوي نو ديوې بلې ته وويل چې دا لا څه پيښه ده اې خورې !غوږ ونيسه ملا ته خو زموږ ټوله پته شته نو دا دومره بوڅه بوڅه کيدل ،امخ او ځان پټول د څه لپاره؟
    کله مې چې دا مطلب ليکه نو د کابل دديني عالمانو غونډه په تلويژن له کوم کنج را ښکاره شوه يو چړي ډوله ملا همدا وايي چې په تاريخ کې افغانستان چا نه دى اشغال کړى او موږ به هېچا ته دا جازه ورنه کړو خو خبر نه دى چې دلته له ډير وخت زيات شمير هېوادونه زموږ امنيت ساتي، موږ ته او وزيرانو ته نورو غټو اوړو ته له کومڅاى دغه پيسې راراونې دى چې خپل په خپلو وژنو؟

  2. د خپلو وطنونو ولې تښتو؟
    د اسدالله غضنفر صاحب لیکنه:
    غضنفر صاحب تر سلامونو وروسته زه ستاسې د وړاندې کړو دلایلو سره چې د خپلو وطنونو د تېښتې په اړوند مو لیکلې موافق نیم. اګر چې زه ستاسې د شاګردانو په شاګردانو کې شاید هم را نشم ولې هر انسان د نظر خاوند دی او دلته غواړم زه هم خپل نظر شریک کړم. زما په نظر هر څوک چې مجبوږي خپل هیواد پریږدي او بل ملک ته لاړ شي شاید په مختلفو هیوادونو که یې دلایل فرق وکړي او حتا زه فکر کوم چې شاید د یو ځانګړي هیواد وګړي هم شاید د مختلفو دلایلو پر بنسټ خپل هیواد پریږدي مثلاْ په افغانستان کې ټول خلک د نا امنئ په وجه هیواد نه پریږدي د خوست خلک د ډېر پخوا راهیسي عربو کې دي او د کورنئ یو غړی یې حتما هلته میشت وي چې دوی د سوداګرئ په موخه تللي دي یا هم د سمنګان ولایت خلک. د نورو هیوادونو خلک چې بل هیواد ته ځي مثلاْ دلته د ایران یادونه شوې هغه د نورو هیوادنو په رابطه ناسم معلومات دي په ځانکړي ډول د ځوان قشر. همدا اوس يونان په لوی اقتصادي کړکیچ کې دی نورو اروپایی هیوادونو کې د کډوالو ډېر بد حالت دی. په همدا ډول د پر مختللو ټولنو د پرمختګ لامل د کورنئ د غړو کموالی نه دی بلکې د قانون درست پلي کېدل او د حکومتو او عامه وګړو لخوا د خپلو مسؤولیتونو درک دی. د مثال په ډول دلته ذکر شوی ((که په یوه کور کې مور او پلار شپږ اولاده ولري او یوازې پلار کار وکړي او د پلار معاش فرضا اته زره افغانۍ وي نو د کور هر غړي ته د میاشتې زر افغانۍ رسېږي، خو که ښځه او مېړه دواړه کار ولري او ماشومان یې دوه کسه وي نو د دوی په څلور کسیز کور کې به هر کس ته د میاشتې څلور زره افغانۍ ورسېږي. د دې معنا دا ده چې دویمه کورنۍ نسبت لومړۍ ته د علاج لپاره، د زده کړو لپاره او د ژوند د نورو اړتیاوو او اسانتیاوو لپاره څلور برابره زیات وسایل لري.)) دا مثال په بل ډول هم ویلی شو که همدا کورنئ چې شپږ اولاده لري او ستر شي او ټول کار وکړي ددې مثال مطابق به دا کورنۍ 64000 زره عاید ولري په داسې حال کې چې ددوه ماشومانو لرونکې کورنۍ عاید به ددې نیم وي. که چیرې ستونزه د کورنۍ د غړو ډېر والی وي نو ولي کاناډا او امریکا چې د پرمختللو هیوادنو څخه دي کورنۍ د زیاتو ماشومانو راوړلو ته تشویقوي. به درنښت

  3. استاد غضنفر سلام
    دلته په ټولنه کې ډير نور داسې فکتورونه شته چې پر زياتو ماشومانو، کورنۍ او چاپيريال باندې مستقيما اغيزه لري ستا په ليکنه زه پوه شوم چې ته څه واېې رښتيا په دې يادونه کې هېڅ شک نشته واىي چې
    اولاد کمتر اسايش بهتر!
    په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *