خبریال: بصيرالحق عادل- د هلمند د پوهنې رياست مسؤلينو د ولايتي شورا او مدني ټولنې له غړو سره په يوه مشورتي غونډه کې اندېښنه وښوده چې د بوديجې د کمښت له امله ښايي د هلمند ځينې ښوونځي وتړل شي.
د پوهنې رياست مسؤلين وايي، د مرکز له لوري ورته د تېر کال په پرتله سږ کال ۶۳ ميليونه افغانۍ کمه بوديجه ورکول شوې.
دا اندېښنه په هغه مشورتي غونډه کې راپورته شوه د هلمند د پوهنې رياست مسؤلينو د ولايتي شورا، مدني فعالانو او د ولسواليو د پوهنې مديرانو او ښوونکو جوړه کړې وه. دوی د خپل ولایت د پوهنې رياست پرستونزو خبرې وکړې.
د هلمند د پوهنې رئيس عبدالمتين جعفر وويل، په تېر يو کال کې يې سل داسې ښوونځي چې مخکې په بېلابېلو علتونو تړل شوي و، پرانيستي دي.
نوموړي د ۱۸ نويو ښوونځيو د جوړېدو خبره هم وکړه، خو د بوديجي او ښوونکو کمښت د ده په خبره هغه لويه ستونزه ده چې له امله يې د هلمند د پوهنې بهير ټکنی شوی.
عبدالمتين جعفر وويل، د پوهنې وزارت ورته ۶۳ ميليونه افغانۍ کمه بوديجه ورکړې چې له امله يې ځينې ښوونځي د تړلو له ګواښ سره مخ دي.
د هلمند د پوهنې رياست اداري مرستيال محمد ولي سرحدي وويل: «له يوې خوا هلمند کې کال په کال د زده کوونکو شمېره لوړيږي چې له امله يې نويو ښوونکو ته هم اړتيا شته چې پر دنده وګومارل شي خو بل پلو پرې مرکز بوديجه کمه کړې ده.»
نوموړي وويل: تېر ۱۳۹۴ ل کال کې ورته د وزارت لخوا ۳۴۷۹۰۷۶۲۶ افغانۍ بوديجه ورکول شوې وه، په داسې حال کې روان ۱۳۹۴ل کې ورته ۲۸۳۹۹۸۷۰۸ بوديجه ورکول شوې، چې ۶۳۹۰۸۹۱۸ميليونه افغانۍ کمښت پکې راغلی.
ښاغلي سرحدي له مدني ټولنې او ولايتي شورا وغوښتل چې د يادو ستونزو په هوارۍ کې دې له دوی سره لاس يو کړي.
د ولايتي شورا غړي سيف الملوک نوري د پوهنې رياست ته ډاډ ورکړ چې پر ستونزه به يې له ولايت مقام او نورو اړونده ادارو سره خبرې وکړي، نوموړي د پوهنې رياست له مسؤلينو وغوښتل چې هلمند کې دې د پاتې تړلو ښوونځيو په پرانيستو کې هڅې وکړي.
د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد هلمند کې د پرانيستو ښوونځيو په وړاندې د تړلو ګواښ جدي ستونزه وبلله او ټينګار يې وکړ چې د ولايتي شورا او پوهنې رياست د مسؤلينو سره په همغږۍ به ياده ستونزه له اړونده وزارت سره شريکوي.
نوموړي وويل: ((دا د ټول هلمند ولس ستونزه ده، يوازې د پوهنې رياست په دې ګرم نه دی، ټول بايد د خپل حق غوښتنه وکړو او په خپلو هڅو بايد تړلي ښوونځي هم پرانيزو.))
مدني فعال آغا محمد قريشي چې د پوهنې رياست په مشورتي غونډه کې يې خبرې کولې، په تېرو ديارلسو کلونو کې يې د هلمند د معارف رياست هغه ډول نا غوړېدلی وباله چې تمه ترې کېده.
نوموړي د پوهنې رياست مسؤلينو ته ډاډ ورکړ چې مدني فعالان به ورسره تر مرکزه ځي او د هلمند د پوهنې بهير د پياوړتيا لپاره به خپل اواز پورته کوي.
دا لومړی ځل دی چې هلمند کې د بوديجې د کمښت له امله د پرانيستو ښوونځيو د تړلو خبره کيږي، په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت مسؤلين وايي، هڅه کوي چې ټول هېواد کې د بېلابېلو لاملونه له امله تړلي ښوونځي پرانيزي.