کلیوال ادبي

راپور:  حبيب الرحمن تاثير –
د تېر په څېر نن د شنبې په ورځ مازيګر لوړ کليوال ملګري ټولنې خپله اونيزه غونډه د مسلم پوهنتون د غونډو په تالار کې د قدرت الله نرميوال په مشري کې تر سره کړه، دغه غونډه چې مومين نصرت د قران کريم په مقدسو اياتونو سره پرانيسته، انعام الله ګوهر يې د نظامت چارې پر مخ بېولې. په دغه غونډه کې چې په دوو برخو وېشل سوې وه په لومړۍ پرخه کې د لنډې کېسې او ناول په توپير او په ټولنه کې د هغوى له لارې د فکري جوړښت په اړه قدرت الله نرميوال، حبيب الرحمن تاثير، سيف الله لکڼخېل، مرتضى وردګ، انعام الله ګوهر، عالم خان احمدي عيسى ذهين او ځينو نورو ملګرو په زړه پورې خبرې وکړې.

په غونډه کې چې پورته موضوع په کې په پام کې نيول سوې وه، ګډون والو د لنډې کيسې او ناول په ځانګړنو او جوړښت رڼا واچله وله، دوى په دې خبره هم زور راووړ چې بايد د داستاني ادبيانو ليکوالان هغه مضوعات په پام کې ونيسي چې ولس ورته اړتيا لري، لکه سوله، تفاهم، امن او داسې نور، نه دا چې يواځې ټول داستانونه په مينه او محبت راڅرخېږي. هغوى وويل: داستاني ادبيات په ټولنه کې زيات رول لري او په نړۍ کې چې کوم انقلابونه هم راغلي دي نو تر شاه يې د داستاني ادبياتو لاس کېدى سي، ځکه چې په دغه داستانونو: لنډه کيسه، ناول او ډامه کې ډېرى هغه خبرې پټې وي چې خلګ يې په ښکاره توګه له کولو څخه ډ ډه کوي او له دې لارې څخه خلګ ښه ورباندې پوهه کول کېږي.

د غوندې په دوهمه برخه کې پر دې خبره بحث وسو چې څنګه کولاى سو، چې (٢٨) د زمري د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت په غزني ښار پر واټونو ملي بيرغونه او د ټولنې له لورې چاپ سوي بينرونه ولګول سي؟ چې ملګرو يې په بېلا بېلو اړخونو رڼا واچوله او دا کار يې يو اړين او اعظيم کار وګاڼه. هغوى په خپلو خبرو کې وويل: د کليوال ملګري ټولنې او د دغې ټولنې د غړيو دا حق جوړېږي چې دغه کار ترسره کړي، نالوستو او په لرې پرتو سيمو کې خلګو ته له هيواد، خاورې، افغانيت او پښتنولۍ سره د مينه کولو او د ملي ورځو د لمانځلو پوهه ورکړي او هغوى په جګړه کې له ټولو ښکېلو لوريو څخه غوښتنه وکړه چې د ملي ورځو درناوى وکړي او په دغه ورځو کې له هر ډول تاوتريخوالي څخه لاس واخلي.

په دغه غونډه کې پرېکړه وسوه چې د راتلونکې شنبې په ورځ د کليوال ملګري ټولنې په اونيزه غونډه کې به د هيواد وتلى شخصيت ښاعلى عبدالغفور لېوال د وېډيويي لينک له لارې ګډون کوي او د غونډې ګډون والو ته به په ځانګړې موضوع باندې لکچر ورکوي، چې له دې سره مازيګر ناوخته دغه اونيزه غونډه په دوعايه لوستلو سره پاى ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *