1: کله چې ته نشې کولای د خپلې ورځې په حدودو کې ژوند وکړې، نو ذهن به دې کډوډ  او کارونه به دې تیت او پرک شي.

2: تیر هیر کړه چې له ماضي سره زړه تړل لېونتوب دی.

3: له مستقبل سره هم زړه مه تړه، ځکه چې هغه لا راغلی نه دی.

4: له نیوکو څخه مه ویریږه، ځکه نیوکې ستا ارزښت خوندي ساتي

5: په الله تعالی ایمان لره او نیکې کړنې کوه، چې همدا سپېڅلی ژوند دی.

6: د الله تعالی ذکر وکړه، چې په همدې سره زړه ته ډاډ رسیږي.

7: هر څه ته د قضا او قدر له نظره ګوره.

8: له چا څخه د مننې انتظار مه کوه.

9: د سختو کارونو د ترسره کولو لپاره ځان چمتو کړه.

:10 هغه څه چې ستا په واک دي ته په هغې سره له ډېرو څخه غوره یې.

12 : چې څه په واک دي، ته په هغې سره له ډېرو څخه غوره یې.

13 : په نعمتونو کې فکر وکړه او شکر وباسه.

14: شېبه په شېبه د خوښۍ احساس کوه.

15: د مصیبتونو په وخت کې دعا منل کیږي.

16: مصیبتونو د سترګو ملهم او د زړه قوت دی.

17: له تنګسې سره اسانتیا ملګرې وي.

18: د ځان په اړه ناوړه قضاوت مه کوه.

19: ستا رب د پراخه بښنې څښتن دی.

20: له غوسې ډډه وکړه.

21: ژوند، ډوډۍ، اوبه او سیوری دی، نو فکرمه کوه.

22: ستا رزق له اسمان څخه دی.

23: اسمان چې څومره غوریږي، هغومره نه وریږي.

24: له نورو غمځپلو څخه عبرت واخله.

25: الله تعالی ته محبوب او ګران بنده په مصیبت اخته کیږي.

26: د غمونو د له منځه وړلو دعاګانې تکرار کړه.

27: ګټور عمل وکړه او له وزګارتوب څخه ډډه وکړه.

28: تا ویلي ما ویلي پریږده.

29: له چا څخه د غچ اخیستنې په لټه کې مه اوسه.

30: ستا مصیبت ستا د ګناهونو کفاره ده.

له لاتخزن څخه

++++++++++

سلامونه احمدشاه خوست

2 thoughts on “مه خپه کیږه، د نیکمرغۍ قاعده ولوله”
  1. Masha allah der khaista malomat de ragama kari woo Ahmad shah worora sta da la barialitoob pa hela manana

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *