بصيرالحق عادل –
لسګونه رشکه وال چې د هلمند مدني ټولنې په انګړ کې راټول شوي و، شکايت يې وکړ چې د لښکرګاه ښار په بېلابېلو برخو کې ورسره پوليس نا سم چلند کوي.
دوی وايي، ټول هغه اصول يې پر ځای کړي دي چې د پوليسو له لوري ورته ويل شوي دي خو بيا يې هم پوليس يې په زوره د رکشو ترپالونه شکوي او له ښاره يې باسي.
يو تن رکشه وال وويل: «موږ خپلو ماشومانو ته روزي پيدا کوو، خو عسکر مو نه پرېږدي، ټاټونه راڅيري، موږ مدني ټولنې ته راغلي يو چې زموږ ږغ واوري، موږ چېرې ولاړ سو.»
هلمند مدني ټولنه کې راټول شوي رکشه چلوونکي وايي، پوليسو ورته ويلي چې له امنيتي پوستو لس متره ليرې رکشۍ ودروئ، دوی وايي، لس نه، شل متره ترې ليرې دريږي خو بيا يې هم پوليس خپلې خوارۍ ته نه پرېږدي او ناسم چلند ورسره کوي.
رکشه چلوونکی وايي: «موږ ته پوليس په ډېرې بد اخلاقۍ ښکنځل کوي، خوارۍ ته مو نه پريږدي، موږ خو د پوليسو سره همکاره يو، دوی دې هم موږ سره سم چلند وکړي.»
د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد بيا د ترافيکو مديريت په دې ګرموي چې د ښار د زرګونه رکشو لپاره کوم ځانګړي اصول نه لري چې له امله يې رکشه وال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
نوموړی وايي، د رکشه والو ستونزه به له امنيتي چارواکو سره په ګډه هواره کړي.
همدرد وويل: ((ښار کې زرګونه رکشه وال شته دی، موږ غواړو د دوی لپاره يوه اتحاديه جوړه کړو، ترڅو د دوی ستونزې حل سي.))
نوموړي له پوليسو وغوښتل چې له رکشه والو او نورو ښاريانو سره ښه چلند وکړي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د امنيتي چارواکو نظر هم را واخلو، خو ونه توانېدو.
ويل کيږي د لښکرګاه ښار کې نږدې درې زره رکشې شته، چې د ښار دننه او لښکرګاه ته نږدې سيمو ته تګ راتګ کوي.
د رکشو لپاره ځانګړي اصول نه لرل هغه څه دي چې د لښکرګاه ښار يې بې نظمه او بدرنګه کړی دی.