تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې د هرات له محبس څخه د بندیانو د تېښتې هڅه یې ناکامه کړې او په دې تړاو یې یو تن د لغم وهلو په ترڅ کې نیولی دی.

د ملي امنیت د ریاست په وینا د هرات ښار اوسېدونکي غلام نبي غوښتل چې د ولایت مرکزي محبس ته له څو کیلومتره لېري ځایه تونل وکیندي او د بندیانو د خلاصون لاره هواره کړي.

څو کاله وړاندې د کندهار له محبسه په سلګونو بندیان، چې ډطری یې طالبان ول، په همدې ډول وتښتېدل.

ملي امنیت همداراز ویلي چې دوه صرافان یې، چې وسله والو طالبانو ته یې د پیسو د انتقال اسانتیا برابروله نیولي دي.

ویل شوي چې د شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي محمد او عبدالغني د طالبانو د شینډنډ مسوول ملا جمیل ته دوه لکه ۹۴ زره پاکستانۍ روپۍ لېږلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *