تاند- ناپېژندل شویو وسله والو د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوه جرمنۍ مرستندویه وتښتوله.
تراوسه پوري د دې اختطاف مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
پولیس وايي چې دا ښځه سهار مهال د کابل په مرکزي برخه کې، چې بهرني سفارتونه او مرستندویې موسسې پکې دفترونه لري، وتښتول شوه.
د کابل د پولیسو ویندوی عبدالله کریمي وویل:«باور کېږي چې تښتول شوې مرستندویه جرمنۍ ده، دې د جرمني د پرمختیايي ادارې (GIZ) لپاره کار کاوه.
دوو افغان امنیتي چارواکو او د جي آی زید یوه مسوول هم دا خبره تایید کړه.
یوه امنیتي چارواکي، د نوم د نه څرګندېدو په شرط فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې تښتول شوې ښځه د پېښې په مهال په موټر کې سپره وه. د هغې موټر لیدل شوی چې د شا شیشې یې ماتې دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویندوی مارتین شوفر په افغانستان کې د جرمني د دې تبعې د برمته کېدا په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.