انساني پرمختګ ته یوازې اقتصادي او مادي پراختیا بسنه نه کوي، بلکې تعلیمي، سوله ییز، خپلواک او خوندي چاپیریال ته تر هر څه وړاندې اړتیا لري. موږ(افغانان) تر نورو ډیر اړمن او ګڼ شمیر ستونزې لرو، چې لامل یې تېر نامناسب حالت دی. د ستومن ژوند څخه د وتلو لپاره ډیری اړتیاوې لرو. خو کله کله داسې کیږي، چې اړتیاوې او ستونزې مو درک کړي وي، په تکرار ډول یې د فریادونو او ویرونو په کولو سره یادونه کوو. فریادونه کول اړتیاوې او ستونزې نه حل کوي. پرځای یې اړینه وي، چې د هواري په موخه فرصتونه ولټول شي. مثلآ که ملت مو سراسري سولې او خپلواکۍ پاللو ته اړتیا ولري، نو یوازې په فریادونو او تکرار ډول یادولو سره سوله او خپلواکي نه راځي. په کار وي، چې ټول ملت مو سره په یوه غږ د سولې د ټینګښت او خپلواکۍ د پاللو په موخه متحد شي او د هغو فکتورونو مخه ونیسي، چې له مخې یې ناارامي راځي. هیوادوال باید په ګډې همکارۍ سره کار وکړي او د سیاستوالو له خوا په مسلکي سیاست کولو سره د دولت سالم بدن جوړ کړي، ترڅو ټولو خواوو ته خیر رسونکی حل پيداکړای شي. هاله د مشترکې اړتیا او ستونزې بریالی او د قناعت وړ حل او ځواب ترلاسه کیږي.
پای- ۱۳۹۴ زمري ۲۲