يادونه:دا د هغه لکچر سرلیک دی چې په روشنګري پروګرام کې د (جامعه باز) ورځپاڼې مسؤل مدیر او د پوهنتون استاد محترم جواد سلطاني وړاندې کړ او موږ یې دلته لنډیز درته ډالۍ کوو:

ښاغلي سلطاني تر هر څه مخکې پر دې ډېره خوښې وښوده چې د افغان انسان د ډېرو سختو شپو- ورځو په دوران کې ځینې داسې کسان لرو چې د روشنګرۍ په باب فکر کوي او دا هم باید هېره نه کړو چې اروپایي انسان هم د همدغسې حلقو او محافلو له لارې فکري بدلون ته لاره هواره کړه او هغه چې د نوي و ماډرن فکر و خرد په تولید کې  یې اساسي نقش درلود همداسې ناستې وي.

نوموړي وویل جې په نننۍ نړۍ کې عدم تشدد دوې نسخې لري:

اول- په ماډرن لويدیځ کې د مدارا او نرمۍ غورځنګ دی جې د جان لاک د افکارو پر اساس تیوریزه شوی دی، جان لاک (د تساهل یا نرمۍ په باب یولیک) په نوم یو کتاب لري، هغه په دې کتاب کې هڅه کړې چې داسې مسایل وڅېړي چې انسان په دې پوه کړې چې زموږ د زغم او نرمۍ اړتیا څه ده؟

دوهمه نسخه په شبه قاره (هند) کې رامنځته شوه چې خوشبختانه دا یو حسن اتفاق دی چې دا یوه سرمایه و ذخیره ده او هغه هم د یوې ډلې په منځ کې د یوه افغان حضور دی چې هغه ډلې د عدو تشدد له مفکورې څخه په استفاده سره ماډرن هند تاسیس کړ، هغه هند چې په ۷۲ ملت هیواد مشهور دی مګر دوی و توانېدل چې تاوتریخوالی مهار کړي او یوه سالمه، انساني، باثباته ټولنه ولري.

اوس به په کلي توګه د تاوتریخوالي پر سرچینو بحث وکړو چې دا له کومه کېږي؟

۱- اوله جدي ترینه مسئله چې خشونت تولیدوي له دین څخه ځینې برداشتونه دي، یعنې لږ تر لږه خشونت پر دین استناد کوي؛ په دې ټکي باید پوه شو چې دعوت، جهاد او جهالت چې په صدراسلام کې کوم مفهوم یا ماهیت درلود له اوسني وخت سره کاملاً متفاوت دی، مثلاً:

د پیغمبر(ع) دعوت د اسلام و دین ته د غیرمسلمانانو رابلل ول مګر په نوي تعبیر کې دعوت دین ته د هغو مسلمانانو را بلنه شوه چې خپله په اسلامي ټولنه کې ژوند کوي، معنا دا چې د دعوت مخه د دین له دباندې څخه د ننه ته را واوښته او دلته هڅه وشوه چې مسلمانان دین ته را وبلل شي او دا ابن تیمیه، سید قطب او ابوالعلی مودودي ول چې د اسلام په تاریخ کې یې یو بدعت رامنځته کړ او دا د اسلامي جامعې په منځ کې د ټکرونو او تاوتریوالي سبب شو؛ پر دې اساس تاسو وګورئ د ټولو تکفیري ډلو توجه اسرائیلو ته هغومره نه ده لکه خپله چې د اسلامي تمدن دننه ته ده.

دوهم د جاهلیت مفهوم هم تغیر وکړ، په صدراسلام کې د جاهلیت اطلاق تر اسلام مخکې عربي ټولنه باندې کېده اما سید قطب د ابن تیمیه د نظریاتو تر تاثیر لاندې جاهلیت ته د دین په دننه کې معنا ولټوله او ویي ویل: هره اسلامي ټولنه چې ټول اوسېدونکي یې مسلمانان هم وي خو چې حکومت یې اسلامي نه وي هغه جاهلي جامعه ده او باید له دغسې جاهلیت سره جهاد وکړو.

له بده مرغه زموږ ټولنه له دیني عمق څخه ناخبره او د هر ډول نظریاتو صدور ته جوړ وه ځکه د خشونت ښکار یو.

۲- د قومي حق منطقغې مسئلې هم تاوتریخوالي ته زمينه سازه کړې ده دغه  مسئله اول وار ستمیانو او طاهر بدخشي مطرح کړه او د ده نظریاتو آن خپله په بدخشان کې عمق پیدا نه کړ.

د قومي حق غوښتنه په خپل ذات کې خشونت تولیدوي ځکه افغانستان ډېره متکثره او له څو قومو څخه جوړه ټولنه ده او هر قوم ته باید په یو ډول د ډولو جواب وویل شي او دا چې دا تکثر دې له منځه ولاړ شي هم امکان نه لري او دلته زموږ یو اساسي مشکل دا وو چې خپله ټولنه مو و نه څېړله بلکې ټولنه مو د یو څو قومې نخبګانو په څېرو کې را خلاصه کړه او خیال مو وکړ چې دغه څېره یوه جامعه ده خو واقعیت داسې نه وو اما واقعیت دغسې وښوول شو او د دغو څېرو تر منځ د منافعو تضاد برخورد وزېږاوه او دغه برخورد ورو- ورو د ټولنې متن ته وغځېد.

اوس باید دا ومنو چې د قومي حق منطق ماته خوړلې ده ځکه چې دا د ژغورنې او ښېرازۍ سبب نه شو بلکې سرچپه نور هم تاوتریخوالی زیات شو.

۳- قبیله:

بله د خشونت سرچينه قبیله ده، تر اوسه هیڅ قوم په افغانستان کې د قبیلې له سطحې څخه تېر شوی نه دی او قبیله لا هم سره کرښه ګڼل کېږي او قبیلوي مناسبات په ډېر قوت سره پر خپل ځای پاته دي او تر هغه چې دغې مسئلې ته علمي لارې- چارې و نه لټوو له خشونته خلاصون ممکن نه دی.

۴- فرهنګي زوال:

افغاني ټولنه یو ډول د فرهنګي زوال ښکار ده او تېر ټول یاد شوي د خشونت عوامل زموږ له فرهنګي حوزې سره رابطه لري، دا دقیقه نه ده څرګنده چې زموږ فرهنګي زوال کله او چیري پیل شو.

مثلاً:

په بلخ حوزه کې ډېر اسلامي ارزښتونه د هغه ځای مسلمانو افغانانو رامنځته کړل او دلته د علومو په مختلفو برخو کې د بلخ فکري مکتب ایجاد شو. دا کار تقریباً تر څلورم هجرې قرنه وشو خو تر هغه وروسته په دغه حوزه کې هېڅ جدي کار نه لیدل کېږي.

په دوهم دوران کې چې د غزنویانو دی، علمي و فرهنګي کارونه وشول، په درېیم ګام کې د هرات د تیموریانو کار هم د توجه وړ دی او تر هغه وروسته د نوي افغانستان له جوړېدو سره ګورو چې د علم و فرهنګ څراغ خاموش دی. د احمدشاه بابا د دوران له پیل سره لا وضع ښه ده خو تر هغه وروسته د هيڅ ډول جدي متن او فکر د تولید شاهدان نه یو.

نن زموږ خلک د «پوهنتون» و «دانشګاه» پر کلماتو په جنجال اخته دي خو دې ته مو فکر نه دی چې دا نن زموږ له پوهنتونو ایراني کتابونه ټول کړئ نو څه به پاته شي؟ نو دا مسئله باید موږ له ژور خوبه را ویښ کړي چې د کلماتو پر سر جنګ پرېږدو او جدي فرهنګي کار ته متوجه شو، کله چې موږ خپل نوې نسل، تعلیمي مؤسساتو ته د تدریس او مطالعې لپاره متن نه شو تولیدولای بیا نو د کوم جنګ جواز لرو؟

۵- د ملي دولت ماته:

د تاوتریخوالي بل عامل په ټوله اسلامي تمدني حوزه کې د ملي دولتو شکست دی، یعنې کله چې د ماډرن دولت مسئله مطرح شوه نو له اسلامي دولتو سره یې سر نه خوړی ځکه دوی دا له خلافت او اسلامي نظام سره په ضد کې باله نو کله چې فساد په اوج کې وي، ظلم وي، قانون نه وي نو یوازنی جواب ویونکی شی خشونت دی ځکه ځینې فکر کوي چې ظلم او استبداد ته یوازې په تاوتریخوالي سره جواب ویلای شو.

زه د طالبانو سایټ مسلسل ګورم، هلته د حکومت د فساد په باب یو عالم منطق وجود لري او دا خلک هڅوي چې د دولت په مقابل کې تاوتریخوالي ته لاس واچوي او کله چې ټولنه د نظام له اصلاح څخه ناامیده شي نو وسلې ته لاس اوږدوي.

اخر ټکی دا دی چې موږ ناچار د اسلامي ټولنې برخه یو او هر ځای چې په هره اسلامي ټولنه کې یوه پېښه کېږي پر موږ مستقیم تاثیر لري مثلاً:

اخوان المسلمین مصري او ولایت فقیه ایراني ريښه لري مګر موږ یې مستقیماً تر تاثیر لاندې یوه.

نتېجه دا چې هیڅ یو لوی اسلامي ملک ونه توانېد چې اوسنیو مسایلو ته روښانه حللار ومومی او پایله دا شوه چې تروریستي و تاکتیکي برخورد یې وکړ؛ مګر موږ په افغانستان کې سرچپه فکر کوو، موږ خیال کوو چې دا ټولې خارجي استخباراتې دسیسې دي خو خپل فرهنګي– تاریخي بستر هېروو، دا سمه ده چې یوه برخه به یې استخباراتي وي مګر ټول مسایل په استخباراتو پورې اړه نه لري.

 اوس څه کولای شو او حللاره څه ده؟

موږ د دغو ټولو مسایلو د حل لپاره ځینې تاریخي نمونې لرو چې یوه یې پاچاخان دی، یعنې موږ باید په دننه کې په خپله فرهنګي زمېنه کې حللارې ولټوو ځکه خارجي حللارې مو ولیدلې چې ناکامې شوې.

موږ باید په خپل دننه کې هیرو او بیدو فرهنګي ظرفیتو ته مراجعه وکړو چې هغه د عدم تشدد غورځنګ دی.

موږ باید دلته په څو شیانو ځانونه پوه کړو:

۱- آیا زموږ نسل د پاچاخان د فکر او مبارزې د تیوریزه کولو توان لري که نه؟ دا چې موږ وایو چې پاچاخان غوندې یو لوی او موثر رهبر لرو، دا مسئله نه حلوي.

اول باید ټول په پاچاخان پورې اړوند متون راټول کړو، تیوریزه یې کړو او نورو ته یې منتقل کړو، په نړۍ کې دا دود دی چې د لویو شخصیتو لپاره تخصصي کتابتونونه جوړوي او له ټوله جهانه په دوی پورې اړوند یوه لیکل شوې جمله هم راټولوي او هغه یوې فکري حلقې ته سپاري چې هغه مطالعه کړي او په یوه روش او ادبیاتو یې بدله کړي.

دا یو مقطعي کار غواړي، عدم تشدد غورځنګ ډېر زغم او پراخ کار ته ضرورت لري او باید متعهد اوسو چې موږ یوه انساني مجموعه یو، یو ږغ لرو چې هغه ږغ خشونت ته «نه» وایي.

۲- اوس چې ځینې هویتي کرښې شته، څنګه ځنې تېرېدلای شو او څه شی باید د قومي هویت بدیل شي؟ زموږ یوه مسئله دا هم ده چې تاریخي بحث نه کوو ځکه نو نور زموږ لپاره او زموږ پر ځای تصمیم نیسي، په دې هم نه پوهېږو چې ولي داسې کېږي او څنګه کېږي او نتېجه یې د افغانستان لوېدل دي.

په اخر کې یو وار بیا تکراروم چې پاچاخان یو بې نهایت زیات مهم ظرفیت دی او زموږ جدي مسایلو ته جواب دی، خصوصاً د تاوتریخوالي هغو مسایلو ته چې نن یې زموږ ټولنه لاندې کړې ده؛ اما دا خود په خوده جواب نه شي ویلای، فقط هله جواب ویلای شي چې د ده آثار او افکار په یو ادبیاتو بدل کاندو، په یوه ژبه او یوه اندیشه یې واړوو او دا ادبیات، ژبه او اندیشه په ټولنه کې خپل ځای پیدا کاندي او د یوه سازماني، پرلپسې او صبورانه کار له مخې له ټولنې سره د همدغه منطق په واسطه بحث وکړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *